غزل
ــــــــ
ژوند دردېدل او کړېدل دي څه خبره نده
د عشـق په لاره تېرېدل دي څه خبره نده
له ډېره وخته د پتنګ غوندې سوزیږو اور کې
د رب لـه دین نه ځارېدل دي څه خبره نده
څه ډېر تنکي زلمي خوړلي انقلاب دي رانه
پکې د زړونو ماتېدل دي څه خبره نده
څوک په زندان څوک شهیدان اوڅوک په لارو پاتې
د چا منزل ته رسېدل دي څه خبره نده
د یار دیدار که په دنیا راته نصیب نه شولو
ډېر ارمانونه رژېدل دي څه خبره نده
زبیر ساپي، ستړې شیبې او د هجرت زندګي
خیر که په غرونو اوسېدل دي څه خبره ندہ
2019/11/30
@MohajirZubyrSafi
ــــــــ
ژوند دردېدل او کړېدل دي څه خبره نده
د عشـق په لاره تېرېدل دي څه خبره نده
له ډېره وخته د پتنګ غوندې سوزیږو اور کې
د رب لـه دین نه ځارېدل دي څه خبره نده
څه ډېر تنکي زلمي خوړلي انقلاب دي رانه
پکې د زړونو ماتېدل دي څه خبره نده
څوک په زندان څوک شهیدان اوڅوک په لارو پاتې
د چا منزل ته رسېدل دي څه خبره نده
د یار دیدار که په دنیا راته نصیب نه شولو
ډېر ارمانونه رژېدل دي څه خبره نده
زبیر ساپي، ستړې شیبې او د هجرت زندګي
خیر که په غرونو اوسېدل دي څه خبره ندہ
2019/11/30
@MohajirZubyrSafi