غره لمن سره پیوسته زندګي ده
د غازي لالي څه مـسته زندګي ده
په دی شان سره تر مرګه پورې کیږي
که یو بل سره وي مرسته زندګي ده
په دنیا او اخرت کې به خوشال یې
که دې وکړه حق پرسته زندګي ده
مونږ ګټلی له هر چا د جنګ میدان دی
زمـوږ په برخــه زبردسته زندګي ده
اول ځان د رب لپاره نزرانه کړه
بیا مزې کړه له دې پسته زندګي ده
د زبیر ساپي غزل کې طالب ښه دی
د مــکار دښمن له قـسته زندګي
2020—12—30
@MohajirZubyrSafi
د غازي لالي څه مـسته زندګي ده
په دی شان سره تر مرګه پورې کیږي
که یو بل سره وي مرسته زندګي ده
په دنیا او اخرت کې به خوشال یې
که دې وکړه حق پرسته زندګي ده
مونږ ګټلی له هر چا د جنګ میدان دی
زمـوږ په برخــه زبردسته زندګي ده
اول ځان د رب لپاره نزرانه کړه
بیا مزې کړه له دې پسته زندګي ده
د زبیر ساپي غزل کې طالب ښه دی
د مــکار دښمن له قـسته زندګي
2020—12—30
@MohajirZubyrSafi