کلي کې نه یم ژوند تیریږي در په در اختره
څه به دې ولمانځم چی راشې په مهجر اختره
لیواله نه یم په راتلو دې خوشحالي نه کوم
اوس راسره دي د غمونو ستر لښکر اختره
په هغه چابه څنګه تیرشي چی یې پام وي ورته
د یتیم څیرې ګریوان ویني سر ببر اختـره
دلته سپرلی کې هم خزان خپله چپه تیروي
راته راړنګ کړی شا زلمي په خړ سنګر اختره
َزه چې له کلي تلم ماشوم وم خو کیسې یې اورم
چې به په کلي تیریدلې خوندور اختره
زبیرساپي! په ټنګ ټکور یې مونږه نه تیروو
ستا ترانې به وایو پاس د غرۀ په سر اختره
3/5/2021
@MohajirZubyrSafi
څه به دې ولمانځم چی راشې په مهجر اختره
لیواله نه یم په راتلو دې خوشحالي نه کوم
اوس راسره دي د غمونو ستر لښکر اختره
په هغه چابه څنګه تیرشي چی یې پام وي ورته
د یتیم څیرې ګریوان ویني سر ببر اختـره
دلته سپرلی کې هم خزان خپله چپه تیروي
راته راړنګ کړی شا زلمي په خړ سنګر اختره
َزه چې له کلي تلم ماشوم وم خو کیسې یې اورم
چې به په کلي تیریدلې خوندور اختره
زبیرساپي! په ټنګ ټکور یې مونږه نه تیروو
ستا ترانې به وایو پاس د غرۀ په سر اختره
3/5/2021
@MohajirZubyrSafi