باتوره کندهاره
په سر د سپین دستار په لاس کې توره کندهاره
باتوره کندهاره
لویدلی د دښمن دی له غروره کندهاره
باتوره کندهاره
په قبرکې به روح د احمدشاه وي نن خوشحاله
دښمن پریښې ده ځاله
ټپۍ به د بري وایي له قبر نه ملاله
دښمن پریښې ده ځاله
تا وړې نن بریا ده له مغروره کندهاره
باتوره کندهاره
زیړۍ شاولیکوټ ده که بولدک دی که ارغند دی
بری وړی میوند دی
په څنګ کې ورسره له غیرت ډک غازي هلمند دی
بری وړی میوند دی
په تابه هیواد ویاړي امپراطوره کندهاره
باتوره کندهاره
ورځه زیری کوه په میرویس خان ده دې بریاؤ
ده دې سپینې رڼاو
تورتم مخه کړه ښه سهار راغلی په ښکلاؤ
ده دې سپینې رڼاؤ
تبریک د شه بریا په ننګ مشهوره کندهاره
باتوره کندهاره
تاریخ د دی روښانه له ابده تر دې حده
لرې میرویس احمده
ساتو به دې له شره د مخبت دغه وعده ده
لرې میرویس احمده
یادګار پاتې یې موږ ته له منصوره کندهاره
باتوره کندهاره
مخبت وردک
په سر د سپین دستار په لاس کې توره کندهاره
باتوره کندهاره
لویدلی د دښمن دی له غروره کندهاره
باتوره کندهاره
په قبرکې به روح د احمدشاه وي نن خوشحاله
دښمن پریښې ده ځاله
ټپۍ به د بري وایي له قبر نه ملاله
دښمن پریښې ده ځاله
تا وړې نن بریا ده له مغروره کندهاره
باتوره کندهاره
زیړۍ شاولیکوټ ده که بولدک دی که ارغند دی
بری وړی میوند دی
په څنګ کې ورسره له غیرت ډک غازي هلمند دی
بری وړی میوند دی
په تابه هیواد ویاړي امپراطوره کندهاره
باتوره کندهاره
ورځه زیری کوه په میرویس خان ده دې بریاؤ
ده دې سپینې رڼاو
تورتم مخه کړه ښه سهار راغلی په ښکلاؤ
ده دې سپینې رڼاؤ
تبریک د شه بریا په ننګ مشهوره کندهاره
باتوره کندهاره
تاریخ د دی روښانه له ابده تر دې حده
لرې میرویس احمده
ساتو به دې له شره د مخبت دغه وعده ده
لرې میرویس احمده
یادګار پاتې یې موږ ته له منصوره کندهاره
باتوره کندهاره
مخبت وردک