د څلورو اسرائيلي الوتکو رانسکورونکی څوک وو؟
د هغه اتل چې د اردني پيلوټانو د روزنې لپاره راغلی وو، چې ناڅاپه اسرائيلو هوايي بريدونه پيل کړل، په فوځي الوتکه کې سپور شو او په ۷۲ ساعتونو کې يې ۴ اسرائيلي الوتکې رانسکورې کړې.
د ياد اتل لنډه پېژندنه او د اتلوليو لنډيز يې
د اتل زوکړه:
سيف الله اعظم په ۱۹۴۱ ز کال د بنګله ديش په بابنا کې زېږېدلی، کورنۍ يې پاکستان ته مهاجره شوه، نوموړی د پاکستان د هوايي ځواکونو په حربي پوهنتون کې شامل او لوړې زده کړې يې سرته ورسولې او يو نوموتی پيلوټ شو.
څه موده پس د امريکا اريزونا ايالت کې نظامي هوايي ايربېس ته نورو تدريبانو لپاره لاړ او د دورې له بشپړولو وروسته بيرته پاکستان ته لاړ.
اردن ته تګ
په ۱۹۶۶ ز کال کې د اردن د هوايي دفاعي ځواکونو د مشاور او هوايي ځواک د روزونکي په توګه اردن ته ولاړ يو کال وروسته په ۱۹۶۷ کال کې له اسرائيلي هوايي ځواک سره مخ شو، د اسرائيلو نظامي الوتکو چې د مصر هوايي ځواک د مصر په هوايي قرارګاه کې بمبار او له منځه يووړ او د اردن د سترې نظامي اډې المفرق پر لور روانې شوې، د اردن د هوايي ځواک الوتکې يې هم بمبار کړې چې سيف الله ورپسې جنګي الوتکې راپورته کړې.
انتقام
د غاصبو اسرائيلو له ناڅاپي بريدونو وروسته اردني هوايي دفاع ځواکونه دوهم احتمالي بريد دفاع ته تيارسی شول چې روزونکی سيف الله يې په سر کې وو.
کله چې د اسرائيلو دوه جنګي الوتکې د اردن فضا ته ننوتې سيف الله او ملګرو يې الوتکې ورپسې پورته کړې او دواړه جنګي الوتکې يې له منځه يوړې او له ملګرو سره يوځای روغ رمټ راستون شو
عراق ته تګ
کله چې اسرائيلي ځواکونو د اردن د هوايي ځواک ډيری الوتکې له منځه يوړې سمدستي عراق ته ولاړ او د عراقي هوايي ځواک په همکاري يې دوه نورې اسرائيلي جنګي الوتکې راوپرزولې؛ په دې سره ښاغلی سيف الله د سيمې په کچه لومړنی او يوازنی پيلوټ شو چې په ۷۲ ساعتونو کې يې د اسراييلو ۴جنګي الوتکې رانسکورې کړې.
تقدير او تکريم يې
له ډيرو اسلامي هيوادونو څخه يې د ميړانې بيلابيل مډالونه او تمغې تر لاسه کړل او کله چې بيرته راستون شو د بنګله ديش په ملکي هوايي چلند اداره کې د منيجر په صفت وګومارل شو.
په ۲۰۰۰ ز کال کې يې نوم د نړۍ د ۲۲ برياليو جنګي پيلوټانو په ليست کې راغی چې ژوندي بازان ورته ويل کيدل.
دغه اتل د ۲۰۲۱ کال په جون مياشت کې د ۸۰ کلونو په عمر وفات شو.
رحمه الله تعالی
ژباړه او راټولونه: حمدالله فطرت
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قدرمنو دوستانو !!!
زمونږ صفحه فالو او شير کړئ؛ له خوندورو ديني نشرياتو نه مستفيد او له ثواب څخه برخه من شئ!!!
👇
https://twitter.com/Haqparast313313?t=XykPm1u_4EcDURnc6x5Dsg&s=35