Репост из: ځـــــُـــ...وان لیکوالٍُ✍
که هر څو می کوښښ وکړو چی ځان عادی کړم او ارامه اوسم خو کولی می نه شو، خبری او فکرونه زورور وو نه یی پریخودم چی خپله خوښی او د ټولګیوالو سره وروستی ورځ په خوښی ولمانځم، یو رقم بی حاله وم راتلونکی ته اندیښمن وم، هغه راتلونکی چی د نورو په څیر ما هم لیدو چی څنګه به وی په سوچونو او اندیښنو کی ډوب ناست وم، چی د ناصر غږ می واوریدو چی په خوښی می خواته راروان دی، چی نژدی شو په لاس کی نیولی د د ګلونو هار یی په غاړه کی راوځړوو. د رنګونو رنګه رنګه زری یی راته په سر وښینده، که څه په عمر لا ما ډیر کوچنی وو، خو دا چی خوښی راته ولمانځی نو د ځانه یی مشر جوړ کړی وو، سترګی می ډکی شوی زړه ته می نژدی کړو او د پلار جان تشی می پری ډک کړو، ځکه که هغه هر څه کړی وی نه خو مشر کیدو او نه یی د پلار ځای کمی پوره کولی شوه ، خو چی دده هڅو ته می وکتل نو احساساتی شوم او زړه ته می نور هم نژدی کړو، هغه چی می په احساساتو پوه شو نو پام یی راته په دی غلط کړو چی کور کی به درته ټول په تمه وی، ورځه نو چی ډیره تلوسه به یی وی ما می اوښکی پاکی کړی او ورسره راروان شوم، چی کله کور ته وراسیدو نو د دروازی ټکولو پرته د کور ور زمونږ پر مخ راخلاصه شوه او د خوښی غږونه پورته شول، مور می ددی لپاره چی ده شته خفګانه یو څه رابهر شم او پام می غلط کړی، نو زما فراغت یی نیولی وو، نږدی ټول خپلوان یی را خبر کړی وو ټولو می په لیدو خپله خوښی راڅرګنده کړه، مور می زما لپاره ټول کور په ګلونو پوخ کړی وو هر ځای یی کتو ته برابر کړی وو، هر ځای د ننداری وو هر ځای ته به په کتو پاتی کیدم هر ځای ته په کتو کتو کی می پام راحیلی ته شو، سترګی می پکی ښخی کړی سره جوړه یی پر تن
کړی وه، تور اوږد پیکی پر سپین رخسار راخور
لومړۍ برخي پاې 👉
نوری برخي هم لري
👈 راسره اوسی
کړی وه، تور اوږد پیکی پر سپین رخسار راخور
لومړۍ برخي پاې 👉
نوری برخي هم لري
👈 راسره اوسی