غزل
دا خوب رښتيا پۀ ژوندانۀ زما وى
د زندګۍ فلم كښې تۀ زما وى
يو ځل تۀ غيږه كښې اودۀ زما وى
ارمان بۀ پاتې پۀ زړۀ څۀ زما وى
زېرى مې كړى پۀ خوشحال بابا وى
يو ځاى پۀ غږ ټول پښتانۀ زما وى
د خپل مقام نا بۀ خبره وى تۀ
كۀ تا ليدلى چرته زړۀ زما وى
دريغه چې خوب كښې مې ليدلې وى تۀ
دواړه چشمان دې بيا ړاندۀ زما وى
ستا د قدم خاورې وى باد راوړې
چې دواړو سترګو كښ رانجۀ زما وى
يو ځل ستا غږ مې اوريدلى وى پرې
دواړه غوګونه دې كاڼۀ زما وى
د خداى خدايى كې بۀ وو څۀ كم شوي
كۀ تا سره شوى وادۀ زما وى
صنمه څۀ بۀ مې له خدايه غوختۀ
كۀ هغه سترګې او باڼۀ زما وى
💓شاعره تاج ولي صنم صاحب 💓
ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ ⭐
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
دا خوب رښتيا پۀ ژوندانۀ زما وى
د زندګۍ فلم كښې تۀ زما وى
يو ځل تۀ غيږه كښې اودۀ زما وى
ارمان بۀ پاتې پۀ زړۀ څۀ زما وى
زېرى مې كړى پۀ خوشحال بابا وى
يو ځاى پۀ غږ ټول پښتانۀ زما وى
د خپل مقام نا بۀ خبره وى تۀ
كۀ تا ليدلى چرته زړۀ زما وى
دريغه چې خوب كښې مې ليدلې وى تۀ
دواړه چشمان دې بيا ړاندۀ زما وى
ستا د قدم خاورې وى باد راوړې
چې دواړو سترګو كښ رانجۀ زما وى
يو ځل ستا غږ مې اوريدلى وى پرې
دواړه غوګونه دې كاڼۀ زما وى
د خداى خدايى كې بۀ وو څۀ كم شوي
كۀ تا سره شوى وادۀ زما وى
صنمه څۀ بۀ مې له خدايه غوختۀ
كۀ هغه سترګې او باڼۀ زما وى
💓شاعره تاج ولي صنم صاحب 💓
ــــــﮩ۸ــ🌹ــ۸ـﮩـــــ ⭐
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
@PASHTO_LOVE
✉️💚❤️🖤🇦🇫💠
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖
Like❤️❕Comment💬❕Share➡️
➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖