ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

د کفارو په اخترونو کې ګډون بدعت او ستر عقيدتي خطر

د کفارو د اخترونو څخه يو هم د نصاراؤ اختر دى چي ميلاد عيسى يا كريسماس بلل كيږي . دChristmas كلمه له دوو برخو تشکیل شوي ده Christ په معني د (المخلص ) چي د مسيح لقب دی او دوهمه برخه یی mas ده چې د فرعوني کلمې نه اخيستل شوې ده چي معني یي ميلاد دی.كريسماس په معنی د ميلاد مسيح چي دغه ميلاد د نصاراؤ مذهبي اختر او د خوښۍ ورځ بلل کيږي په دغو ورځو کې د خپلو پوچو او باطلو اعتقادات اظهار او خوښي ښکاره کوي او هغه لمانځي.
نو آيا کوم مسلمان به د هغوى دغه اختر لمانځنې ته تیار وي په داسې شان چي هغوى عقيده لري چې په دغه ورځ باندي العياذ بالله د الله زوى پیدا شوى دى حال دا چي مونږ مسلمانان په دې باندي كلكه عقيده لرو چي : ( لم يلد ولم يولد ولم يكن له كفواً أحد)اخلاص
"نه یې څوک زېږولی او نه له چا زېږېدلی دی، او نه هېڅوک د هغه برابر دی."
نصارا یا مسیحیان خو په تثليث باندي عقيده لري ، پر الله تعالى باندي عقيده لرل او د هغه سره شریک نیول عسى زوى) اوروح القدوس(جبريل) له هغه سره شريكوي (العياذ بالله) الموسوعة الميسر من ٥٠٣
او د میلاد په اختر کي هغوى د همدغه عقيدي لمانځنه او اظهار كوي.
نو آيا كوم مسلمان به د هغوى دغه لما نځني ته تيارشي ؟
حال دا چې مونږ په دې باندي ايمان لرو چې حضرت عيسى عليه السلام د الله تعالى پيغمبر و
قرآنکريم د هغوی ګمراهي داسي بيانوي{يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ انْتَهُوا}نسا ۱۷۱
اې اهل كتابو! په خپل دين کښي افراط مه كوئ او الله ته له حقه پرته بله هیڅ خبره مه منسوبوئ. مسيح عيسى (علیه السلام) د مریم زوی له دې پرته چي د الله يو پېغمبر او يو فرمان ؤ، نور څه نه ؤ چي الله مريم ته ولېږه او د الله له لوري يو روح ؤ (چي د مريم په رحم کښي یې د ماشوم بڼه غوره کړه). نو تاسي پر الله او د هغه پر پېغمبرانو ايمان راوړئ. او مه وائي چي (خداى) "درې" ګونى دي، منع شئ! همدا ستاسي لپاره ډېره ښه ده

بدعات خرافات ناوړه دودونه