Репост из: بدری ۳۱۳ قطعه
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر «یوناما» مشره «دیبورا لینز» وايي،دوحه کې یې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال «شیر محمد عباس ستانکزي» سره لیدلي او د افغانستان په وروستیو حالاتو ورسره غږېدلې. دې ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د ثبات د دوام په موخه د حکومت همه شمولیت ټینګار وشو، تر څو په مټ یې افغانستان کې له شته اقتصادي او نورو بشري ننګونو سره مقابله وشي.