غزل
ويده نه سي ويښ وساته وجدان په سخته ورځ
ژوندونه! تښتي سيورى له انسان په سخته ورځ
په تول د حيثيت کې چيري کم نه سي ښه دا وه
ما هيڅ په حال خبر نکړل خپلوان په سخته ورځ
هم ورور له ما بېزار ٶو او هم زه له ورور بېزار
پر څنګ راسره ودرېد جانان په سخته ورځ
په هر حالت کې اوسه! لکه ونه مستقيم.
رسېږي نه و هر سړي ته زيان په سخته ورځ
مه! بېل نه کړې له ځانه ابدي تاوان به وکړې
ښه ټېنګ يې ترلاس ونيسه ايمان په سخته ورځ
هيواد، نظام، او امن يې نبيل شبابه راوړه
تر ډېره درسره دي ملايان په سخته ورځ
#نبيل_شباب
#پښتو_انتخابي_شاعري