کاشکې!.
کاشکې چې له تګ سره دې تللي اندیښنې وای
زړه به مې یو څه د ژونـد و لوري ته نږدې وای
تـکـې تــورې خــاورې بــه مــې نــه پـرې اړَولی
هیلې بـه مِ اوس په خپلـه غیږه کې ویدې وای
نـه دې یـې وای وړی دومـره ژر زمـا لـه څنګه
سترګې دې د هجر صـرف څـو کاله ړانـدې وای
مـا بـه نـیــوۀ ولـې د رڼـــو ســتــورو لــمــنــه؟!
چیرته دې که هم له یاده پرته کومې شپې وای
هـيڅکلـه بـه نـه وای تــر جـنـونـه کـیـسـه تللي
هسې که اغوستي دې پر خپل قول جامې وای
پرتـه ستا له شـتـونـه دنیاګۍ را ړنـګـه ښـه وه
نـه زړګـیـه دا چـــې دلـتــه پـاتـې زمــانـې وای
مـاتـه بـه وای تـنـده د ګـربـز مستغفـر لـږ څـه
کړي دې چِ ګونګ انځور یوازې دوه کیسې وای
#مستغفر_ګربز
#پښتو_انتخابي_شاعري