Репост из: اويس قرني معلوماتي چنل
سورة البقرة 61 ـ 65
وَإِذْ قُلْتُمْ يٰمُوسٰى لَن نَّصْبِرَ عَلٰى طَعَامٍ وٰحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنۢبِتُ الْأَرْضُ مِنۢ بَقْلِهَا وَقِثَّآئِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا ۖ قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِى هُوَ أَدْنٰى بِالَّذِى هُوَ خَيْرٌ ۚ اهْبِطُوا مِصْرًا فَإِنَّ لَكُم مَّا سَأَلْتُمْ ۗ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَآءُو بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّهِ ۗ ذٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِـَٔايٰتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّۦنَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۗ ذٰلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُوا يَعْتَدُونَ
61
هغه وخت در ياد کړئ چې تاسې ويلي ول: "اې موسى! موږ په همدا يو ډول خوړو صبر نه شو كولاى، له خپل رب څخه دې وغواړه چي موږ ته د ځمكي حاصلات، تره، بادرنګ، غنم، نسك او پياز پيدا کړي!" - نو موسى (ع) وويل: " ايا د يو غوره شي پر ځاى تاسې د كم ارزښته شيانو اخيستل غواړئ؟ - ښه نو كوم ښار ته لاړ شئ، څه چې غواړئ هلته به یې ومومئ!" - په پاى کې خبره دې ته ورسېده چي ذلت او خواري، بيوزلي او بده ورځ ور باندې راغله او د خداى په قهر اخته شول. دا یې نتيجه وه چې هغو د خداى د ايتونو څخه انكار شروع کړ او د پېغمبرانو په ناحقه وژلو یې لاس پورې کړ. دا يې نتيجه شوله: د هغو د نافرمانېو او ددې خبرې چې هغوى د شريعت له پولو څخه پرله پسې پښې اړولې.
إِنَّ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالنَّصٰرٰى وَالصّٰبِـِٔينَ مَنْ ءَامَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ وَعَمِلَ صٰلِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
62
بېشکه! د مؤمنانو، يهوديانو، عيسويانو يا صابيانو څخه چې څوك پر الله او د اخرت پر ورځ ايمان راوړي او غوره عمل وکړي، د هغو اجر د هغو له رب سره دى او د هغو لپاره هیڅ وېره او غم نشته .
وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثٰقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَآ ءَاتَيْنٰكُم بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
63
او [در ياد کړئ] هغه وخت چې كله موږ طور (غر) پر تاسې راپورته کړ او ستاسې څخه مو تعهد اخيستى ؤ او ويلي مو وو: "كوم كتاب چې موږ دركوو، هغه په كلكه ساتنه واخلئ او په هغه کې درج شوي حكمونه او لارښودنې زده کړئ؛ په دې توګه كېداى شي چې تاسې د پرهېزګارۍ چلند غوره کړاى شئ!"
ثُمَّ تَوَلَّيْتُم مِّنۢ بَعْدِ ذٰلِكَ ۖ فَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَكُنتُم مِّنَ الْخٰسِرِينَ
64
خو له هغه وروسته تاسي له خپلې ژمنې څخه واوښتئ ، ددې له پاسه هم د الله مهربانۍ او رحمت ستاسې ملګرتيا پرې نه ښوده، كه نه نو تاسي تباه كېدئ.
وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَوْا مِنكُمْ فِى السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خٰسِـِٔينَ
65
او تاسي ته خو د خپل قوم د هغو كسانو سرګذشت پوره څرګند دى، چې هغو د شنبې په ورځ تېری کړى ؤ، موږ هغو ته وويل: " بيزوګانې شئ؛ او په داسې حال کې اوسئ چې له هرې خوا در باندې ذلت، نفرين او لعنت وي!"
@qurankarimtilawat