په نیمه لار کې پاتې ناول❗
پنځلسمه برخه❗
لیکوال صحت سمسور❗
وړاندي کوونکی ګلاب لونګ❗
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څه وایې، همدا اوس چې مې تاته د زړه خبره وکړه زړه ته مې وویل دا ځوان له مانه مه غواړه؛ خو زړه یې نه مني کنه، راته وایي چې دا هستي د لاسه ورنکړې، که ور دې کړه؛ نو بيا به یې ډېر ارمان کوې.
په غوسه مې ورته وویل: نورې خبرې بس کړه! ټليفون بندوم ځکه شپه ده او
زما د لاسه دا د مينې خبرې نورې نه کېږي، ځه! خپل کار کوه.
خير دی کنه جان! زړه مې چوي، دومره راته ووایه چې مينه درسره لرم.
نه ولې ته څوک یې، چې تاته به زه د مينې داجمله وایم، ته خو ليونۍ شوې یې، دا خبرې له بل چا سره وکړه ! زه دې خبرو ته وزګار نه یم.
خو خبره نه وه داچې کومې خبرې ماته کوي، داخبرې ما ټولې لينا ته په خطونو کې ليکلې وې، ځکه دهغې جادویي څېرې خاوندې د لاسه؛ خو زما خوبونه حرام شوی و او د سيلۍ خوبونه زما دلاسه نه و.
زه په دې سور بور نه پوهېدم، چې زه اوس کومه لار غوره کړم، زما په زړه کې څوک ګرځي او د چا په زړه کې زه ګرځم، زما د زړه په ماڼۍ کې لينا ګرځېدله او د سيلۍ په زړه کې زه ګرځېدم.
سيلۍ وګټله او مابایلوده، ځکه سيلۍ د خپلې مينې اظهار په خپلې خولې وکړ او اوس یې هم غوښتونکې دهl؛ خو تر اوسه ما لينا ته په ښکاره توګه د
مينې اظهار ونکړ، ځکه ټول مې د ليکونو پرمټ ورته خپل د مينې اظهار کړی و، چې تر اوسه د هغې له خوانه ماته د هو ځواب نه و راکړل شوی، مالينا غوښتله چې خپله یې کړم او سيلۍ زه، له راتلونکې ژونده خبر نه وم، چې زه به یې ګټم که سيلۍ، زه به لينا لاس ته راوړم که سيلۍ به ما د خپلې غېږې
بندېوان کوي.
ښه جان! ماچې کوم خط درليږلی و، هغه دې ولوستو؟
ورته مې وویل، هو ومې لوستو، هسې ځان په ما تاوانوې که څنګه ؟
هوجان! غواړم ځان په تا تاوان کړم؛ خو چې کله به درباندې تاوانېږم؟ زه هغې ورځې ته په انتظار یم.
ګوره ګرانې! بس دی نورې داسې خبرې مکوه! خپه کېږم، ځکه چې ته هغه څوک یې، چې ما له تاسره مرسته وکړه او ته زما د مرستې په بدل کې اوس ټول ځان زما په واک کې راکوې، دا ښه کار ندی.
جان !
څه وایې، جان دې له تا قربان شي هاهاهاها نه قربان دې نشي، زه دې درنه قربان شم.
ما درنه په ليک کې یو سوال کړی و، د هغې ځواب دې څنګه کړ، اوس به یې راکړې کنه؟
هو! درکوم یې، ماته مې مور په وړکوالي کې شيدې راکړې وې، سوال دې ځواب شو؟
نه شيدې به نه وې ګوره!
نوڅه شی و، چې ته وایې شيدې نه دي؟
ستا په نظر څه شی دی؟
زما په نظر شات به وي، چې خبرې دې خوږې دي، څوک پرې نه مړیږي!
ښه که مړیږي او که نه؛ خو نن پرې ته ښه مړه شوې، کېدای شي د سهار چای ته هم اړتيا ونلرې، ځکه زما په خبرو به مړه شوې یې.
ویې خندل، نه یم مړه، خير دی رټه مې مه! ځکه ستا رټل مې نوره هم اړه کوي چې خبرې درسره وکړم.
ښه ګرانې! خبرې ډېرې زیاتې شوې، نور دې په سر را درد کړ پاتې ښه شپه ولرې،
دالله پامان!
ای جان! تاته هم ښه خوبونه، مينه دې کمه مشه او الله ج دې زما نصيب کړه.
ټليفون اړېکه مې پرې کړه، ومې ویل راشه که تودیږې.
رښتيا تود شوم، د مينې نړۍ مې بيا راوپارېده، بيا مې د لينا ښکلې څېره ترمخې انځور شوه، په خيال کې مې د هغې په زلفو کې ګوتې وهلې، د خپلې
غېږ بندېوانه کړې مې وه، له پستو اننګيو نه مې ورته مچکې اخيستې، دخوندونو په دریاب کې لاهوو وم په سرو ګلابي شونډو یې غوښتل خپل غچ له ما واخلي، سره ژبه یې په خپلو شونډو تېره کړه، بيا یې ځانته مخامخ کړم،
پر شونډو یې راته پستې شونډې کېښودې، د خړپ سره نور په ځان نه یم پوهه شوی، چې ایا خيال مې ليدو او که دا هرڅه رښتيا و؛ خو نه دا هرڅه رښتيا نه و، ځکه دا هرڅه د مينې د خبرو دلاسه و، چې دغه صحنه یې زما ترسترګو را انځور کړې وه.
ورځې تېرېدې او هره ورځ به په هماغه ټاکلي ځای کې د لينا ليدو ته وړ وم،
چې زه یې هلته په ځان ميئن کړی وم.
زما هم نور څه کار نه و، بس ښه وظيفه مې همدا وه، چې لينا به سهار ښوونځي ته تلله او مابه له مخکې نه ورته د عسکر په شان لاره نيولې وه او چې کله به یې د ښوونځي د رخصتېدو وخت راغی، نو بيا به مې هم هغه ځای ته ځان ورسوو، چې دابه کور ته راتلله، بال اخره د لينا زړه هم د وخت په تېرېدو سره نرم شو زما د مينې نړۍ پرې زوروره شوه د خپل راتلونکي ژوند لپاره ورته زه ډېر مهم ښکارېدم؛ نو ځکه یې اوس له مانه مخ نه اړوو.
په ښکارګرو تورو سترګو به یې هره ورځ دوه ځلې راته سترګک وهه، چې دغه د سترګک خبره ان تر ليکونو ورسېده، د خپلې مينې په جال کې مې ښه لوېدلې ولېدله، ځکه چې دا څو کاله مې د هغې په لاس ته راوړلو تېر کړل.