غزل
رنځور زړګی مي ستا د میني اور کي ګیر پاتۀ دی
لکۀ ماشوم پۀ نړیدلي کور کي ګیر پاتۀ دی
.
د مظلوم زړۀ فریاد مي هیڅوک اوریدلای نشي
ستا د ظالمو خوږو سترګو تور کي ګیر پاتۀ دی
.
یو څوک دي ستړي تنهایي له ژوندۀ ستړی کړلو
یو څوک دي ګلۀ پۀ څپاندۀ شور کي ګیر پاته دی
.
یو ورځ بۀ پاڅي له دروند خوبه د نړۍ غیږی تۀ
زړګی مي لا ستا د عشق کوه طور کي ګیر پاتۀ دی
.
د دې وطن،او هیوادوالو پور تۀ هیڅ نۀ لري
مزدور افغان د خپل ظلمونو پور کي ګیر پاته دي
.
د خپل غرور په تکل مست او خونړۍ ځواک دی چی
نن د خپل کبر او غرور په زور کي ګیر پاتۀ دی
.
هی نو ریحانۀ هغۀ زړۀ بۀ توري خاوري نشي؟؟
چي د جانان د بیلتانۀ تنور کي ګیر پاتۀ دی
@Rehanullah