نن مې لیــــدلې ده څهـــــره لکه د ګران داسې
زړه مې خوځېږي له سینې نه دی روان داسې
د تېر ژوندون په تخیل کې داسې بره لاړم
چې ځان هم نه وینمه ګرانه لکه ځان داسې
له زړه او ذهن به یی داسې هېر کړم ته ومنه
لکه چې نه وي پیدا کړی خدای جانان داسې
چې زه د ګور تورو تمبو کې شم حصار لالیه
بیابه مې کړې دیودیدن هروخت آرمان داسې
چې مې زخمي زړګي ته یاره لږ ټکورغوندې شي
پیدا به نشـــــی لکـــه ته یو بل انسان داسې
ټوله شپه ناست یمه پرې تنده د زړګي ماتوم
تاته لږ ورته یو سپوږمۍ ده په آسمان داسې
د خوار ثاقب امارتي په قسمت اور پورې شه
د زړه انګړ کې یې مېلمه وي تل خپګان داسې
زړه مې خوځېږي له سینې نه دی روان داسې
د تېر ژوندون په تخیل کې داسې بره لاړم
چې ځان هم نه وینمه ګرانه لکه ځان داسې
له زړه او ذهن به یی داسې هېر کړم ته ومنه
لکه چې نه وي پیدا کړی خدای جانان داسې
چې زه د ګور تورو تمبو کې شم حصار لالیه
بیابه مې کړې دیودیدن هروخت آرمان داسې
چې مې زخمي زړګي ته یاره لږ ټکورغوندې شي
پیدا به نشـــــی لکـــه ته یو بل انسان داسې
ټوله شپه ناست یمه پرې تنده د زړګي ماتوم
تاته لږ ورته یو سپوږمۍ ده په آسمان داسې
د خوار ثاقب امارتي په قسمت اور پورې شه
د زړه انګړ کې یې مېلمه وي تل خپګان داسې