ستا د دې پاک او منور مخ تجلا ته خم دی
زړه مې مرید ستاد دوو سترګو خانقاه ته خم دی
ستا له صورت او له سیرته انعکاس کوي زړه
دحسن عرش لاندې دمه دی ستا ښکلا ته خم دی
د بیلتانه لویه صحرا کې زړه چاودلی روان
یو دیدن غـــواړي د ستا ګنبدې خضرا ته خم دی
حسن دِ دومره چې تعبیر ترېنه ناشونی غوندې
قلـــــم مې ستا د صفتـــونو معمَّا ته خم دی
د ستا حضور ته ای حضوره دی ولاړ ګنهګار
شفاعت غواړي سر یې ښکته دی الله ته خم دی
چې شي ثاقب امارتي ستا محبینو کې شمار
سر په زنګــــــــــون محبوبه دغه تمنا ته خم دی