بابا مد-رسه کې داخل کړم،شنبه به ور تلم او پنج شنبه به کور ته راتلم.او د جمعې ورځ به مې د مور، پلار خویندو او وروڼو سره په خوشحالۍاو لوبو تېروله،تقریبا درې کاله مې همداسې سبق ؤ وایه،
چې یوه هفته داسې راغله چې استاد راته وویل، چې راځه بچیه کور کې دې غواړي،دې خبرې ډېر خوشحاله کړم چې دا ځل دوشنبه کور ته ځم، خو چې کتل مې د استاد سترګو کې اوښکې ډنډي وې،نورو طالبانو هم موټر ډک کړی ؤ او استادان هم ښکاره شول او د تګ لپاره تلواري ښکارېدل.
لږ اندېښمن شوم خو په دې نۀپوهېدم چې دا اوس څه روان دي او څه کیسه ده چېرته ځو او چیشی کوو،
خو چې خپل کلي ته ؤرسېدم،د کلي خلک مې ؤلېدل چې په خاورو او ګردونو خړ دي، یو وایي چې ټول شهیدان دي بل وایي،
چې نا، یو زوي یې مدرسه کې ؤ هغه ژوندی پاتې شوی دی،دې سره مې زړه درزا شروع کړه او د خپل کور طرف مې منډه کړه، خو د کور ټول دېوالونه مې چې کتل نسکور ؤ،چې لږ ښۀیو بل طرف ځیر شوم، نو ومې لیدل چې د ګاونډي د کور مخته مې
د دریو وروڼو، څلورو خویندو، یوې مور او یو پلار قطار کټونه ایښي ؤ او ټوله کورنۍمې ټوک ټوک پکې پراته وه او بمبار شوي وه.
ورو ورو مې په غوږونو کې لکه څوک دې چې درانه څپېړ ؤوهي،ټالۍوهل کیدې او په سر کې مې هم لکه د پلک د ګزار درزه داسې اوازونه ؤشرنګېدل،او په زنګیدلي قدم مې منډه کړه،
د هغې خورکۍد کټ سر ته ؤدرېدم چې ما به ور سره لوبې کولې او هغه نانځکه یې هم همداسې په لاسو کې بند وه،چې ناوي ناوي به یې له خپلو وړو وروڼو او خویندو سره پرې کوله.
دې خبرې سره د یتیم په ستوني کې سلګۍبند شوه او نور یې د خبرو کولو توان ؤنۀدرلود.
C