پنځمه برخه
ناول پاڼه ورژیده
وړاندی کونکی👈👈دردیدلی زندانی
زما د ماشومتوب ورځی زما د ژوند د پام وړ فصل او د نیکمرغی ورځی جوړوی. ما چی د خپل لنډ مهالی ژوند په بهیر کی. دخوښی ورځی لیدلی. زما د ماشومتوب دوران و. چی د خپلی مور په مینه ناکه لمن او دپلار په توده غیږ کی می تیراوه. پلاره می په رشت نومی سیمه کی داسی سوداګرو. چی په خپلو ښاریانو کی د ښه نوم او اعتبار خاوند و. نوم یی خلیل آغا و. مور می هم له درنی کورنی څخه وه چی په هغه ښار کی یی لوی نوم درلود زه یی یوازینی اولاد وم. اوولس کاله شپږ میاشتی او څو ورځی می د زیږیدو له نیټی څخه اوړی. تر ما وروسته زما د مور او پلار بل اولاد نه شته کاشکی ما هم دی نړی ته شترګی نه وای غړولی پنځه کلنه وم چی پلار می د زده کړو لپاره ښوونځی ته ولیږلم هغه مهال په (#رشت) کی د نجونو لپاره ښوونځی نه وو زما ښوونکی ملا باجی د خپل مهال له باسوادو ښځو څخه وه. ما درییو کلونو په موده کی له هغی څخه تر #قرآن او ګلستان پوری زده کړه کله چی اته کلنه شوم پلار می د ځینو سوداګری چارو د ترسره کولو لپاره تهران ته لاړ. چی څو میاشتی وځنډید تر سفر وروسته یی زما لپاره یوه فرانسوی ښوونکی چی مارګریټ نومیده د شپږو کلونو لپاره استخدام کړه او له ځانه سره یی زموږ سیمی(#رشت) ته راوستله مارګریت څه له پاسه پنځلس کلونه کیدل چی له خپل میړه سره تهران ته راغلی وه میړه یی یو لوی سوداګر و چی اووه کاله وړاندی د یوی ناروغی له کبله مړ شوی و دهغی له میړه سره زما پلاره د سوداګری راکړه ورکړه له کبله اشنایی پیدا کړی وه. نو له دی سره یی هم پیژندل مارګریت د خپل کونډتوب پر وخت بله وسیله نه درلوده. چی ځان ته پیسی وګټی. د میړه په تجارتی چارو کی یی هم خنډ پیښ شوی و او څه نه وو ورپاتی اوس یی په تدریس پیل کړی و او له دی لاری یی خپل ژوند بسیا کاوه کله چی پلار می تهران ته لاړ د هغی له وضعی څخه خبر شو او هغه یی زما د ښوونی او روزنی لپاره دلته راوستله کله چی څوار لس کلنه شوم په فرانسه یی ژبه می خبری کولای شوم اوبدل حاشیه ګنډل او خیاطی می هم تری زده کړل. هغه مهال په رښتیا هم د خپلی کورنی د ویاړ شمله ومه او په ډیرو کورنو کی می نوم پر ژبو ګرځنده داسی ورځ به نه وه چی دوی دری میرمنی دی زما مرکی ته رانه شی خو پلار می له دی له کار څخه ډډه کوله او هغوی ته یی د نه ځواب ورکاوه زه خپلو هم زده کړی ته دومره لیواله وم چی له لیکلو او لوستلو پرته می له نورو څیژونو سره نه مینه نه درلوده د ورځپاڼو او جریدو له لوستلو څخه می ډیر خوند اخیسته. ټولنیزی لیکنی به می ډیری خوښیدی ما به هم په مستعارو نومونو څیرونو ته لیکنی لیږلی
شپږمه برخه به سبا ماښام نشریږی
@Sidhhabeb