د کیسی پیل
اول برخه
د سهار پر لسو بجو به خپل دندی ته خوځیدم، زما دا عادت دی چی په لوړو ګامونو او ټیټ سره د خپل مقصد پر لوری وړاندی ځم زما اداری ته په دوه سوه متریزه وااټن کی د یوه کُردی د کور کنډوالی پر ځای پاتی دی.
د خپلی آبادی پر وخت یوازی یو لوی انګړو ، چی په خټو ودان شوی و. طول او عرض یی دری په نیم (ذرع) کی او لوړ والی یی دری ذرع و، چی یوه وړه دروازه یی درلوده د هو او رڼا د راننوتو لپاره یوه شمال خوا په دیوال او بل هم په چت کی دوه سوری ورکړل شوی وو. داخونه به له هغه مهاله چی په دی سیمه کی اوسم او څه می په یاد دی ،لومړی د یوی کُردی کورنی *(یوه زړه میرمن او سړی او ،درییو ماشومانو او یوی اتلس کلنی جنی)* کور و څرنګه چی پوخ بنسټ یی نه لاړه اورښتونو او لمر له کبله یی د درییو څلورو کلونو په موده کی دیوالونو لویی چاودی پیدا کړی، نو دراروان خطر له کبله هغه کورنی ورڅخه ووته دی کورنی دوتلو پر وخت ددی کور یوازینی سینګاروونکی توکی یانی وړه دروازه هم وکښله او له ځانه سره یی یووړه.
لڼده دا چی هغه دا دهغه کور وضعه ده چی زموږ تاریخ په کی ښخ دی او موږ غواړو یو عبرتناک درس یی له ماتو دیوالونو او د وران چت له لاندی راباسو او بشر د جنایتونو او د مظلومانو په تاریخ کی یوه په وینو لژند پاڼه ورزیاته کړو هماغسی. په بیړه روان وم او د هغه کور له مخی تیریدم چی تر ننه دننه نه وم ورغلی له کور څخه یوه نری چغه راتر غوږ شوه، نو څرنګه چی می په دی سیمه کی داسی ډیر غږونه اوریدلی او څه له پاسه ورسره عادت وم نو په پیل کی می ورته ډیر پام ونه کړه ما ویل د نورو موجدداتو په شان به هم یو موجود وی چی د سړو یاهم لوږی له کبله یی دی انګړی ته پناه راوړی او ځان ته یی یو مهال پناه ځای تاکلی دی.
غږ ته می ارزښت ورنه کړ او له هغی سیمی لیری شوم او خپلی اداری ته ورغلم خو نه پوهیږم دا چغه د څه شی وه، چی تر دی څو کلن ځنډ وروسته می بیا هم په غوږونو کی اوسیږی او ځوروی می د خپل میز تر شا ناست یم په ظاهره خپلی اداری کارونه ترسره کوم، خو دهغی چغی ازانګه می د وجدان په غوږ کی د بدمرغی او ویر نغمه غږوی او په ټوله مانا می د خپل زیر و بم د ترنم په اوریدلو بوخت ساتی که هر څومره هڅه کوم، چی له دی خيال او فکر څخه لیری شم او د هیرولو لپاره یی ځان ته پلمی ولټوم، خو بیا هم دا چغه په شدت سره د زړه په غوږونو اورم له ځایه اوچت شوم، په دفتر کی می څو قدمونه ووهل بیا هم ونه توانیدم، چی ورڅخه ځان وساتم. له دفتره ووتم او په بڼ ګرځیدل بیل کړل. په غرونو کی می د کورونو منظری ته کتل، چی غالبوزو د ځالو په شان پر غونډیو غزیدلی وه. خو احساساتو می له شترګو ملګرتیا نه کوله بلکلی زما د وجدان هغو نغمو ته یی غوږ ایښی و، چی غوږونو له لاری وررسیدلی وی. اخر د دی لپاره چی داالالهاندی پایته ورسوم دفتر ته ننوتم خپله خولی کورته او امسا می وارخیسته او دباندی ووتم
دا چغه د رحم او شفقت غږ و، چی زه یی ځان بللم دا ده انسانیت اواز و. چی غوږونو رارسیده د وجدان نغمه وه.، چی زه یی مخاطب کړی وم لڼده دا چی داسی یوه کړیکه وه، چی د ادم د اولادی له جنایتونو او ظلمونو څخه راولاړه شوی وه اول د انسانانو څخه یی مرسته غوښته
رښیتا هم د لاره څومره اوږده ده! هر څومره چی وړاندی ځم او ګړندی کیږم بیا هم نه رسیږم. دا وران کلا زما د تلوسی خونه ده.
ما یی پر دیوالونو سترګی ګنډلی، چی د راتویو شویو خټو او خښتو لـه سوریو څخه یی اورورینه وړنګه تیاره او تنګ انګړ ته وغزوم او د بدمرغیو په څپو کی خپل مقصد ولټوم، خو له بده مرغه هغه کار چی زما د اروا سترګو یی کوی ظاهری سترګی می تری عاجزی دی خو دوه سوه متره لاره څومره اوږده ده. لکه چی ورسیدم، ځکه هغه ټکان ورکوونکی. غمجنه او نازک نغمه له نژدی اورم د دروازی په ځای کی می دواړه خواوو ته پر لمدو دیوالونو لاسونه تکیه کړل پر سترګو می زور واچاوه، چی غمکدی په کونجونو کی د چغی خاوند پیدا کړم.
پر دی مهال می یوه حواس هم کار نه کاوه ټولو ظاهری او باطنی احساسوتو می په سترګو کی تمرکز پیدا کړه
څو دقیقی حیران ولاړم اوکتل می په دی وخت کی می یو ډیر زړه بدوونکی او بد بوی تر پوزی شو، چی په هیڅ ډول د زغم وړ نه و. ایله پر سد یدم او طبیعی حالت ته راګرځیدم، چی د څو زړو ټوټو او خورو ورو مالوچو له لاندی څخه چی یوه ورځ به خلکو ورته بړستن ویل سو غږ اوچت شو ووځی،
(بله برخه به ان شاالله سبا به ماخام نشروه)
{وړاندی کونګی دردیدلی زندانی}
دویم برخه هم اوس نشر کیږی