کندهار: د برېښنا نه شتون له امله څلور سترې تولیدي کارخانې بندې شوي
کابل ټکی کام (یکشنبه،چنګاښ ۶مه، ۱۴۰۰ل)
په کندهار کې د برېښنا د نه شتون له امله څلور سترې تولیدي کارخانې له فعالیته لویدلي او ځینې نورې د بندیدلو له ګواښ سره مخ دي.
د کندهار د صنعت کارانو د اتحادیې رییس وایي، چې د برېښنا نه لرلو له امله ۴ کارخانو خپل کارونه درولي او څو نورې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي زیاتوي "په دې اړه مې څو ځلې د برېښنا له رییس سره وکتل او دا مشکل مې آن ولسمشر ته هم ورساوه خو هغوی په دې اړه خاموشي غوره کړه."
د کندهار د برېښنا مطبوعاتي مسؤول احسان الله امین بیا د برېښنا د نه شتون یواځینی لامل نا امني بولي په خبره یې "د برېښنا ټول لینونه چې د کجکي له لارې کندهار ته راغلي د جګړو له امله زیانمن شوي او مونږ نه یو توانیدلي چې ټول کندهار ته برېښنا ورسوو."
نوموړی زیاتوي، د برېښنا مشکل د دایمي حل لپاره مو بنیادي کارونه پیل کړي چې په نږدې وخت کې به د کندهار او هلمند برېښنا دایمي شي.
د امین په وینا، د کجکي بند د نویو توربینونو ساختماني کار ۹۵ سلنه بشپړ شوی، خو تر اوسه توربینونه نه دي راوړل شوي.
د کندهار اوسېدونکي وایي، په دې مشکل اقتصادي حالت کې چې خلک ورسره لاس او ګریوان دي، که برېښنا جوړه نه شي نو ښایي دغې ولایت کې اقتصادي بحران رامنځته شي.
https://wp.me/p8XUyy-t4U