*کفري هيوادونو ته د مسلمانو ځوانانو د تېښتې ناورين او زموږ مسؤلیت..؟*
(اسلامي هيواد يو مخ پرېښودل، او په کفري هيواد کې تلپاتې استوګنه غوره کول)
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام علی رسوله محمد وآله وصحبه أجمعين.
وبعد: اسلامي هيواد يومخ پرېښودل، او په کفري هيواد کې استوګنه غوره کول، د کفري هيوادونو تابعيت اخيستل، زموږ د ګران هيواد او هيوادوالو داسې ستره غميزه او ناورين دی، چې د حل لارې په را اېستلو کې يې بايد زموږ مفکرين او پوهان په مياشتو، مياشتو تر سهاره شپې رڼې کړي، او عالمان يې د مخنيوي په اړه تر اوږدو مودو د قال الله (جل جلاله) او قال الرسول (صلی الله تعالی عليه وسلم) په بدرګه ممبرونه تاوده وساتي، ليکوالان يې په اړه اوږدې، اوږدې مقالې وليکي، د ملت په درد دردمن شاعران او اديبان يې په اړه ترانې او شعرونه وليکي، او د ترنم خاوندان پرې خپلې حنجرې تازه کړي، د افغانستان د اسلامي امارت درانه مشران دې دردوونکې قضيې ته په پوره جديت متوجې شي، د دې ناورين له منځه وړلو له پاره ځانګړی کميسيون تشکيل کړي،او د دې وژونکي توپان مخه ډب کړي.
د پورتنۍ قضيې اړخونه: دا قضيه زما په اند درۍ اړخونه لري:
*۱- شرعي اړخ:*
که د پورتنۍ قضيې شرعي ليد لوری وکتل شي، په اړه يې بې شمېره قراني ايتونه، نبوي حديثونه او د فقهاوو – رحمهم الله تعالی – قولونه شته، چې له هغو څخه دا څرګنديږي، چې دا عمل ناروا دی، دلته به يې په لنډه توګه يادونه وکړم:
(لومړی) د قران کريم ايت: الله تعالی فرمايي:
“إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا” [سورة النساء]
بې شكه هغوی چې ملايكې يې سا اخلي په داسې حال كې چې پرخپلو ځانو ظالمان وو، (ملايكې) ورته وايي: په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي: موږ په ځمكه كې كمزوري وو، ورته وايي: ايا د الله ځمكه ارته نه وه، چې هجرت مو په كې كړى واى؟ نو د دې خلكو استوګنځى جهنم دى او هغه د ورګرځېدلو ډېر بدځاى دى.
(دويم) نبوي حديثونه:
رسول الله – صلی الله تعالی عليه وسلم – ويلي دي:
«أنا بريء من کل مسلم يقيم بين أظهر المشرکين. قالوا: يا رسول الله، ولم؟ قال: لا تتراءی ناراهما». أخرجه أبو داود، و الترمذي.
يانې: زه له هغه مسلمان څخه بېزاره يم، چې د کافرانو ترمنځ اوسيږي. صحابه وو – رضي الله تعالی عنهم – پوښتنه وکړه: ای د الله – تعالی – رسوله! دا ولې؟ وې ويل: دومره لرې دې سره واوسي، چې يو د بل اورونه سره ونه ويني.
(دريم) د فقهاوو – رحمهم الله تعالی – قولونه:
هجرت (هيواد پرېښودل) زموږ د فقهاوو – رحمهم الله تعالی – له انده په درۍ ډوله دي:
۱ـ له کفري هيواد څخه اسلامي هيواد ته هجرت کول واجب دي. [البحر الرائق: ۱/ ۳۶۸]
۲ـ د فتنو او ګناوو له هيواد يا سيمې څخه دار صلاح (د نېکانو او نېکو عملونو) سيمې ته هجرت کول د حنفي فقهاوو په اند مستحب، د مالکيه وو او شوافعو په اند واجب دي. [الموسوعة الفقهية: ۴۲/ ۱۹۰- ــ ۱۹۱]
۳ـ له اسلامي هيواد څخه کفري هيواد ته هجرت او پاتې ژوند همالته تېرول ناروا دي.
ځکه چې رسول الله – صلی الله تعالی عليه وسلم – له هغه مسلمان څخه خپله بېزاري اعلان کړې، چې د کفارو ترمنځ ژوند کوي. أخرجه أبو داود، و الترمذي.
او علامه ابن نجيم – رحمه الله تعالی- د هغو نويو مسلمانانو له پاره د هجرت واجبوالي حکم منسوخ نه بولي، چې په کفري هيواد کې مسلمان شي. [البحر الرائق: ۱/ ۳۶۸] نو د ده د عبارت له مخالف مفهوم څخه څرګنديږي، چې کفري هيواد ته هجرت کول ناروا دي، ځکه چې له کفري هيواد څخه هجرت کول واجب شو؛ نو هلته ژوند تېرول ناروا دي.
بله دا چې په دې سره د کافرانو ډله زياتيږي، له هغوی سره په ګډ ژوند کولو سره دی ناروا کارونه ويني، او ورسره عادت کيږي، په کفري هيواد کې دننه ژوند کوونکی له هغوی سره د جهاد کولو توان نه لري، په دې باور نه شته چې دا وګړی به کافرانو ته مايل نه شي، يا هغوی د ده د بې دينه کولو يا وژلو څه پلان ورته جوړ کړي، او کفري هيواد ته په هجرت سره د مسلمانانو ډله کمزورې کيږي.
*۲- اقتصادي اړخ:*
دا قضيه له نورو ډېرو زيانونو سره سره اقتصادي زيانونه هم لري، ځکه چې اروپايي هيوادونو ته ډېری زموږ لوستي ځوانان ځي، چې ډېر يې د اقتصاد، ادبياتو، انجينري يا طب له پوهنځيو فارغ وي، د زده کړو په لاره کې يې ستونزې ګاللې وي، له فراغت وروسته يومخ کاري فرصت نه ورته برابريږي، يا په ډېره کمه تنخوا ورته برابريږي، له دې امله نو د ډېرې تنخوا ترلاسه کولو له پاره اروپايي هيوادونو ته مخه کړي، هلته خدمت کوي، زموږ ټولنه يې له ګټې بې برخې شي.
که موږ وګورو، زموږ د ګران هيواد تکړه ډاکټران او … په اروپايي هيوادونو کې خدمت کوي، همالته په بېلابې