لو پروژو کې پانګونې کوي، چې دا زموږ هيواد ته يو ډول اقتصادي ضربه ده.
*۳- سياسي اړخ:*
که له اسلامي هيوادونو (په ځانګړې توګه افغانستان) څخه د اروپايي هيوادونو په لوري د پناه وړونکو بهېدونکي سيلاب ته وکتل شي؛ نو بېلابېل عوامل يې ترسترګو کيږي، لکه: د امنيتي وضعيت خرابوالی، د کاري فرصتونو نه موندل او نور… خو زما په اند: تر ټولو عمده عامل يې د غرب فکري يرغل دی، ځکه چې دښمنان په دې پوهيږي، چې که موږ په افغانستان او نورو اسلامي هيوادونو کې د مسلمانانو د تنصير او تبشير څومره زياتې پټې او څرګندې ادارې ولرو، او ډېره زياته پانګونه پرې وکړو، بيا هم د اسلامي امت په بې لارې کولو او بې دينه کولو کې دومره رول نه شي لوبولای، لکه مسلمانان ځوانان او پېغلې چې په خپله د دوی هيوادونو ته ورشي، ځکه چې په اسلامي هيوادونو کې دننه عالمان او داعيان شته، چې خلک د دښمن له شومو اهدافو خبروي او مخنيوی يې کوي.
بله داچې په اسلامي هيوادونو کې دننه دوی په ډېره پټه توګه د بېلابېلو موسسو او خيريه بنسټونو له لارې خپل پلانونه په مخ وړي، چې دا ډېر ستونزمن کار دی، که څه هم دوی له دې لارې هم څه ناڅه لاسته راوړنې لري؛ خو سلنه يې ډېره کمه ده، د دې برعکس کله چې مسلمانان ځوانان او نجونې د دوی هيوادونه ته په خپله په داسې حال کې ورشي، چې په قاچاقي لارو يې ډېرې ستړياوې ګاللې وي، له ډېرو سختو پړاوونو تېر شوي وي، غر بت او ناچاري يې له حده اوښتي وي، د تابعيت ترلاسه کولو ته يې ډېره تلوسه وي، د دې تندې خړوبولو له پاره له ډېرو شيانو تېرېدلو ته تيار وي او يوازې د دې وحشيانو ترحم ته يې سترګې وي؛ نو ايا په داسې حال کې به دا وګړي په خپل ايمان ټينګ پاتې شي؟ ځواب يې منفي دی. الا ما شاء الله
نو له پورتني تحليل څخه جوته شوه، چې دغه (د اسلامي هيوادونو د پرېښودونکو او کفري هيوادونو کې د تلپاتې استوګنې غوره کوونکو) ورځ تربلې چټکېدونکې لړۍ تر شا داسې پټ لاسونه شته، چې په اسلامي هيوادونو کې په لوی لاس امنيت وګواښي، اقتصادي وضعه خرابه کړي، د ديني او عصري زده کړو بهير ټکنی يا هم په ټپه ودروي او داسې نور… او د دې په خلاف خپل هيوادونه له امنه ډک، مهذب، په اقتصادي وضعيت برلاسي او په عصري زده کړو کې تر ټولو پرمختللي او مخکښان وښيي، د تبليغاتي وسايلو په مټ مسلمان (خو له دينه ناخبر) ځوان کوول ته په اروپايي هيوادونو کې شنه باغونه، چمنونه په خوب ور وويني، دومره يې وهڅوي، چې په ذهني جنون اخته شي او په ډېره بې صبرۍ د اروپايي هيوادونو د سفر تابيا ونيسي، تر دې چې له خپل خواږه ژونده تېرېدلو ته هم تيار شي.
په پای کې هلته (اروپايي هيوادونو ته) له رسېدو وروسته وويني، چې په داسې لومه کې نښتی، چې په هيڅ ډول يې د خلاصېدو امکان نه شته؛ نو بيا په ټولو شته وسايلو د تابعيت اخيستلو هڅه کوي، چې په دغو وسايلو کې يو هم له ايمانه تېرېدل دي. و العياذ بالله، ثم العياذ بالله، ثم العياذ بالله.
خو بيا هم که له ايمانه تېر نه شي، په ډول، ډول اخلاقي فسادونو، بې لاريو، شرابو، نشو او تماشو روږدي کيږي، او له هر ډول ديني او مذهبي ازادي سره له اشنا کېدلو وروسته غواړي، ځان ته په خپل هيواد کې هم د همداسې ازادې فضا زمينه برابره کړي، او په پايله کې يې داسې ايمان پلورونکې او هيواد پلورونکې څېرې ترې وزيږي، چې له شامته يې کابو نيمه پېړۍ کړيږو.
*لاملونه:*
دا موضوع ډېر لاملونه لري، چې څو يې په لنډ ډول ستاسې مخې ته ږدم:
۱ ـ د اسلام او اسلامي ټولنې له ښېګړو ناخبرتيا.
۲ ـ د غربي رسنيو تبليغات.
۳ ـ د مال مينه.
ها بله ورځ مو څو ځوانان ولیدل، د امریکا په مینه کې د روانې الوتکې پورې ځوړند شول او له خواږه ځانه تېر شول، دې کسانو ته د طالبانو له خوا کوم خطر متوجې نه و، بلکې د یوې بې وزله کورنۍ خلک و او د پښتو له متل سره سم په امریکا کې يې زوړندې ډوډۍ غوښتې.
۴ – د فحشا، نفساني خواهشاتو او شهواني غريزې مړول.
۵ ـ د اسلامي نظام له ښېګړو ناخبرتيا.
۶ ـ د عالمانو او داعیانو چوپتيا
*زيانونه:*
د دې عمل د بې شمېره زيانونو له جملې څو لوی تاوانونه دا دي:
۱ـ ارتداد:
په کفري هيواد کې د استوګنې تر ټولو ستر تاوان دا دی، چې (نعوذ بالله) انسان د ايمان له کړۍ وځي، ځکه چې په انسان کې د انفعاليت (له بل چا اغېزمن کېدلو) ماده موجوده ده، که بيا هم الله تعالی د چا ايمان وساتي، زامن او لمسيان يې بې دينه کيږي، پنځوس کاله مخکې چې څوک کفري هيوادونو ته د همېشه اوسېدلو له پاره تللي وو، د هغوی په اولاد کې يو مسلمان هم نه پيدا کيږي، څوک به داسې بېلګه وړاندې نه کړي، چې پلانۍ کورنۍ يوه يا نيمه پېړۍ مخکې له اسلامي هيواد څخه کفري هيواد ته تللې وه او اوس هم په خپل ايمان پاتې دي، که وي هم، يوازې په نوم به وي.
که موږ د صحابه وو – رضي الله تعالی عنهم – سيرت ته ځير شو، وبه ګورو، چې د حبشې په هجرت کې مسلمانانو ته د دين په اړه د فتنې وېره نه وه، او بله دا چې دا هجرت د رسول الله –