طالبانو د ملا محمد حسن په مشرۍ سرپرسته کابینه اعلان کړه
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۰ل)
تر درې اوونيو اوږد انتظار وروسته طالبانو د ملامحمد حسن اخند په مشرۍ نوې سرپرسته کابينه اعلان کړه.
ذبیح الله مجاهد، چې نن يې د حکومت د رسنیو په مرکز کې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې، ياده کابينه اعلان کړه، چې نومونه يې په لاندې ډول دي:
ملا محمد حسن اخوند رئیس الوزراء
ملا عبدالغني برادر - د رئیس الوزراء لومړی معاون
ملا عبدالسلام حنفي - د رئیس الوزراء دوهم معاون
مولوي محمد یعقوب مجاهد، دفاع وزیر
ملا سراج الدین حقاني - کورنيو چارو وزير
امیر خان متقي - بهرنیو چارو وزیر
ملا هدایت الله بدري - مالیه وزیر
شیخ مولوي نور الله منیر - پوهنې وزیر
ملا خیرالله خیرخوا - د اطلاعات کلتور وزير
قاري دین محمد حنیف - د اقتصاد وزير
مولوي نور محمد ثاقب - حج او اوقاف وزارت
مولوي عبدالحکیم شرعي - عدلیه وزیر
نور الله نوري - د سرحداتو او قبائلو وزير
یونس اخوندزاده - د انکشاف دیهات وزير
شیخ محمد خالد - دعوت او ارشاد - امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزير
ملا عبدالمنان عمري - فواید عامه وزیر
ملا محمد عیس اخوند - د معادن و پطرولیم وزیر
ملا عبداللطیف منصور - د اوبو او برېښنا وزير
حمید الله اخوندزاده - هوانوردي وزير
عبدالباقي حقاني - د لوړو زده کړو وزير
نجیب الله حقاني - د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير
خلیل الرحمن حقاني - د مهاجرينو د چارو وزير
عبدالحق وثیق - د استخباراتو عمومي رياست مشر
حاجي محمد ادريس - د افغانستان بانک رييس
مولوي احمد جان احمدي - اداره امور
ملا محمد فاضل اخوند - دفاع وزارت معين
فصیح الدین - لوی درستیز
شیرمحمد عباس ستانکزی ـ د بهرنيو چارو وزارت معين
مولوي نور جلال - د کورنيو چارو وزارت معين
ذبیح الله مجاهد - د اطلاعات وکلتور وزارت معين
ملا تاج میر جواد - د استخباراتو عمومي رياست لومړی معاون
ملا رحمت الله نجیب - د استخباراتو د اداري معاون
ملا عبدالحق - مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت معاون.
بايد وويل شي چې که څه هم تر اوسه پورې د طالبانو د نوې کابینې په هکله نړيوال غبرګونونه مخې ته نه دي راغلي، خو تر دې وړاندې يې د يو لړ شرطونو په وړاندې کولو سره د نوي افغان حکومت په رسمیت پېژندلو ژمنه کړې وه.
https://wp.me/p8XUyy-tId