عبدالنافعْ وفـــــا


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


سلامونه خوږو دلته به کله ناکله خپل اشعارترتاسو رسوم
او دلته به إن شاء الله دشاعرۍ په اړه څه ناڅه معلومات هم ترتاسو ورسوم ستاسو ملګرتیا ومونږته غټه سرمایه ده!

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


ډیکلومه

ږغ محسن احسان
کلام: عبدالنافِع وفـــا


(پوښتنه)؟؟ خروج څه ته وایې

(جواب)!! هرهغه حرف چې تر روي روسته راغی
هغه ته وصل وایې.
او بعدله وصل چې کوم حرف بیا پسې راغی
هغه ته خروج وایې

من حیث دمثال لکه.

پرخه
مرګه
ترخه
لاره
کاره
باره
ماره
څاره
راسه
کاسه
او نور....
په پرخه کښ هغه :ر: چې ده هغه روي دی
اوهغه :خ: چې ده وصل دی.
او هغه اخره :ه: چې ده خروج دی

(وسائرهم علي هذالقیاس)


نوټ: وصل; خروج; مزید; او نایر چې دې
دا څلور بعدله روي رازي.
او: ردف; قید; تأسیس ;دخیل چې دې
دا څلور بیا ترمخ د روي رازي

(إن شاء الله)

او دوصل درس هم دلي اداشو.

پای درنښت;


(پوښتنه)؟؟ دخیل څه ته وایې

(جواب)!! هغه دی چې دتاسیس او دروي په منځ کښ چې کم حرف راسي ديته دخیل وایې

من حیث دمثال لکه:

سماور

په سماور کښ :ر: روي ده
او هغه الف تاسیس دی .

او دالف او د :ر:په مینځ کښ چې کوم واو راغلی دې ته وایې دخیل

او روي څه ته وایي؟
روي په قافیه کښ هغه آخر توری دی
چي هغه داصلي کليمي څخه وې..

من حیث دمثال.لکه
بریا
ږړا
نڅا
ښکلا
لیلا
اشنا
وفا
په دې ټولو کښ الف روي دی ځکه دا داصلي کلیمي خخه دی

پای
درنښت;


دشعر د تعريف په اړه پوهان بېل بېل نظرونه لري هر يوه دخپل فکر مطابق تعريف کړی دئ که څه هم دهغه تعريفات دالفاظوله مخي بېل دي مګر مفهوم يې تقريباً سره نژدې دئ .

ځيني وايي : هغه ساده بيان چي احساسات ورسره ګډوي شعر بلل کيږي. ابن خلدون وايي: داسي کلمات چي موزون وي اوقافيه ولري اوپه اراده لیکل سوي وي هغه شعر بلل کيږي.

 

پوهاند صديق الله ریښتين وايي: شعر هغه وينا ده چي الفاظ يې ښکلي وي او ويونکی يې په فکر ، پوهه ، ذوق ، د زړه هيجان او د روح اغېزه سره ګډ کړي.


عبدالحمید مهمند وايي:



 

شعر نه دی دا خوناب دزخمي زړه دئ

يادستي وتلی دم له خولې دمړه دئ

يانغمه دنيم بسمل مارغه دخولې ده

يامجنون ته معماښکلې لیلا ده

يا دوينواباسين وهلی موج دئ

يا دښاره دحيرت وتلی فوج دئ

 

 

 

 

که موږ د حمید بابادغه بيتونه په دقت سره وګورونو وبه وينو چی حميد بابا په څومره ښائسته الفاظو اونادره تشبيهاتو سره شعر تعريف کړیدی کله يې دزخمي زړه خوناب بولي کله يې دهغه وروستنۍ ساه سره چي دصورت څخه په ډېر حسرت اوارمان وتلې وي تشبیه کوي اوکله يې نيم بسمل مارغه دخولې نغمه يا مجنون ته دليلا معما بولي اوکله يې دوينو داباسین سره پداسي حال کي چي څپې وهي اويا ديوعالم حيرت سره تشبيه کوي .

 

اې رحــــمانه د بلبلو ژبـــــــه زده کړه

پس له هغه په صفت دګل اندام سه

 

عبدالرحمان بابا د ستايونکي  شی  دستایني لپاره د بلبلو د ژبي زده کړه لازمي بولي .

 

شعر داسلام دمقدس دين دنظره

 

په مبارکو نبوي احاديثو کي دشعر په اړه بېلابېل ارشادات موجود دي:

 

عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ ذُكِرَ عِنْدَ رَسُولِ اللهِ  صلی الله علیه وسلم الشِّعْرُ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ  صلی الله علیه وسلم  هُوَ كَلاَمٌ فَحَسَنُهُ حَسَنٌ وَقَبِيحُهُ قَبِيحٌ (رواه دارقطني۵/۲۷۴)

 

ژباړه: حضرت عائشه رضي الله عنها وايي درسول الله صلی الله علیه وسلم  په مخ کي شعر ذکر سونورسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل شعر يو کلام دی نوښه شعر ښه کلام دی اوبدشعر بد کلام دئ .

 

نو هغه شعر چي دحراموشيانو لکه:شراب،موسيقي اونورو صفت اوستاينه پکښي سوې وي اويا لوڅ اوبربنډ الفاظ پکښي کارول سوي وي بد شعر دی او هغه شعر چي داسلام دمقدس دين ښيګڼي پکښي بیان سوي وي اودخپلی ټولني داصلاح په نيت ليکل سوي وي ښه شعر بلل کيږي .

 

 نودمؤمن شاعر شعر بايديو اصلاحي پيغام ولري اوخپل پيغام په ښائسته او رنګينوالفاظوبیان کړي ځکه لکه څومره چي په شعر کي يو ښه موضوع اړینه ده دغه رنګه دموضوع دبيان طرز هم مهم دی ولي چي ښه ويناډېره اغېزناکه وي لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

 

إن من الشعر لحكمة. رواه البخاري

ژباړه: بعضي شعر حکمت وي.

 

دغه رنګه په بل حديث شريف کښي فرمايي: (ان من البيان لسحرا) رواه البخاري 

ژباړه: ځيني بيان دسحر اثر لري.

 

دپورتنيو مبارکواحاديثو څخه څرګنده سوه چي ښه شعر حکمت وي يعني هغه شعر چي ښه موضوع اوپيغام ولري حکمت دی نودغه رنګه دغه دحکمت څخه ډکه وینا که په ښه اوښکلوالفاظووليکل سي نودسحرپه څېر اثر لري.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه

 

ورته ليکنې:


شکرتیرشو ها وخت!،

هرفرد له ښکلي تښتیدی خوشکرتیرشو هاوخت
اولس مو ډیر ډیر زوریدی خوشکرتیرشو هاوخت

دلته مېلي به سروکفارو زموژ په وېنو کول
تربور بي څنګه کي ګرزیدی خوشکرتیرشوهاوخت

سرنګوني وه یـــو له بل به بيګانه ګرزیدو
څوک به په چانه ګډیدی خوشکرتیرشوهاوخت

څومره بمبارڅومره چاپي څومره وحشت وخدایه
مسجدمحراب شهیدي دی خوشکرتیرشوهاوخت

چــــابه د زوی چابه د یارپرجنــــازه ږړله
دهرچازړه به دردیدی خوشکرتیرشوهاوخت

خوار زارعالم که پرممبر حقه خبره کول
بس به مجرم حسابیدی خوشکرتیرشوهاوخت

عبدالنافِع په ورز به لس واره شکرونه وکړي
که دې هغه وخت یاديدی خوشکرتیرشوهاوخت


.د العصر خپرندوی ادارې لخوا وړاندي کيژي
کسر..
حُب دې راته ډیر دی په والله چې ترهرچانبي
بعدله ذوالجلاله ته یې زما دزړه باچانبي

آواز:قاري عبدالاحد عمري
کلام: عبدالنافع وفـــــا
#العصرنشرياتې_اداره
https://t.me/alasar_medianet


دقاري مقدس اشنا زیبا او په زړه پوري غګ هم راسره واورﺉ


‏فایل صوتی از طرف عبدالنافِـعْ وفــــــا


غزل سمول

د پښتو غزل او رباعي څه نور فرق نه لري فقط په رباعي كي د پند او نصيحت خبري وي او غزل عشقي كلام وي، رباعي ورو ورو ويله كېږي او غزل چسته او تنده. د پښتو غزل له پنځو بيتو تر پنځلسو پوري وي او دپښتو په ټولو دېوانو كي غزلي زياته برخه لري او هغه ته عام شاعران كتابي غزل وايي. څنگه چې د غزلي مثالونه ډېر او هر چاته معلوم دي له مثاله يې صرف نظر وشو.


راشه پېنه مې کړه دخوږ زړګې ټپونه یاره
ودان به شم کمي ستـاوکړل دیدنونه یاره

درپسي مات یم دیوانه یمه نور څه ووایم
تاچي پر لار د جُدایې وکړه مزلونه یاره

د زړه فرهادمې ستاد دید تږي نیولی ګرانه
خپل ددیدارله اوبو ډک راوړه جامونه یاره

دڅوکلونوشاته ویر مې راتازه شې بیرته
چې ګورم دې مبایل کښ تصویرونه یاره

نن دې سنګرته لاړم ومې ږړل ومې ږړل
چي مې ترسترګوشوله ستا دپښو ردونه یاره

ای یاره داچې مسلسل دې ترمزاره درزم
نوکه درنشم نه تیریږي مې وختونه یاره

ددې دنیاپه ښائِستونوکښ ستارنګ نه وېنم
نه دې خندانه دې دخولي خواږه لفظونه یاره

پرتامې زړه د زړه د تاخه وو بایللی ګرانه
په ورزپِنځه ځله دې ګورم تصویرونه
یاره

دیدار دې نسته ترقیامته ښه پوهیږم په دې
نوترقیامت به مې پرزړه بل وې اورونه یاره

عبدالنافِع لکه په اور سيځلی بوټی یمه
ایري مې پاشي ستا دغم تندربادونه یاره


تللی دی🧒
تللي دي 🧒🧒
تللي دي🧒👩‍🦰
تللې ده👩‍🦰
تللې دي 👩‍🦰👩‍🦰

ژوندی 🧒
ژوندي🧒🧒
ژوندي 🧒👩‍🦰
ژوندۍ 👩‍🦰
ژوندۍ 👩‍🦰👩‍🦰

ډېر/زیات/لږ 🧒
ډېر/زیات/لږ 🧒🧒
ډېر/زیات/لږ🧒👩‍🦰
ډېره/زیاته/لږه 👩‍🦰
ډېرې/زیاتې/لږې👩‍🦰👩‍🦰

بریالی 🧒
بریالي 🧒🧒
بریالي 🧒👩‍🦰
بریالۍ 👩‍🦰
بریالۍ 👩‍🦰👩‍🦰

راغلی 🧒
راغلي 🧒🧒
راغلي 🧒👩‍🦰
راغلې 👩‍🦰
راغلې 👩‍🦰👩‍🦰

دی 🧒
دي 🧒🧒
دي 🧒👩‍🦰
ده 👩‍🦰
دي 👩‍🦰👩‍🦰

و 🧒
وو 🧒🧒
وو 🧒👩‍🦰
وه 👩‍🦰
وې 👩‍🦰👩‍🦰

ملګری 🧒
ملګري🧒🧒
ملګرې👩‍🦰
ملګرې👩‍🦰👩‍🦰

نوی 👨‍🦳
نوي 👨‍🦳👨‍🦳
نوي 👨‍🦳👩‍🦳
نوې 👩‍🦳
نوې 👩‍🦳👩‍🦳

احمد زه خفه کړم.
ما احمد خفه کړ. 👨‍🦳
احمد ته خفه کړې.
احمد هغه خفه کړه. 👩‍🦳
احمد موږ خفه کړو.
احمد تاسو خفه کړئ.
احمد هغه هلکان خغه کړل. 👨‍🦳👨‍🦳
احمد هغوی خفه کړل. 👨‍🦳👩‍🦳
احمد هغه نجونې خفه کړې. 👩‍🦳👩‍🦳


(پوښتنه)؟؟ تاسیس څه ته وایې

(جواب)!!
هر هغه ساکن الف چې د روي څه یوحرف مخکښ راغلی وې
یعني روي راغلی وې ، او دروي مخکښ بل حرف وې دهغه حرف مخکښ بیا الف راغلی وې
دې ته وایې تاسیس

من حیث دمثال;
بهادر;
سماور;
جناور;
دلاور;
ساحل;
جاهل;
ماهر;
او نور....
ــــــــــ په بهادرکښ :ر: روي دی ماقبل حرف :دال: دی اوماقبل حرف د دال چې الف راغلی ودغه الف ته تاسیس وایې.
(وسائرهم علي هذالقیاس)

خو مختصر داچې ګورﺉ د الف تاسیسه او د روي په منځ کښ یو حرف راغلی وې.

پای
درنښت:
👇👇👇👇
https://t.me/Vafasaheb


مدرسي ;

په میـــراث دې راته پاته د علـــومــو رسالي
عالِمان روزي د ګران امام اعظـــم پر طریقي

سدّ دعلَـــــم کنــــز د غټــو فُقــــها لله الحمد
چــــاته کم نلري شکر دغه زمـــوږه مدرسي

په مذهب ټول حنفي دې په مسلک د دیوبند
که هرڅوک یې مخالف وې ودېکړي مناظري

وهابیان اوسلفیان ټول بې دلیل دې ورته مات
ورنه تښتې میدان پريږدې نورې نلرې چاري

داسي نه چِ الله مکړې چِ نن وې سبابه نه
ترقیامت به جاري ساتو دا دعلم پلوشي

له قـــرنـــو قــــرنو تاریخ لري یادګار داولیاء
عبدالنافِع یه اوصافونه لیکمه څو میصري


(پوښتنه)؟؟ قید څه ته وایې

(جواب)!! هر هغه ساکن حرف چې تر روي مخکښ راسي لکن : واو: الف: ی; نه وسي

پام لرنه❗ مونږ خو وویل چې کله ;واو الف یا چې ساکنه وې تر روي مخکښ راسي هغه ته روي وایې. اما پرته تر:واو: الف: یا: چې بیاهر حرف ساکن چې بیا تر روي مخکښ راسې اود روي سره متصله وې هغه ته قید ویل کیږي ..
ـــــــــــــــــــــــــ
من حیث دمثال;
مرګ
فرق
جنګ
مالګه
لونګ
ــــــــــــــــــــــــــ
ووس په مرګ کښ (ګ)روې دی
د ګ ترمخه چې کم حرف چې هغه :ر: ده هغه ساکنه راغلي ده دې ته قید وايې..
(وسائرهم علی هذالقیاس)

خو اساتید، ادیبان بیا وايې چې په قیدکښ
اختلاف روا دی البته کچیری هم مخرجه وو او دغه قید بدلیږي

من حیث دمثال;
تجنیس:
او قمیص
اساس :
او قصاص
او نور....
ګورﺉ په یوه قافيه کښ س راغلی
په بلي قافیه کښ ص راغلی
د س او د ص مخرجونه سرله نېږدې دې

خوځيني ادیبان یې جائز بولي ځېني ادیبان یې قبیح; یعني بد بولي.

خو بهتره خبره داده چې رانسې یو شاعر خپل دشعر قافیې دارنګه نکړي

پای
درنښت;
https://t.me/Vafasaheb


بې مطلع غـــــــــزل

یو ستړی زړه ستړی نَفَس دی راته پاته
نـــورمې د یار سره هرڅه کډې تړلي

زه د یتیم نه په کــم نه یــمه مینـــــــــه
ماهم ښه ډیري ولې ولې اوښکې څڅولي

که مجــازي مینه هم دارنګــه وې پیره
نـــو انتــظــار دحقي مېنــې ډیر وږلي

خیرناشکـري دې دا ستــا نکیـــــږي یا ربه
ماخــوقیصی دخپل تقدیر ډیري شنلي

دغه حالات مې آخري کړه لویه خدایه
ځکـــه چې نــورمې لــه زغملــونه وتلي

له غټــو غټـــو مشکــلاتو سره مخ یم
عبدالنافِـــع د زړه تارو غوټي خــوړلي

..................پای ..................


(پوښتنه)؟؟ـــــــــــــــــــ. ردف څه ته وایې؟

(جواب)!!
هر هغه الف، یا واو، یا یې، چې تر روي مخکښي راسي او خپله ساکن وې او ماقبل حرکت یې دځان دجنسه وې دې ته ردف وایې

ــــــــــــــــــــ. دالف مثال: لکه (سیلاب)
دا ( ب) چې ده دا (روي) دی ترده مخکښي چې کم الف دی هغه ساکن راغلی دی او ماقبل حرف چې یه ( ب) دی دده دجنسه ده: دې وایې ردف!

ــــــــــــــــــــ. د واو مثال: لکه (دود) دا دپای(د) چې دی (روي) دی او دده مخکښي چې کم حرف (و) ده ساکنه راغلي ده اوما قبل یې د دغه (و) دجنسه دی

ــــــــــــــــــــ. د (ی) مثال یې لکه (دین) په دین کښې (ن) روي دی او د(ن)مخکښې چې (ی) ده هغه ساکنه راغلي او ماقبل حرف چې (ی) ده دځان دجنسه یه ده... دې ته وایې ردف
https://chat.whatsapp.com/CRYxEnwmdWX9Y3wkySCFkr


(پوښتنه)؟
دقافیې څو حروفه دې؟؟؟

(جواب)! دقافيې 9 حرفه دې

ــــــــــــــ(1) ردف..
ــــــــــــــ(2) قیـــد..
ــــــــــــــ(3) تأسیس..
ــــــــــــــ(4) دخیل..
ــــــــــــــ(5) روي ..
ــــــــــــــ(6) وصل..
ــــــــــــــ(7) خروج ..
ــــــــــــــ(8) مزید..
ــــــــــــــ(9) نایــر..


👇👇👇👇ــ
https://t.me/Vafasaheb
چینل تازه جوړ شوی ملګرو ملګرتیاته مو سترګې په لار یم


چاکونه دزړګې
...................
چاکــــونه دزړګې مې په بخیو باندې تړلي
لاســــونه مې دغم په زنځیرو باندې تړلي

غاښونه مې دصبر دزړګې پر ژبي پریږدل
وختونه مې نوربس په تیریدوباندې تړلي

تصمیم اواراده مې ده چې یادمې بالا نشي
ریښي مې د یادو په هیــــریدو باندې تړلي

له فکره مې نور ووزه دیاریاده نه دې غواړم
بي یاره مې دردونه حـــــوصِـلو باندې تړلي

دازه عبدالنافِع به لږ اوساشم که رب غوښتل
بې خوندې ورزي شپې مې ګزاروباندې تړلي


..........................💔
پر کــوګل مې دې پراته یــو څو دردونه
لکــه بیــا چې مې تــازه ســـــوله غمونه

زړه مې غواړې سوې چيغي یوڅه وکړم
چې خالي سې لږ د ستوني مې بغضونه

ځې و ډال تـــه د ســوچـــو یم اچـــولی
قفـــسه مې د زړه تنـــګه، کښــم آهــونه

داسې درد یو بد مرض دی جوړبه نسې
دا ډیـــر بد دی دا لـــرې زجرن خــویونه

مُستـــوعب یـم ســـرا ســر په دغه حـاله
رانه وشې بې اختـــیار نــور نــور چمونه

ګایې وخت شمه بي هــوشه ولــــويږمه
د بد خــــویـــه درد دې داسې تأثیــرونه

خــوار عـبدالنافِـع خـــو داسې یمـه پیره
را دې نشـــې بیــا په چـــا داسې حالونه


مجرم دمېنې💔
ـــــــــــــــــــــــ
په بدجِبار یم همیش زَجَرپه خپل ځان تېروم
ځه چې مې عمرپه بېلتون کې دجانان تېروم

ستونۍمِ څېري سوبېخي له ډېره بُغضه بُغضه
پر دغـــه زړه مې یــو بدرنګه امتحان تېروم

لاس او ورغـــوې یه د هجــرپه اورو نرمه وم
باور مو وسه نور ژوند دمرګ په ارمان تېروم

ای! سهــارمـاښام راته دردمنه مُجازات راکوې
وجودمې ډک له سرو تَغمو ماسکې زمان تېروم

زَ یه دمېنې په دادگاه کې چِ مجرم حساب شوم
له هغې ورزې آن تراوس رنځ اوخفګان تېروم

زړه مِ سينه کې دردېږي چاته څه نه ویم خو
خلګ وایې عبدالنافِــع وخت په اسان تېروم
.

Показано 20 последних публикаций.

122

подписчиков
Статистика канала