پاڼې
مور یې پر کټ پرته وه، ماشوم حیران حیران ور کتل.
ډاکتر غوږۍ له غوږو لرې کړې. اوږد اسوېلی یې وکېښ. ماشوم ته یې وویلې.
- مور دې ښایي تر مني ژوندۍ پاتې نه شي.
ماشوم خفه شو، په حیرانۍ یې وپوښتل:
- منی څه وخت دی؟
ډاکتر ځواب ورکړ:
- کله چې له ونو پاڼې تویې شي.
ماشوم په بېړه له روغتون نه ووت، کور ته له رسېدو سره سم یې په ستن کې تار واچوه، د ښار د ونو د پاڼو په ګنډلو یې پیل وکړ.
(تر ټولو پاکه او خوږه مینه د مور مینه ده!)