باران دغمونو وختونه په غم
په زړه می پراته دی دردونه په غم
حجره شوه یتیمه طالب یی شهید
نیم لوستی راپاتی کتابونه په غم
هجران دجانان می ژوندون کړبدل
وامی وښتل مازدیګرونه په غـــــم
ګلګون وه په سرووینو بدن دجانان
سینه کی می څړیکی اورونه په غم
څڅیدلی له ستړګومی اوښکی الله
قـطار قـطار جـوړ امـیلونه پـه غـم
ګوډرپه سلګودی خاموشه فضأ
رامات شول په ملأچینارونه په غم
شاعرکړم اثر زه دورک طالب جان
وقادملنګ لیکم شعرونه په غم
https://t.me/aabbeeddaa