ادبــــي نــــړۍ


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


د ټولو کتوونکو لوستونکو د شعر او شاعري له مینوالو لپاره نوموړی کانال ځانګړۍ شوی دی چې خپله آدبي تنده په آدبي شعرونو باندې خړوبه کړی او خوند ترې واخلۍ تر څو اسلامي احساسات مو په اسلامي زانګو کې په خوځښت شي
+93702745246
https://t.me/adabinari

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


"خدمت"

🌹دافغانستان اسلامی فوځ🌹

وو خادمیـــــن شوو خادمین یو خادمین دَملت
نصـرت د رب سبــــب یی موږ محافظین دَملت

له ډیـــــره وخته دی اولس ته دااقرار وو زموږ
په یـــــووارنه په څوڅوځله په باربار وو زموږ
اصـــــلی بچیان ددی وطن یوو ناظمین دَ ملت
نصرت د رب سـبـــب یی موږ محافظین دَملت

وو خادمین شــــوو خادمین یو خادمین دَملت
نصرت د رب ســــبب یی موږ محافظین دَملت

دسر په بیه مــــــــــــو راوړی دی قانون دقران
انشا إلله موږ یـــــو کامیاب پدی ازمون دقران
نافیظ وی به شریــــــــــعت دا نافیظین دَملت
نصـرت درب سـبــب یی موږ محافظین دَملت

ووخادمین شوو خــادمین یو خادمین دَمــلت
نصـرت د رب سبــب یی موږ محافظین دَملت

په قربانیو  دلته داسی خپـــــــــــلواکی راغلی
دژوند په بیه هر  مظلـــــــــوم ته آزادی راغلی
نورهـم ژوندی دی کړی دفاع مجاهدین دَملت
نصــرت درب سبب یی موږ محافیظین دَملت

وو خادمین شـــوو خادمین یو خادمین دَملت
نصـرت درب سبـــب یی موږ محافظین دملت

دنورحلیم په شاعــری کی داپیغام اولــس ته
دحــکیمزی وردگ له خوا دا اطمنان اولس ته
د خدای پـه زوربه  ختـــــموو مخالفین دَملت
نصـرت درب سبــب یی موږ محافظین دَملت

وو خادمـین شوو خادمین یو خادمین دَمـلت
نصــرت د رب سبب یی موږ محافظین دَملت

(نورحلیم حکیمزی وردگ)
@adabinari


بی غمه به وای

کاش چي مونږ هم ستا پشان تللي وای بی غمه به وای
د خدای له دین چي زاریدلي وای بی غمه به وای

نه مسؤلیت وای نه خیانت ستاسو له وینو سره
چي انقلاب کي ډرون وشتلي وای بی غمه به وای

څومره اعلی چانس شهادت له لاس ووتلو
چي د اعزاز برج ته ختلي وای بی غمه به وای

چي د سپيڅلي عقیدې سره غزا حالت کي
چي په سرو وینو لمبيدلي وای بی غمه به وای

لکه خلیل چي ده ازر په اور کي وغورځیدو
چي مونږ هم داسي اور سيځلي وای بی غمه به وای

احسانه کاش چي منظور شوي وای دسر سودامو
چي په لقا يی نازیدلي وای بی غمه به وای

احسان الله احسان
@adabinari


اخ ده جانان غمه

طالب ایوبی الهام
دً جـانان یاد دً جـانان غـمه بسته ستړی دی کړم
ای پـه ولاچــی یاره مـرمـه بسته ستړی دی کړم

دومـره ښـیری دومــره ازار ولی په سـه ټوله وی
وه مـنـه یـاره بــی قـسـمه بسته ستړی دی کړم

خوب او ارام دی رانه هیر کـړه بس ژړیږم مدام
ولی یـی ته دومـره بیغمه بسته ستړی دی کړم

رقیبه تادی خدای په اورکړی چی ایری پاته شی
زما اشـنا دی کی دوه چـمه بسته ستړی دی کړم

ستا یادګارو یم زه ایستلی اوس دً ژوند .دً حاله
زمـا وه ژونــد تـه جـهـنـمه بسته ستړی دی کړم

اوس ایوبی الهامه خورم دًخپل زړګی وینی می
واوره داسوکرښی په سمه بسته ستړی دی کړم

الهام آیوبې
@adabinari


دښتې د په امن دي او غرونه د په امن دي
کلي د په امن دي ښارونه د په امن دي

اوس پرې بمبارنه کیږي او اوس پرې بَمان نه اوري
پاکې مدرسې او جوماتونه د په امن دي

اوس پرې د مرمیو باران پاس له آسمان نه اوري
لارې د په امن دي کورونه د په امن دي

اوس د په زړګي کابل کې سپین بیرغ رپانده دی
اوس هغه د جنګ واړه ځایونه د په امن دي

اوس د په هوا ډرون اوپه ځمکه ټانګان نه ګرځي
ځمکه د په امن آسمانونه د په امن دي

سپینې فرښتې د امن ستا غیږته راغلې دي
وه ګرانه هیواده اولسونه د په امن دي

شکر کړم مخبت نور به بمبار اوچاپه نه وي پرې
نور ښکلی اختر ښکلي ودونه د په امن دي

مخبت وردک
@adabinari


🌹دبيلتون شپه ده🌹

دزړه پـر هــر مـــي پــه دوا کله جوړيږي ياره
دبيلتون شپه ده بـــيـــلــتـــا کله تيريږي ياره

ته خوله ستړي زندګئ نه اوس دمه شوي اشنا
زماپه سينه کـي ستاله غمه زړه خوګيږي ياره

جانانه ستاپه جدائئ مي زړه نه ويني څاڅي
ستا دفـراق لـمبـي مي زړه سخه تاويږي ياره

ساتمه زړه کـي ســتــا دميني مـحـبـت خبري
له مودو ورکه راشه هيس مي نه هريږي ياره

داستا غمو ګــډه راوړي زمــا دزړه بيابـان تـه
بس تل مــدام وي ميلمانه راتـه اوسيږي ياره

زه حافظ سنګري ستايادله ژونده ستړى کړمه
دهجر شپي دي پــــه مــا کـلـه صباکيږي ياره

حافظ سنګري
@adabinari


نعت شریف/ﷺ

و جهـــــان تــه د عــربــو مې در غــواړه
زنـــدګــې را بانــــدې ډیـــــــره غمېــدلې

چــې لیـــلامې د زړګې ستـــا و وصال ته
بيــخې ډیــــر پـــه انتــظـــار ده دریـدلې

دا هوس څه دی او د څه دی ځاردې سمه
د وصــــال مُـده چــې دومــره زنــډیـدلې

د فـــــراق پـــه جــهنــم کــې دې حبیـــبه
زمـــا د صبـــر او تحمــــل برخــه لـویدلې

نــور لـه هرڅـــه نا اُمید یـــم په عجم کې
خــو رســي مـې د اُمیــد نــه ده شکیدلې

ستــا اُمت عبدالــنافِـــع ســـتا و دیـدار تـه
د دنیــــا هــــره خطــــره پــــر زان منـــلې
عبدالنافع وفا
@adabinari


*غزل*

ته شوي خفه رانه په څه جانانه
نن راتـه وکــړه یي کیسه جانانه

زه خو په دي باندي پوه شوی نه یم
تــه خو مې زړه وې هـم لېمه جانانه

زړي خبري بــه کړو هیري سره
نور به له جنګه شو دمه جانانه

لاسونه دواړه سره یو به کړو نور
خبرې هـېـري کــړه راځــه جانانه

ياره ستا حسن څخه زار شمه نـو
ته مي یي زړه کي تل دیره جانانه

زړه مي تسل شي زه چي تا ووینم
*(عمر نوري)* تــه لکه زړه جانانه

عمر نوري

@adabinari


نعت شريف

چې څومره اوريدلي له اسمان لکه باران
درودونه سلامونه پر جانان لکه باران

نعري يي ده اومت اومت وهلي زنګدن کي
زاری يي ډيري کړي رب ته ګران لکه باران

الله ته يي کړي اوښکي توی بي حده بي شماره
پر مونږ باندې يي پروت دى لوى احسان لکه باران

د څومره لوړ صفاتو دى خاوند خيرالبشر مو
صفات يي بيخي ډير دي پر جهان لکه باران

امامْ النبــيا اول اخــير د مْرســليــنو
پري نه رسي د ښکلو ستر کاروان لکه باران

احسان يي اْمتي چې يمه دا سعادت بولم
په خوله او په زړه شکر د سبحان لکه باران

احسان الله احسان
@adabinari


نعت شريف

عجــــيبه کيف لري داســـتا حسن جــــــمال مـدني
خداي خو دي ماکــړي مشرف ستا په وصال مـدني

ســـــتا په وجود باندي عطرينه شـــوله ټــوله دنيا
بوي ده وږمـو دي راوړي هر خـــــواته شمال مدني

لمر او سپوږمۍ سر په تعظيم شوله داستا جمال ته
ته يــــې پوښـــلی هم په نــــور ده لايــــزال مدني

ده ښکلا مــــیره ښکـــلا ګانـــي درته ماتــي شولي
نسـته نړۍکـــــي ســــــتا ده حسن يومــثال مدني

چي ســـتا ده ميني مهر هرچا يـــې په زړه ټومبلی
په ښه خـــــويونو او اخلاقو يــــي سمـــبال مدني

پـر ترږمَـــيو ده رڼــاوو انــــګازې خـــــوري شـــوي
چـــــي پر تيارو شولي راســــتون لکه مشال مدني

هيله مي داده چـــــي يوځل درشمه ستا روضي ته
زه خــوار (حقمل) ســـتا وديدن ته يم لېوال مدني

محمدګل حقمل
@haqmal78


ده نور ډیوه ده

طالب ایوبی الهام
ربه ستا ده نور ډیــــــــوه ده
مـــــــدیـنه ده مــــــدیـنه ده
ده حبیب کــــور دی پکی هم
شنه روضه ده شنه روضه ده

ده خوبانو یو ښایـــــست دی
بـس هـــغه ده بـس هــغه ده
ده علـــی او عـــثمان کـوردی
هـــا ولاړه چــــی خــیمه ده

ده ریــښـتیـنـو عــاشــقـــانـو
مقــــــــبره ده مقــــــــبره ده
هلته لوړه پر غره چـی ویـنی
ده غازیانـــــــو هــــدیــره ده

خدایه ته مــــی نصیب وکړی
بس دا غه مـــــــی پیصله ده
زه عاشق یــم ده محبوب هم
بس ده ژوندمی ډیوه مړه ده

صـــــحابه په کـــی پـراته دی
هــامـــــکه ده هــامــــــکه ده
چـــی پراته څلـــور یاران دی
هاده ګلـــــــو ګلــــدســـته ده

ده جانان مــــدنــی عشق دی
چــــــی پــر مابـله لمــــبه ده
ایــــوبـــــی الــــهامه زړه ګی
مـــــی پــرته ده اخ پــرته ده

ایوبې الهام
@adabinari


نعتیه کلام

محمدﷺ یې او احمد یې
ته محمود یې ته نظیر یې
ته رحمت د کل عالم یې
ته نبي یې ته نظیر یې

دوست د ربُ العالمین یې
ته خاتم النبِین یې
نازولی د سبحان یې
اولین او آخرین یې
ته افضل د مُرسلانو
ته ډیرګران په رب متین یې

له عجم نه مو قبول کړه
لکه غرونه سلامونه
لکه کاڼي لکه بوټي
دومره دومره درودونه
په تا درود لري خوندونه
موږ ترې اخلو لذتونه

کلامونه د خواږه دي
ستا د ژوند کیسې خوږې دي
ډیر خوشبخته هغه څوک دي
چې درستون تر مدینې دي
چې څوک ستاکلیوال شوي
له نور ډکې یې څهرې دي

زموږ تر منځه فاصلې دي
زه عجم کې ته اعجاز کې
نور خو هیڅ نشم کولی
نوم د اخلم په آواز کې
سلامونه مې ورکړي
دي نسیم ته په پرواز کې

ای د کل عالم غمخواره
ای حبیبه ای رحمته
زه مین د یم په حُسن
ای د پاک الله نعمته
خوار مخبت درڅخه غواړم
شفاعت د په قیامته

مخبت وردک
@adabinari


ته پري پوه سه چې هغه سړی هوښیاردی
چــاچې زان او نَفْسْ ساتلی له بد کــار دی

مَین دا دی ای!!. مجنـون او فرهاد پریږده
چې په یبلـــو پښــو ازغـــو باندي ولاړ دی

آخـرت به ښـــائِسته د هــغــه شخـص وې
چاچې سر ایږدلی خدایﷻ لره په دار دی

نه دی ستړی چې دخدایﷻ په عباداتـــو
حشـــرګا کې دا ســړی د حبیبﷺیار دی

د زقــو مــو په عــذابـــو بـه اخــــته سې
چـاچې خدایﷻ له ربوَت کــړی انکار دی

که دخــدایﷻ په قدر تو نو ایمان دار وې
شر طــــلب نه دی عــاجـز دی بــې ازار دی

کـــه عبدالنافِـــع معصـــوم لـــه دنیـــا لاړې
نــو دې قـــبــر پــه ګُلـــونــو کې ګلــزار دی

عبدالنافع
@adabinari


ړنګ وجود

کتی نــه شــم آئینه کي زړه مي مات دی
اوښکي ساتمه لیمه کي زړه مي مات دی

د بیلتون ستني مي زړه باندي جګیږي
ځکه ژاړمه سجده کي زړه مي مات دی

دسهار ستوری یم غیږه داسمان کي
راختلی یـمه شـپه کي زړه مي مات دی

چي انـجام د تـورو ستـرګو ما لیدلی
بیمار پروت یمه کاله کي زړه مي مات دی

تش کالبوت یم حرکت کولی نه شم
ساه مِ ماته ده سینه کي زړه مي مات دی

درد مي څملوي دعشق په تودو شګو
درد نو درد دی یارانه کي زړه مي مات دی

ړنګ وجود وړمه په مینه ښکلي یار ته
شپون ورځمه تابوته کي زړه مي مات دی

حافظ شپون
@adabinari


ستا وښایست ته شم لوګی زما یوسفي جانانه
تـــورې دې زلفې غـــټې ستـرګې عقابي جانانه

پــــــر دنیا نه ګورم مثال یاره داستا د حسن
داستا ښکلا ته مې سلام دی له زړګي جانانه

سپیڅلې لار باندې روان یې ته د زړونو میره
مظلوم ملت تـه دې راوړې خوشحالي جانانه

ای! مـــیړنیه ننګیالیه ټــول جهان حیران شو
چــــې له سرزورو نـــه تــا وړه اتلولي جانانه

دیوسف وروره ستا ښایست باندې مینې ټولې
شــولې دا سپینې سپینې حـورې جنتي جانانه

"حقیاره"پاک رب ته داسوال کوه په هر لمانځه کې
چــــې شــــي قایــم نــــور امـارتی اسلامي جانانه

حقېار
@adabinari


(طالب ملنګه)

قربان دیشم له جنګه
زما طالب ملنګه
اوسیږې تورو غرو کې
اتل یې غنم رنګه

دشمن درنه بیریږی
ګزار نه دې تښتیږی
ستا له رُوب اوله هیبته
دوۍ واړه ټول لړزیـږی

همیش دې ده ګټلی
میدان دې ورنه وړی
دشمن دې خوارو زارکړو
په سر دې ده ویشتلی

اوسیږې سر درو کې
خاص ژوند کړې سنګروکې
د رب ددین لپاره
تل یې په هسکو غروکې

فاتح شوې طالب جانه
قربان دیشم جانانه
دشمن دې په ملامات کړو
یې ټول هیواد ته ګرانه

امام ته مقتدا یې
ته ژوند ته مو رڼا یې
اتله اتله قهرمانه
ته مـینه او وفا یې

اشعارو کې دې ستایم
په مینـه به تل وایم
شاعر سیف العثمانه
په تا باندې فدا یم

سیف العثمان
@adabinari


وطن

وطن ټول ګلوګلزار دی نوبهار دی
راختلی روڼ سهار دی نوبهار دی

فضاټوله اوس خوښیوده نیولي
دلته امن نن هرښار دی نوبهار دی

نور به وینې د زلمیو نه تویږي
نور وطن له جنګ قرار دی نوبهار دی

هاسرزوري لاړل ورک شول له وطنه
داځل سپین طالب پر لار دی نوبهار دی

هغه ړنګ چنارته ګوره چي نڅیږي
داسي خوښ هر مالیاردی نوبهار دی

داملت رانه راضي دی اي{میرویسه}
زمونږداسې خوږکردار دی نوبهار دی

{میرویس توحید یار}
@adabinari


جهانونو کډه وکړه

طالب ایوبی الهام
په کلی کی سوه امن بیاغمونوکډه وکړه
بلبل په چمن خورسو نفرتونو کډه وکړه

فزاسوًله بیاسمه اولس ټوله خوښ خوشال دی
هیواد کی سو بیاامن بمبارونوکډه وکړه

سپرلیه راشه دازل به دی ښکل کړم په ګلونو
رقیب اغیار دی لاړی خزانونو کډه وکړه

ده سپنو بـیرغو سـره راغلی طالبان دی
کابله کـنـدهـاره بیا مـرګونو کډه وکړه

ملالی دًمیوندټپی دی پورته کړه جهان ته
انګریزچنګیزخولاړی اوس یه ورونو کډه وکړه

تاریخ کی ایوبی الهامه بیاافغانستان سو
ده توری له غورزنګ یی جهانونو کډه وکړه

آیوبې الهام
@adabinari


🌹 مشر ته🌹

لري کړه له سنګه زما دورونو قاتيلين مشره
مه ګرزوه ځان سره لينجرکي خاينين مشره

هغه چـي پــرون يـې کشکوله په ټانګو پسي
تا ليدل کنه تنکي زلمي يـې کــړل اورو پسي
نيسي به ګرېوان نــه تا دهغو واريثين مشره

پام کړه په خوږو خبرو زړه ته درته تېر نشي
ګوره هغه ټـوک ټـوک شهدا درزنـي هېر نشي
لايې ده وطن کاڼي په وينو دي رنګين مشره

ويني دسپيسيلو فيدايانو چـي خيانت نکړي
هېري کوڼډي بوري موددي مظلوم ملت نکړي
ډيري قربانى زلموورکړي دي په دين مسشره

مورته په وړو وړو سلګو کـــي ژړيدئ پرون
هغه ده شهيد بابا قــاتــل مـــي وليدئ پرون
وانخلي ازار يـتـيـم پــوختنه ده اړين مشره

وايم حافظ سنګري چـي سمه يـې پالنه کړه
ده هـريـو شهيد ده يتيمانو هـم پوختنه کړه
ګوره حساب غواړي درنه رب العالمين مشره

حافظ سنګري
@adabinari


نن راغلۍ شــريعت زمــــا پـــه ويـــــنو
دا ســـپيڅلۍ امــارت زمـــا پــه ويــــنو

ســجده کــړه وه سـبحان ته د شکـــرانه
درنــه هــير نــشي دا زمـــا دزړه ارمـانه

پام چي ونه کړي خيانت زه ما په وينو
حـساب غـواړم پـه محشر به سره وينو

ځــان سـاتـه طالــب جـانـه تـل له شــره
در نـصـیب بـه کړي سبحان تا تـه ثــمره

پــه جــنت کـي شــوم نــګار د نــازنينـو
دعــــا وکـړه پـه کوثـر بـه يـو بـل وينـو

نن رفيګي سپـــين بيـرغ چي د اســلامه
ګرانه ســاتـــه دا سپيڅلی زموږ نـــظامه

ســـــلام مکـــړه تــه زه مــــا د قـاتلـینـو
ســر غــوڅ که تــه هميش د مشريکينو

اي نافـــظ آشــــنا نګار نه شوي د حورو
اوس ژړيــګه ولي نشوي سور په ويــنو

نافظ آشنا
@adabinari


جمعه مبارک اونعت شریف

بېګاه مې ښکل کړې د یو چا سترګې
جــوړې لــه میـــني او وفا ســترګې

له ښــــکلاګانو نظـــر نـــه پري لویده
په عشــــق مســــتوري د حـیا سترګې

عجـــیبه راز د نبـــون کــي پروت وو
زمــــا ده حبـــیب زمـــا د اقا سترګي

د زړه شيشه مــي په بېلــتون وه ماته
زمــا ورپســــې وې نا بیـــنا ستــــرګې

خـــوښ ځنځيرو او هــــتکړیو کې یم
کـه ووینــــــم بـــــیا د اشــــنا سترګې

محسن احسان یې دعشق څړیکونه ځار
ماتـه ژړا کـې کــــړي مــــســکا سترکې

محسن احسان

@adabinari

Показано 20 последних публикаций.

880

подписчиков
Статистика канала