غزل
یو ارمان مې وو له زړه راڅخه بیل شو
بس نوزړه مي وو له زړه راڅخه بیل شو
هغه ورځ هغه نیټه راغله رخصت شو
پر لار سم د بیلتانه راڅخه بیل شو
مجهز په تور ټوپک دوربین لیزر وو
لاړ د حورو تر کاله راڅخه بیل شو
خدایه بیابه یي دیدن چيرته کومه
هغه سترګي ها باڼه راڅخه بیل شو
د زړګي پر کور مي بلي سرې لمبې شوې
یار چي لاړ له ژوندانه راڅخه بیل شو
نور تر مونځ مو شو د هجر تور تور غرونه
د ګلرنګه یار کاته راڅخه بیل شو
مهاجر د سخت بیلتون د غشو ښکار شوم
یار مې ورک د عشق پر وره راڅخه بیل شو
https://t.me/AdabiTolana1
یو ارمان مې وو له زړه راڅخه بیل شو
بس نوزړه مي وو له زړه راڅخه بیل شو
هغه ورځ هغه نیټه راغله رخصت شو
پر لار سم د بیلتانه راڅخه بیل شو
مجهز په تور ټوپک دوربین لیزر وو
لاړ د حورو تر کاله راڅخه بیل شو
خدایه بیابه یي دیدن چيرته کومه
هغه سترګي ها باڼه راڅخه بیل شو
د زړګي پر کور مي بلي سرې لمبې شوې
یار چي لاړ له ژوندانه راڅخه بیل شو
نور تر مونځ مو شو د هجر تور تور غرونه
د ګلرنګه یار کاته راڅخه بیل شو
مهاجر د سخت بیلتون د غشو ښکار شوم
یار مې ورک د عشق پر وره راڅخه بیل شو
https://t.me/AdabiTolana1