غزل
پــروازونــه بیا د میـنې په حرم خوري
تور بورا د ګل له شونډو نه شبنم خوري
مسته مينه يـې عالم کي زمزمه شوه
خوند دُرخو واخیست دردونه به آدم خوري
دا څه راز دی د ساقي د لاس پیالې چي
مئینان په بســـم الله لکه زمـــزم خوري
اې لیـــلا د ازادۍ بلا دي واخلم
فکر مه کړه سرښندونکي به دي غم خوري
جدايې دي څومره سخته ده جانانه
آسمان څه چي ځمکه هم ورسره دم خوري
خپل اخلاص تر داسي حده رسولی
مدني دبیلتانه غشي محکم خوري
ملا ضیاءالرحمن مدني
https://t.me/AdabiTolana1
پــروازونــه بیا د میـنې په حرم خوري
تور بورا د ګل له شونډو نه شبنم خوري
مسته مينه يـې عالم کي زمزمه شوه
خوند دُرخو واخیست دردونه به آدم خوري
دا څه راز دی د ساقي د لاس پیالې چي
مئینان په بســـم الله لکه زمـــزم خوري
اې لیـــلا د ازادۍ بلا دي واخلم
فکر مه کړه سرښندونکي به دي غم خوري
جدايې دي څومره سخته ده جانانه
آسمان څه چي ځمکه هم ورسره دم خوري
خپل اخلاص تر داسي حده رسولی
مدني دبیلتانه غشي محکم خوري
ملا ضیاءالرحمن مدني
https://t.me/AdabiTolana1