امارتي ميډيا Emaratimedia


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


امارتي ميډيا مخکيني چينل له دوښمن لخوا بلاک سو په دي نوي چینل کي راسره ملګري سي
امارتي ميډيا ده افغانستان او نړي تازه خبرونه تاسوته پر واخت سره نشوري ان شاءالله

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
د خونړي انقلاب غمجنې کيسې اداره ېې وړاندي کوي

اِستشهادي اتلان!

(وروستۍ برخه)

غمجنه کيسه په ويډيو يي شِکل!

غـږ : عِنايت الله قــاسـمي!

راټولونکى : احمـدالله وفـا!

زه عبدالحلیم یم. ستاسو ورور: زه لاړم، ما مه هېروئ! دعاوې راپسې کوئ! بخشش راته کوئ! زما نازولي ملګري نازوئ!
نور تل د خدای پامان
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
د ۱۴۴۲ کال د ربیع الاول د میاشتې اوم ماخوستن، د شپې ۱۰:۱۶
عبدالحلیم...

#نوټ د خپلو ملګرو خاطرې کارنامې مو راولیږئ، چې زه یې په ترتیب سره نشر کړم، او کتاب ته ېې ورکړم دا به مو له خپلو ملګرو سره وفا او د هغو اتلانو کارنامې له ورکېدو وژغورئ.

پاى!
#امارتي_ميډيا_ټلګرام_چينل👇
https://t.me/ADBUH


🔺روسیه فروش موشک فضایی به آمریکا را متوقف کرد

آژانس فضایی روسیه:
🔹فروش موتورهای موشک‌های فضایی به آمریکا و همچنین همکاری در ایستگاه فضانوردی بین‌المللی متوقف می‌شود.

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


#خبر
‏روسي ځواکونو د اوکراین په سویل کې خېرسون ښار تر خپلې ولکې لاندې راوستی پر کییف د مسکو له یرغل راهیسې دا لومړنی مهم ښار دی چې روسي پوځیانو ترلاسه کړی دی

#خبر
‏نیروهای روسی در جنوب اوکراین کنترول شهر خرسون را به دست گرفتند بعد از حمله مسکو بر کییف این نخستین شهر بزرگ است که نیروهای روسی بر آن تسلط می‌یابند

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


‌‎#خبر
کابل ته د روسیې د مختلفو وزارتونو یو پلاوى را رسېدلی
یاد پلاوی به د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو سره له کتنې وروسته د کابل د هوایي ډګر وضعیت هم له نږدې وګوري،
د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا لومړنى لوړپوړى روسي پلاوى دى، چې افغانستان ته سفر کوي


#تازه:

له اوکراین وروسته څلور روسیې الوتکو د سویډن هوایي حریم نقض کړی او د بالټک سمندر اړوند ګوټ ټاپو ته داخلې شوي، په ځواب کې یې د سویډن جنګي الوتکې د روسیې جنګي الوتکې له خپل حریم څخه اېستلي دي

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


‏د امریکا د کانګرس دوو غړو اعلان کړی دی چې هېواد یې اوکراین ته ۲۰۰ د الوتکې ضد سټینګر توغندي استولي دي. د کانګرس دغو غړو د خپلو نومونو له اخیستو پرته ویلي چې امریکا اوکراین ته د ملاتړ ژمنه ورکړې ده او د یادې ژمنې د پوره کولو په موخه یې له دغه هېواد سره د ۲۰۰ سټینګر استولي دي

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


‏د روسي عسکرو له لوري د خرسون ښار تر نیولو وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ادعا کړې چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه پورې شاوخوا نهه زره روسي سرتېري وژل شوي دي.هغه زیاته کړې چې له تېرې شپې راهیسې د روسانو پر وړاندې د اوکرایني مقاومت جګړه په پوره شدت روانه ده

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


‏د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ډول د ماتې خوړونکو و. هغه زیاته کړې ده چې بایډن د افغانستان د بحران مدیریت کې پاتې راغی او په لوی لاس یې نړۍ ته وښوده چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


‏امریکا یو ځل بیا له روسیې غوښتي چې په اوکراین کې وینه تویېدنه او جګړه ودروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې روسیه باید ژر تر ژره له اوکراین خپل سرتېري وباسي او خونړیو جګړو ته دې د پای ټکی کېږدي

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


‏چین له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغانستان بندیزونه ختم کړي. د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي د خپلو خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې وضعیت له اقتصادي پلوه ترینګلی دی او مسوولیت یې هم پر امریکا او متحدینو دی

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


روسي ځواکونو د اوکرایین مهم ښار کنټرول ترلاسه کړ

د اوکرایین سویل کې د ساحلي ښار خیرسون ښاروال وايي، روسي ځواکونو د دې ښار ولکه تر لاسه کړې

ده یوه اونۍ مخکې چې روسي پوځیان اوکرایین ته ننوتل پر خیرسون یې سخت ګوزارونه پیل کړل او دا لومړنی لوی ښار دی چې د روسي ځواکونو ولکې ته ورغی

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني تېره ورځ د اروپايي ټولنې له اجرایوي رییس مایکل کیټنګ سره د افغانستان او اروپا ترمنځ د اړیکو په پراختیا او اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي، په دې لیدنه کې د اروپايي ټولنې استازي ویلي، چې د راتلو هدف یې نړیوالو ته د افغانستان ښه او حقیقي انځور وړاندې کول دي، نوموړي زیاته کړې، د افغانستان په نږدې تېر تاریخ کې یوازې د ا.ا دور دی، چې هیڅ ډول بهرنۍ مداخلې پکې نشته او افغانان دې له لاسته راغلي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل راتلونکی روښانه کړي.

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


ملا برادر پانګوالو ته: راشئ خپل هېواد کې پانګونه وکړئ، د امنیت ضمانت مو کوو
د ریاست‌الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د افغانستان خصوصي سکتور ملي کنفرانس کې له بهر مېشتو افغان پانګوالو غوښتي، چې هېواد ته راستانه او همدلته پانګونه وکړي، د امنیت ضمانت یې کوو.
نومړي زیاته کړې چې ورځ تر بلې د نړیوالو بندیزونه کمېږي او هڅې روانې دي چې اقتصادي وضعیت نور هم ښه شي. دغه راز افغانستان کې سوله راغلې، امنیت تامین شوی، نجونې او هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي؛ افغانان او پانګه‌وال ولې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي؟ دوی دې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، همدلته یې قدر او عزت ډېر دی.

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


ډیبورا لاینز د ملګرو ملتونو سازمان په غونډه کې: له افغان حکومت سره تعامل اړین دی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې ډیبورا لاینز تېر ماښام د دغه سازمان په یوه غونډه کې د افغان حکومت کړنلاره ستایلې او اغیزناکه یې ګڼلې ده. نوموړې له افغان حکومت سره تعامل اړین بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا تعامل که د ځينو لپاره ستونزمن هم وي، خو اړین دی.

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


ملا عبدالغني برادر: هېوادوال باید د چاڼیزو عملیاتو ستاینه وکړي
د رییس‌الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د خصوصي سکټور په ملي کنفرانس کې وايي، چې کور په کور تلاشي او چاڼیز عملیات د هېوادوالو د امن په موخه پیل شوي او هېوادوال باید په دې برخه کې د ا.ا ستاینه وکړي.

🌐🤝
https://t.me/ADBUH


د همدې صوتي لړۍ ( ۶۳ ) خپرونه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
👈 د صلاح الدین ایوبـﻱ رح ستر پیغام رسېدل کرک ته د هغه پیغام تفصیل او ټول امت ته یې تنبیهات.

👈 د اسلام ماضـﻱ او د اوسنیو چټمیسنو اړوند لنډه تبصره.

👈 د مجاهد ، زړور ، چریکـﻱ مجاهد او صلیبۍ ډینـﻱ الیکزانډر روابط او د مینـﻱ کیسه...

👈 د صلاح الدین ایوبـﻱ او ذاهدان له پندونو څخه ډکې خبرﻱ اترې او سپارښتنې.

👈 په کرک کې د مظلومو مسلمانانو بد حالات او د افاق دوه خویندو بندﻱ کېدل له صلیبیانو سره.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
▪راټولونه ثبت او ترتیب ډاکټر سیف الله خالد صاحب

#امارتي_ميډيا_ټلګرام_چينل👇
https://t.me/ADBUH


نبوي سیرت (۶۳ برخه)📚
مولوي عنایت الله علمي صاحب

🕋 کعبې ته د اسلامي لښکر داخلیدل
▪️د ابوسفیان بیره او عجیبه تسلیمي
▪️د قریشو وارخطایي او د ځينو کسانو جنګ
▪️د نبي ﷺ حیرانونکی منظم لښکر!
▪️د قریشو ۱۳ کاله ظلم او د نبيﷺ تاریخي عفوه
🕋په کعبه شریفه کي د ۲۸ کسانو قتل

حیرانونکي درسونه او عبرتونه

#امارتي_ميډيا_ټلګرام_چينل👇
https://t.me/ADBUH


امنیتي ځواکونو ته په خپله غوښه د وسلو او دولتي اجناسو د سپارلو په اړه دافغانستان د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

له تیرو څو ورځو را هیسي، د افغانستان اسلامي امارت درې ګونو امنیتي ارګانونو په ګډه د هیوادوالو د امنیت او د غلو، اختطافګرو او شریرو عناصرو د فعالیتونو د مخنیوي په موخه  په کابل او نېږدې ولایتونو کې تصفیوي عملیات پيل کړي، چې لله الحمد تر دې دمه خورا ښه او ملموس نتائج له ځان سره لري، سلګونه میله سپکه او درنه وسله، لسګونه عرادې دولتي موټر، مهمات او ګڼ نورغیر قانوني توکي د ځواکونو لاس ته ورغلي او یو شمیر شریرعناصر، چې په اختطاف او نورو جرمونو کې لتاړدي، نیول شوي دي.

د دې له پاره چې د تصفیوي عملیاتو دغه جریان ډیر اوږد نشي؛ نو بناء اسلامي امارت له ټولو هغو هیوادوالو، چې وسلې، دولتي وسائط او غیر قانوني توکي له ځان سره لري او یا د غلو او اختطافګرو په اړه معلومات ولري غوښتنه کوي، مخکې له دې چې د تلاشۍ ګروپونه ورته ورسیږي، دوی دې په خپله خوښه یادې وسلې او دولتی شتمنۍ ځواکونو ته وسپاري او په دې برخه کې دې د اسلامي امارت له ځواکونو سره همکاري وکړي.

که ګران هیواد وال په دې برخه کې همکاري وکړي؛ نو د تلاشۍ عملیات به هم په لنډ وخت کې پای ته ورسیږي، په لارو کې د تالاشئ او نورو هڅو ضرورت به نه وي او وضعیت به په ډاډمن شکل بیرته عادي شي.

اسلامي امارت غواړي چې په هیواد کې بشپړ امنیت تامین وي او د هیچا سر، مال، عزت او حقوقو ته تهدید متوجه نه وي.

د اسلامي امارت ویندوی ذبیح الله مجاهد
۱۴۴۳/۷/۲۹هـ ق
۱۴۰۰/۱۲/۱۲هـ ش ـ 2022/3/3م




Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram
‏نړیوال بانک پرون د افغانستان له یو میلیارډ ډالرو د ډېرو کنګل شویو شتمنیو لېږد امانت صندوق ته ومنل.

#امارتي_ميډيا_ټلګرام_چينل
🌐🤝
https://t.me/ADBUH

Показано 20 последних публикаций.

6 957

подписчиков
Статистика канала