مهاجر احمد ساپي


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


لکه چې بیا د احمد نــوم رسموې
په کتابچه چې ږدې قلمه شونډې
دلته راسره ملګري شئ!
https://t.me/aHMad_sAfi2

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: شاعرثقیف سادات
https://vt.tiktok.com/ZSYfbhUF8/


حتمن یی وګوری عاشقانو
Visit TikTok to discover videos!
Watch, follow, and discover more trending content.


Репост из: هوډ!
د واتساب له نشراتو هم خوند واخلئ
•➴➴➴➴➴➴➴➴➴➴➴➴➴➴➴•
https://whatsapp.com/channel/0029Vaeag624dTnNH9tauD1k



له یو ساعت مخکې لیست مه حذفوۍ
@RAwaha_End_zauQ
@RAwaha_End_zauQ

●●●●●●●●●●●●●●●


⫷بِسم اللٰه الࢪحمٰن الࢪحیم⫸

آیا تاسې خپل اتلان پیژنۍ؟
غربیانو مسلمانو ملتونو ته د حقیقي قیادتونو او قهرمانانو پر ځای ډمان، سندرغاړي، لوبغاړي ګډاګر، کریکټیان او د فلمونو ممثلین د قهرمانانو په حیث ورمعرفي کړل.
راځۍ خپل حقیقي اتلان وپیژنو ژوند لیکونه یې مطالعه کړو خپله پرې عمل وکړو او نسلونه پرې ورزو!

دلته هم حتما راشۍ👇
https://whatsapp.com/channel/0029Vaeag624dTnNH9tauD1k
https://whatsapp.com/channel/0029Vaeag624dTnNH9tauD1k


🥹

"په کیسو پسې دې بل رقم خفه یم"
"ورک لالیه نن مې بل رقم یادېږې"

@aHMad_sAfi2


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! 🤍


لوی اختر مو مبارک شه!
د لوی اختر په را رسېدو سره ټول   مسلمان امت ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کوم.
الله تعالٰی مو عبادات، طاعات او قربانۍ په خپل دربار عالیه کې قبول او منظور کړه.
@aHMad_sAfi2


زۀ او زړۀ🤍
ــــــــــــــــــ

غشی لمر او وچه خولۀ، میرات مزل
تا پسې مې کړی دی، ډېر زیات مزل

ستا پۀ یادښت! هر قدم او ساه ثواب
داسې لکه اوږد تر یو جومات مزل

دواړه ننګرهار! او پېښور سره
یؤ دی لۀ کنړ څخه تر سوات مزل

دا پۀ کږلیچونو ستنه، ستنه لار
وو پۀ ماتو ماتو لارو، مات مزل

ستا د سترګو امر راته شوی و
ځان ته مې پخپله کړ سؤغات مزل

چوپ د رقیبانو پۀ کوڅه تېر شه
وه احمده کانده پۀ احتیاط مزل

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي

@aHMad_sAfi2


مروره خاوره🤍
ــــــــــــــــــــــ

راپسې ځانګي مې ګرېوان، سېلۍ ده
ګډې شوې اوښکې او باران، سیلۍ ده

ټیکری دې کلک تاؤ کړه لۀ ځان سیلۍ ده
حالات بې خونده دي قربان سیلۍ ده

سترګې مې ډکې کړې طوفان سیلۍ ده
پۀ سترګو نۀ وینم جانان سیلۍ ده

سترګې دې غواړي کلک ایمان سیلۍ ده
کمڅۍ کړه تور خوارۀ زلفان سیلۍ ده

مات یې نیالګي کړل پۀ تاوان سیلۍ ده
کرلی نۀ شمه ګـــــــــــــــلان سیلۍ ده

بیا مې پۀ زړۀ کې د ارمان سیلۍ ده
جانانه! بیا شه را روان سیلۍ ده

احمد چاپېره لۀ جهان سیلۍ ده
هم پۀ غریب ده،  هم پۀ خان سیلۍ ده
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي

@aHMad_sAfi2


د عقل وجود 🤍
ـــــــــــــــــــــ

تۀ! مې ساه یې زۀ وجود یمه، موجود یم
ښاد د مینې پۀ سُرود یمه،  موجود یم

پښتانۀ! لۀ پرمختګ څخه وباسم
پۀ نامه د راج او دود یمه، موجود یم

زۀ د عقل د قیاس پۀ عریضه کې
پۀ یؤ بل شکل موجود یمه، موجود یم

زۀ د دې دور موسٰی! یمه فرعونه
مخالف د هر نمرود یمه، موجود یم

د لا ډېرو مشکلاتو لۀ امله
پۀ ځانګړي طنز محدود یمه، موجود یم

مینوال دې یمه خوږ افغانستانه!
ستا د غرونو زمرود یمه، موجود یم

ستا احمد ستا پۀ خوږو سترګو وفات یم
خو حیات ستا پۀ درود یمه، موجود یم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي

@aHMad_sAfi2


شوخي او بیتونه! 🤍
ــــــــــــــــــــــــــــــ

غزل هم یؤ انډیوال دی
ټپه هم ښکلې جینۍ ده
شاعري! هم یوه ځان ته
د خیالونو کورنۍ ده

دا کړۍ اولنۍ ده
پۀ حساس لباس کې تاؤ ده
پۀ څېړنه کې سهي ده
خو پۀ شکل لېونۍ ده

میخانه زما خانه ده
دا ساقي زما دښمن دی
دا جامونه ثوابونه
دا نیکي اولنۍ ده

د وادۀ د مراسمو
منډې ترړې هلې زلې
مجرده مجاهده
ورځ پخیر دې نننۍ ده

وظیفه ده معجزه ده
انډیوال دی، ولسوال دی
میسجونه یې ځنډېږي
پۀ ځواب کې یې اونۍ ده

غریبي ده مجبوري ده
ضرورت دی، زړۀ خفه دی
د احمد مشکل اسان دی
د احمد هیله کوچنۍ ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي

@aHMad_sAfi2


امکانات! 🤍
ــــــــــــــــ

هیچاته به ورنکړمه نور لاس
درد راته راکړی دی د ورور لاس

چیغې کړم حواس مې بې اختیاره شي
کېکاږي په زخم مې په زور لاس

سیوري د کعبې ته بیا ویده یمه
کله چې ښکل کړی مې د مور لاس

هیڅ به ضرورت پټۍ ته رانشي
تۀ! مې په زخمونو ږده ټکور لاس

بیا یې عرش په سر باندې اخیستی دی
بیا یې پسې ونیول نسکور لاس

خوار احمد ته تشې لپې ډکې کړه
تاته یې نیولي څه په سور لاس
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي


@aHMad_sAfi2


له زحمت مو نړۍ مننه

د ژوندانۀ رسۍ مې وسېځله
ستا پۀ نامه کوپړۍ مې وسېځله

ډیکلومه: احمـد بیګزاد
شاعر: مهاجر احمد ساپي


@aHMad_sAfi2


په خوند مړ! 🤍
ــــــــــــــــــــ

څومره بې حاله او بې خونده مړ یم
والله له تانه وروسته ژونده مړ یم

ته خو بې غمه شولې یوځل مړ شوې
زه ستا په مرګ باندې څو چنده مړ یم

دا ستا د یاد په اوښکو ډنډ ولاړ وم
خو په ژړا ژړا خاونده مړ یم

ما یې د خولې اوبو ته خولۀ ونېوه
د سمندر څنګ ته په تنده مړ یم

زما د وینو رنګ د حق شیدا دی
پخپل وطن، پخپله دنده مړ یم

احمد د دې خاورې مقتول سړی یم
راسره وژاړه میونده مړ یم
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي

@aHMad_sAfi2


رد او جهالت! 🤍
ــــــــــــــــــــــ

له جهالت څخه پوښتنه کؤم
اوس سهولت دی، اوس رد ولې کوئ؟

زما مورجانه! همدا اوس ویده شوه
خیر دی خبرې لږې غلې کوئ

د هیچا زړۀ له ژونده مه توروئ
ورته خبرې ښکلې ښکلې کوئ

د یار! د سترګو ملاقات به وشي
خو تاسو! تم نۀ شئ، مزلې کوئ

چاته ترخۀ په نفرت مۀ غږېږئ
د محبت اواز ته بلې کوئ

احمد به بیا په ګؤړه زهر وخوري
دا چې خبرې د بلبلې کوئ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي

@aHMad_sAfi2


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

زما لخوا ټولو لوستونکو! ته د زړۀ له کومې د کوچني اختر مبارکي وایم پاک څښتن! مو عبادات، روژې، تراویح، لمونځونه، صدقې په عالي دربار کې قبول وګرځوه!

په درنښت "م احمد سـ"🤍


انډیوالي! 🤍
ـــــــــــــــ

سم بې زړۀ سره ودرېږو
لکه غلۀ سره ودرېږو

یارانه مو خطري ده
ډېر به نۀ سره ودرېږو

یؤ به تۀ! شې، بل به زۀ شم
بارانۀ سره ودرېږو

چې پۀ چا باندې مئین یو
لۀ هغۀ سره ودرېږو

پنجابی به لږ خفه کړو
پښتانۀ سره ودرېږو

زمونږ نیت ورته د ورور وي
چې واړۀ سره ودرېږو

د ښار خلک مو خوښ نۀ دي
لۀ شپانۀ سره ودرېږو

د وصال ووټونه کم دي
بېلتانۀ سره ودرېږو

دا وعده کوو احمده
چې پاخۀ سره ودرېږو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي

@aHMad_sAfi2


ډیکلومه

یارانه مو خطري ده
ډېر به نۀ سره ودرېږو

غږ/ محترم حيدري
شاعر! محترم أحمد ساپي


@aHMad_sAfi2


مثبت! 🤍
ــــــــــــ

لکه لوګی نرۍ نرۍ نڅېده
آغلې! څومره پۀ خوارۍ نڅېده

پۀ هزار وار حورو یې نۀ ورکوم
د جنتو پۀ مزدورۍ نڅېده

د جومات ورۀ ته مې تندی ټکر شو
زما پۀ خیال کې ښاپېرۍ نڅېده

د دې حرام بحث حلال ځواب یم
که د پوښتنو پۀ مصرۍ نڅېده

څۀ د زړې ډمې پۀ څېر ستړې وه
زندګي څۀ پۀ سوال زارۍ نڅېده

د خپل د زړۀ د خوشالۍ لپاره
څۀ پۀ سړه مسافرۍ نڅېده

انګار د شونډو، غشي غشي باڼۀ
احمده! ستا پۀ شاعرۍ نڅېده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي

@aHMad_sAfi2


پخوانۍ ډیکلومه!

کله موسکا په شونډو
کله خندا په شونډو
کله مې سترګې لمدې
کله ژړا په شونډو

ډیکلومه: محسن احسان
شعر: مهاجر احمد ساپي


@aHMad_sAfi2




یاداشات! 🤍
ــــــــــــــــــ

پۀ سر مې درد و
پۀ څنګل پروت وم
آذان شروع و
آسمان ته ځیر وم

تۀ! یادېدې مې
حالات مې بد و
زړۀ مې خراب و
شپه رانږدې وه

لږ څۀ بیمار وم
پۀ خولۀ خاموش وم
پۀ زړۀ دننه
پۀ چیغو سر وم

زما پۀ خیال کې
یوازې تۀ! وې
لتانه پرته
نور هرڅۀ هېر وو

دا څۀ چې اورې
غزل ته ناست وم
همدا مې لیک و
همدا مې حال و

بیخي ریښتیا و
ستا احمد ستا و
نن کۀ سبا و
ستا احمد ستا و
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر احمد ساپي

@aHMad_sAfi2

Показано 20 последних публикаций.

2 416

подписчиков
Статистика канала