د سترګو توره!
ستا د سترګو انځور په جوړولو می زړه شین شي. داسی چی ته به وایی خدای د جنتونو زیری او د نړی واکمني راکړه.
ما دی سترګو ته په زیر نه دی کتلی خو کله چی ستا د سترګو ښکلا ته سوچ کوم، تیارو کی راته ړنا ښکاری. د سترګو د انځور په جوړولو کی څوک راته غږ کوی: "آرین جانه!"
شین شم په مسکا!
زما په واک کی نه وي. داسی ښکاری چی زما واک ستا د خیالونو په لاس ورغلی. که ښاد یم ستا بیلتوب می غمجنوی او که غجمن یم ستا سوچونه می له تیارو باسی.
هرکله به می ویل چی واک به می ځان سره وي او احساساتو ته به دا اجازه نه ورکوم چی ما سره لوبه جوړه کری خو داسی ښکاری چی کله به د احساساتو لوبه منم او کله به د عقل فرمان اجرا کوم. د ژوند ښکلی ساتلو لپاره باید د احساساتو او عقل ترمنځ برابری وکړو که نه ښادي به له منځه ولاړ شی.
ژمی راورسید او ستا خیالونه می د زړه ګرمی ده. خدای مه کړه که چیری ته نه وی، دا ژمی به زما د زړه د کنګل کیدو پیل وو. ستا په خیالونو ورځ تیروم. ته می زړه کی د پسرلی په شان یی؛ په سړه هوا کی تودی خبری، د ژړغونو سترګو سره خوږه مسکا او په تیارو کی روښنایی...
ته ما له په سوړ ژمی کی پسرلي په شان یی. زما د سترګو تور یی؛ کوچنی او زړه راښکونکی!
👀🖤🕊
#آرین_ذهین