غزل
نه د خلکو یو نه خپل یو نه پردي یو
مونږ له ځانه ورکه ځانونو کې بندي یو
رڼاګانې مو په ځان حرامې کړي
پښتانه څه د ماښام شوپرکي یو
ستا دنیا د یکشنبي د شپې ډیسکو ده
خدایه مونږه اوازونه د ګونګي یو
ته جنت غواړې ته حورې غواړې غواړه
ملا جانه مونږه مړه په یو سړي یو
دا هم ډیره ده چې ستا د لمن داغ یو
دا هم ډیره ده چې رنګ د پسرلي یو
🖤
نه د خلکو یو نه خپل یو نه پردي یو
مونږ له ځانه ورکه ځانونو کې بندي یو
رڼاګانې مو په ځان حرامې کړي
پښتانه څه د ماښام شوپرکي یو
ستا دنیا د یکشنبي د شپې ډیسکو ده
خدایه مونږه اوازونه د ګونګي یو
ته جنت غواړې ته حورې غواړې غواړه
ملا جانه مونږه مړه په یو سړي یو
دا هم ډیره ده چې ستا د لمن داغ یو
دا هم ډیره ده چې رنګ د پسرلي یو
🖤