د اسرائیلي فوځ دا زنګون د مريم عساف په نوم د یوې فلسطینۍ مېرمنې پر څټ نه بلکې د ۵۵ اسلامي هېوادونو د واکمنانو پر عزت او غیرت ګوزار دی، نن که په ټولې اسلامي نړۍ کې يو ضمیر هم ژوندی وي، نو هغه به خامخا د دې زنګون زور پر خپل څټ محسوسويپر ځمکه د مریم عساف دا غورځېدلی څپټې نن د مسلمانانو پر ذلت او بې زړه توب ښکاره دلیل دی د سړک پر سر او پر خپله ځمکه د نوموړې دا ډول بې پردې کول د اسلام د مبارک دین د یو ستر حکم (حجاب) ښکاره بې حرمتي ده که نن همداسې یو مسلمان له یوې غیرې مسلمې انجلۍ سره کړی وای، نو ټولې نړۍ او حتی سیکولر مسلمانانو به هم دا کار غندلی وی او د بشریت ضد جنایت به یې بللی وای په الله درته قسم کوم، چې لوېديځ مسلمانانو ته د بشر په سترګه نه ګوري او نه یې هم د بشري حقوقو حقداران ګڼي اه اه .... د اسلامي امت پر دې حال...
ليکنه : حافظ حقاني
ليکنه : حافظ حقاني