Репост из: دانش ملنګ
نن به یم سبابه نه یم
هم سفر دبېلتانه یم
درنه ځم د ابد کور ته
دیوڅو ورځو مېلمه یم
څو شیبې راسره کېنه
څو شیبې مې دیدن وکړه
څو شیبې مې کرار غلی
دناز غېږه کې ویده کړه
خو سبابه ددې تورو
خاورو غېږه کې ویده یم
نه به اوښکې تویوې ته
نه به زړۀ راپسې خورې ته
زۀ به ستا په دعا خوښ یم
راته مه نیسه روژې ته
منم زړۀ ته در نیږدې یم
منم ستا دزړۀ ټوټه یم
په عقبیٰ به سره وینو
خامخا به سره وینو
چې ناهیلې نشې یاره
یوځل بیا به سره وینو
له ما ښکلې ځوانۍ لاړې
داسې نده چې یو زۀ یم
نه مې زړۀ دنیا کې تنګ دی
نه دنیا راپورې تنګه
بس د مینې تقاضا ده
کړه دعاء دانش ملنګه
نه خطایم نه ساده یم
بس درب په عشق نشه یم
هم سفر دبېلتانه یم
درنه ځم د ابد کور ته
دیوڅو ورځو مېلمه یم
څو شیبې راسره کېنه
څو شیبې مې دیدن وکړه
څو شیبې مې کرار غلی
دناز غېږه کې ویده کړه
خو سبابه ددې تورو
خاورو غېږه کې ویده یم
نه به اوښکې تویوې ته
نه به زړۀ راپسې خورې ته
زۀ به ستا په دعا خوښ یم
راته مه نیسه روژې ته
منم زړۀ ته در نیږدې یم
منم ستا دزړۀ ټوټه یم
په عقبیٰ به سره وینو
خامخا به سره وینو
چې ناهیلې نشې یاره
یوځل بیا به سره وینو
له ما ښکلې ځوانۍ لاړې
داسې نده چې یو زۀ یم
نه مې زړۀ دنیا کې تنګ دی
نه دنیا راپورې تنګه
بس د مینې تقاضا ده
کړه دعاء دانش ملنګه
نه خطایم نه ساده یم
بس درب په عشق نشه یم