Репост из: شاعر احسان"ژمن"
پۀ دې وران حالت کي هم ښکاري ښایسته أفغان وطن
پۀ دنیــــا د جنتونو یوه ټوټه أفغان وطن
پۀ إیمان،غیرت،ښکلا سرۀ پوښلی ذوالجلال
د إیمان غیرت ښکلا یوه نمونه أفغان وطن
خپلۀ ښکلی دی پۀ غېږ كي یې هم ښکلي ژوند کوي
د بدرنګــو او تور مخو هدیره أفغان وطن
د تاریخ پاڼي یې ډکې دي د ننګ له کارنامو
کارنامه دۀ کارنامه دۀ کارنــــامه أفغان وطن
لکه تورۀ ،لکه ډال دی، لکه غشی او کمان
هر دښمن تۀ پر سینه باندي نېزه أفغان وطن
هم محموددی،هم أحمددی،هم اکبردی،هم عمر
هم ایوب،هم د ملالي خور ټپه أفغان وطن
د هیواد بچي خبر کانده له خپلو أرزښتو
په غزلو کي دي ژمـــــــنه!! یادوه أفغان وطن
احسان ژمن
۲۰۲۰/۱/۱۰
https://t.me/shakirkhalid
پۀ دنیــــا د جنتونو یوه ټوټه أفغان وطن
پۀ إیمان،غیرت،ښکلا سرۀ پوښلی ذوالجلال
د إیمان غیرت ښکلا یوه نمونه أفغان وطن
خپلۀ ښکلی دی پۀ غېږ كي یې هم ښکلي ژوند کوي
د بدرنګــو او تور مخو هدیره أفغان وطن
د تاریخ پاڼي یې ډکې دي د ننګ له کارنامو
کارنامه دۀ کارنامه دۀ کارنــــامه أفغان وطن
لکه تورۀ ،لکه ډال دی، لکه غشی او کمان
هر دښمن تۀ پر سینه باندي نېزه أفغان وطن
هم محموددی،هم أحمددی،هم اکبردی،هم عمر
هم ایوب،هم د ملالي خور ټپه أفغان وطن
د هیواد بچي خبر کانده له خپلو أرزښتو
په غزلو کي دي ژمـــــــنه!! یادوه أفغان وطن
احسان ژمن
۲۰۲۰/۱/۱۰
https://t.me/shakirkhalid