محمد عليم بِسمل


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


دغه چینل د مولانا محمد علیم بسمل په اجازه د هغه د مخلصو ملګرو له خوا پر مخ وړل کیږي.

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


داسلامي چينلانو دمُدير د ټيليګرام زوړ نمبر بلاک شو نودااوسنئ نمبر مو نوي دي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

محمد عليم بسمل🌷☞👇
https://t.me/bismilmawlana

اولس يار حقاني🌷☞👇
https://t.me/olasyarhaqani

حافظ عصمت الله جهادمل 🌷☞👇
https://t.me/jahadmal

غازي انګار🌷☞👇
https://t.me/joinchat/R-n6m_JOYdzyGEr3

شاعر"جاوید حیدر🌷☞👇
https://t.me/javedhaidar

القائد خپرندويه اداره🌷☞👇
https://t.me/al_qaed_media

هبة الله غزنوي 🌷☞👇
https://t.me/asznoreetuvuoa

شيخ علامه عبدالبصير صاحب🌷☞👇
https://t.me/shekhsahib

تلميذ الحماسي خپرندويه اداره 🌷☞👇
https://t.me/habibykhosty

قاري نعمت الله کامران🌷☞👇
https://t.me/kamrantarani

حقیقت ميډيا 🌷☞👇
https://t.me/azxcvbnhfj1111

دموبائل اپلیکیشنونه 🌷☞👇
https://t.me/nimat33333

د خونړي انقلاب غمجنې کيسې🌷☞👇
https://t.me/Dakhonari

اکرام الدين مفتون 🌷☞👇
https://t.me/maftontalibb

دارالاحــــناف 🌷☞👇
https://t.me/hanifi12345

شاعر"ريحان طالب🌷☞👇
https://t.me/joinchat/R4R5_cTVEssxNjA1

شاعر"عابدځلاند 🌷☞👇
https://t.me/abidzalaand

محسن احسان🌷☞👇
https://t.me/mohsin098123

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لسټ ته دچينل داخلولو دپاره دلته رابطه وکي
👇👇👇
( @kamranashnna )
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


پښتو تا به نازوو چې کراري شي
تا ملا ته ودوو چې کراري شي

دغه ژوندمو د فاسد لمانځه په څيردى
دا به بيا راګرځوو چې کراري شي

امن نشته د کفن دکان هم بند دى
مرګه موږ خپله درځو چې کراري شي

موږ خپل زړونه امانت له ښکلو اخلو
بيا يې بيرته ورکوو چې کراري شي

پېښې باد او موږه څانګې يو بسمله!
چټي دا هيله کوو چې کراري شي


ځان دبل غلامول دي اوذلــــــــــــــت دي
ګرانه عشق څه دي يوښکلي حماقت دي

غږ"محسن احسان
کلام"محمدعليم بسمل


سلام په ټولو خويوچاته يو ځانګړي سلام
زما دزړه دملک باچا ته يو ځانګړي سلام


غږ"قاري محمد جمعه ساجد
کلام"محمد عليم بسمل


ټيليګرام چينل ته داخل شئ👇👇
https://t.me/bismilbismil


چې مې یا هېڅ نه لیدلی او یا هر وخت راسره وای
دغه لږ لږ دې چې وینم، بس همدې خراب خراب کړم


له ما ورکې نوی ژوند دې مبارک شه!
چې د چا شوې، بس همدا دې پر تا ګران شي

پروا نه لري، چې زه دې لېونی کړم
زما ژوند دې ستا له سترګو نه قربان شي


خوی د پی مخو به جفا وي خو وفا هم کوي
دردونه چاته چې ورليږي پرې دوا هم کـوي

ښکلي چې هرڅومره بزرګ شي او دخدای ولي شي
د ديدن لمونز قضا کوي د زړه غلا هم کوي

ظالمې مونږخو په حلواپسې خپل سر ماتوو
څه تعجب دی چې دخولې مينه ملا هم کوي

غريب ګردباد چې کله ومومي دخاورو کفن
دمرګي غيږي ته ورځي ورته نڅا هم کوي

خدايه که مينه ناروا وي بسمل عفوه غواړي
انسان عاجز دی کله کله ناروا هـــــم کوي

دغزل مطلع دبيدل دهمدې بيت ژباړه ده
خوب رويان جفا پيشه وفـا نيز کنند
به کسان درد بفرستند دوا نيـز کنند


خدایه! که مینه ناروا وي، بسمل عفوه غواړي
انسان عاجز دی، کله کله خطا هم کوي


زه به یمه وړی د مرګ خــوب، امن به راشي
مانه به يی خدايه دديدن لمونځ قضيٰ شي

آواز: بشیر احمد احمدي
کلام"محمد عليم بسمل


مزې خو هغو خلکو وکړې چې ساړه يې کيږي
ملګرو! خدای دې صبر ورکړي چې چا اور اخیستی

پروردګار خــــــو دې ژر راوله چې غېږه درکړي
لوګی مې ستا په انتظار دی، خو ما اور اخیستی


غزل
له نظرہ دې لوېدلی یم، زخمي یم
ستا د خال پر ماین ختلی یم، زخمي یم

د خپل ځان سرہ مې جنگ دی لہ مودو نه
خدایه مرسته، لګېدلی یم، زخمي یم

ستا له تورو تورو سترګو ډزې کیږي
د سینې مورچل کې غلی یم زخمي یم

ګرانه راشه چې په غېږه کې دې مړ شم
له جګړې څخه راغلی یم، زخمي یم

یم بېهوشه، خو پر ځان دومره پوهېږم
چې بسمل یو چا ویشتلی یم، زخمي یم


سل نفره تېر شي، سل نفره سلام واچوي
ته بس پکې ځانته یې، سلام دې ځانته خوند کوي


د (ګلبشرې نظم)

غږ "بشیر احمد احمدي

کلام" محمد عليم بسمل


ګلبشرې ته پرانيستی ليک
—------------------------------—
ګلبشرې! زما همېش تاته سلام دی
چې دې یاد کړم، ګلبشرې سلام مې واخله
د وران کلي او د کور سلام مې واخله
د جومات او د حجرې سلام مې واخله

ګلبشرې د بمبار شوي کور په شان يم
نړېدلي مې د زړه ټول دېوالونه
لوټې لوټې يم، په خپل وجود کې ښخ يم
کفن کړي مې د خپل وجود ګردونه

اوس هغه د پنجشنبې ماسپښين نه دی
په وطن د ډب ډبنې پېريان ناست دي
شوله خپله ښکلا غم افغانستان ته
په دې ښکلي د بنګنې پېريان ناست دي

د جمعې شپه کې چې ستا د مخ تأثير وو
هغه شپه اوس د وصال په وینو رنګ ده
عشق زخمي دی او جمال په وينو سور دی
ټپه هم د خد و خال په وينو رنګ ده

ګلبشرې! يو داسې ورور مې شهيد شوی
چې ښايسته لکه د ستا د ټپې بند وو
ګلبشرې! زما د ورور ښکلو لېمو کې
د حافظِ شېرازي د غزل خوند وو

هديره کې مې د ورور د څڼو بوی دی
که د ورور غوندې ښکاريږي د ورور قبر
د ورور ياد به په زخمي زړګي کې ساتم
که په سترګو نه جوړيږي د ورور قبر

هغه سپین دسمال زما په وينو رنګ شو
چې بسمل دې پرې ليکلی وو حسينې!
په يو کونج کې يې زخمي زړګی انځور وو
او له غشي راتلې ټکی ټکی وينې

خپلې ماتې دروازې ته خفه نه يم
ګلبشرې! ستا په دسمال پسې خفه يم
په بسمل د قسم حق نه لرې ګرانې!
خدای منې چې د يو کال پسې خفه يم

Показано 14 последних публикаций.

85

подписчиков
Статистика канала