د اختري مسائل (۱ برخه)
عبدالغفار جُبیر
مسئله # ۱:
اختری پر هرهغه مسلمان واجب دی که نر وی او که ښځه وی چې عاقل بالغ مقیم وی او(۲۰۰) درهم ولری چې (۵۲ نیمی) تولی سپین زرکیږی یا دومري قیمت ولری یا نورسامان ولری یا ځمکه ولري چې قیمت ئې (۲۰۰) درهمه ته ورسیږی ترحاجت اصلی زیات وی.
(قاضی خان علی هامش هندیه ج۴ ص ۳۴۴، شامی ج۵ ص ۲۱۹)
په اوسنی وخت کی د حنفی فقهی پربنسټ (۵۲نیمی) تولې سپین زر(۷۰۰ګرامه ) سپین زرکیږی، نو په هر وخت او هره زمانه کښی یو مسلمان دا کولای شی چی ددی سپینو زرو قیمت معلوم کړی چی دا د اختری او زکات نصاب دی. (بحواله اسلام ویب پاڼه)
یادونه: زکا کال تېرېدل غواړي او قرباني کال نه غواړي که یو څوک د اختر په ورځ نصاب پوره کړي لا به اختری کوي.
مسئله: #۲:
حاجت اصلی لکه د هستوګنی سرای، خادمان د اغوستلو او پریوتلو کالی د کورسامان چی ضرورت ورته لری .
(هندیه ج۵ ص ۲۹۲)
یادونه: اوسني علماء تلیفون هم په ضرورت اصلي کي داخل کړیدئ.
مسئله: #۳:
پر ښځه هم اختری واجب دی چې تر حاجت زیات مال او روپۍ و لری چې اندازه ئې (۷ نیمی) تولی سره زر او یا هم (۵۲ نیمی) تولی سپین زروته ورسیږی، باید د سپینو زرو د قیمت د مقدار معلومات وشی چې څونه روپي ئې کیږی دا ځکه چې یو وخت په یوه قیمت وی او بل وخت په بل قیمت وی.
(درمختارعلی هامش ردالمحتارج ۵ ص ۲۱۹)
یادونه: یوه مسئله چي موږ مخکي خپره کړه د پاکستان څخه یو چا د شرعي نصاب د سپینو زرو د قیمت پوښتنه کړېوه چي موږ یې د کالدارو پوښتنه وکړه چي سږ کل 77000 کالداري نصاب کیږي، په افغانیو 40000 ، په یرو او ډالرو نصاب به هم خپور کړو.
مسئله: #۴:
د سرو یا سپینو زرو غاړګۍ، غوږوالی ، بنګړی او یا هم نور زیورات که څه هم استعمالیږی چې مقدار ئې و شرعی اندازی ته ورسیږی نو اختری، سرسایه او زکات واجب دی (بهشتی زیور ص ۲۹)
مسئله: #۵:
که یو سړی یا یوه ښځه د درو جوړو کالیو څخه زیات د اغوستلو کالی ولری او قیمت ئې و نصاب ته ورسیږی نو بیا پر دواړو اختری او سرسایه واجب ده.
(شامی ج ۵ص ۲۱۹، هندیه ج۵ص ۲۹۳)
مسئله: #۶:
د کوچنی هلک او کوچنی انجلی چې نابالغه وی په مال کی اختری نشته، که څه هم ډیری روپۍ ولری.
(کفایت المفتی ج۸ ص ۱۷۶، شامی ج ۵ ص ۲۲۳)
مسئله: #۷:
که یو سړی د تجارت لپاره مځکه ، دکان، سرای او نورسامان ولری چې قیمت یی و نصاب ته رسیږی اختری پرواجب دی.
(احسن الفتاوی ج۷ مخ ۷۰۶)
نور بيا