📚🌹 غزل بڼ 🌹📚


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


د آزاد خیل ادبي جرګې لخوا د زړه راښکونکو غزلونو لپاره مونږ وڅارئ او زمونږ سره د اړیکې او یا د غزل استولو لپاره د ادبي جرګې
@AdabiJirga2
ګروپ تعقیب کړئ مننه
زموږ وېب پاڼه وڅارئ
{ www.fb.com/AdabiJirga }
@AkhtarGul د تبادلې لپاره
سره اړیکه ونیسئ

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: 📚🌹 غزل بڼ 🌹📚
خبرتیا!

ستاسو په علم کې به وي چې څه موده وړاندې مونږ د "ازادخېلو ادبي جرګې" ګروپ کې اوونیزه مشاعره ترسره کوله چې بیا د ځینو ستونزو له امله درېدلې وه، اوس یو ځل بیا د یوه نوي عزم سره هغو ادبي ذوق لرونکو وګړو شاعرانو او د شعر مینوالو ته په خورا درنښت زېری او بلنه ورکوو چې راتلونکې اوونۍ یعنې د راروانې جمعې په شپه د افغانستان په وخت (06:30) او د پاکستان په وخت (07:00) بجې به د ازاد خېلو ادبي جرګې ګروپ کې مشاعره ترسره کېږي، هیله ده پخپل ګډون مو ونازوئ

په درنښت ازادخېل ادبي جرګه


زمونږ کانال غزل بڼ👇
@Ghazal_Garden

ازاد خېل ادبي جرګه👇
@AdabiJirga


السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
په کوزه او بره پښتونخوا کې د پښتو ادب مینوالو ملګرو نه خواست کېږي چې د زوړ ګروپ د ډلیټ کېدلو وروسته نوی ګروپ راسره خوښ او تر نورو ملګرو ورسوي
تر څو نور ملګري مو هم د ادب له ذوقه بې برخې نشي

مننې 🌹❣🌹

https://t.me/AdabiJirga


📚🌹 غزل بڼ 🌹📚
د آزاد خیل ادبي جرګې لخوا د زړه راښکونکو غزلونو لپاره مونږ وڅارئ او زمونږ سره د اړیکې او یا د غزل استولو لپاره د ادبي جرګې
@AdabiJirga
ګروپ تعقیب کړئ مننه

زموږ وېب پاڼه وڅارئ
{ www.fb.com/AdabiJirga }

د تبادلې لپاره Asgad313@
سره اړیکه ونیسئ
https://t.me/Ghazal_Garden1


السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د ازاد خېل ادبي جرګې د کوربنو لخوا ټولو مسلمانانو او بالخصوص زمونږ د ادبي جرګې او غزل بڼ ګډونوالو ته د زړه له تله د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایو
الله دې زمونږ او ستاسو کړي ټول طاعات او عبادات په خبل دربار کې قبول و منظور وګرځوي

آخر کې دغه اعمال الله ته وسیله کوو تر څو اسلامي نړۍ د مشکلاتو له ګردابه وباسي

تقبل الله منا و منکم صالح الاعمال
آمین ثم آمین

زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ↙️↙️
╭•┅═══❁✿✿❁═══┅•╮​
@Ghazal_Garden1 ـ غزل بڼ ـــــ
@AdabiJirga2 ـــ ادبي جرګه ــــــ
www.fb.com/AdabiJirga ــــــ
╰•┅═══❁✿✿❁═══┅•╯


د ادبي جرګې د کوربنو لخوا د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د مشاعرې وخت ته تغير ورکړل شوی دی،
د جمعې مبارکې په شپه ټول مینه وال باید د افغانستان په وخت د شپې په لس بجې او د پاکستان په وخت لس نیمې بجې په ټیلیګرام ګروپ
@AdabiJirga2 ــــــ ادبي جرګه ــــ
کې مشاعرې ته چمتو ووسي
مننه🌹❣🌹


دویمه برخه
ــــــــــــــــــ

اسعد دراني:
یم ستا هر مکر ته ځواب لکه امسا د موسیٰ
اسلام آباد دې ړنګوم توره ښاماره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

عادل کوچی:
مسافرۍ را باندې دومره ډېر تاثیر کړی دی
که دستا خوښه وي نور کلي ته به پلاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

مستغفر شرنوال:
بغیرله تانه مې ژوندون په سره انګار تېرېږي
ځه دي لمبه شم ځه دي وسوځم دلداره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

جمال الدين بهيج:
سر مې اخیستی په خپل لاس دی تر سنګره درځم
غلیم ته ښایمه خپل زور دا دی له واره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

مستغفر شرنوال:
لقا ته تږی دي خالقه له مودو ځينې یم
ځان رسوم که څه هم لاره وي خار داره درځم.
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

احسان ځدراڼ:
زه که بې ننګه شوم زما مرګ به دا ستا په لاس وي
راځه چې ځو جوړه سنګر ته زه سنګاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

جمال الدين بهيج:
په ماښامونو شوګیرونه کړم بلد یم پکې
لاره اغزنه, ګړنګونه دي کراره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

احسان ځدراڼ:
له ګلاب ښکلې دې ځوانې تور دې زلفان طالبه
دا فرعونیانو لوی اجله ښکلیه یاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

تراب تراب:
زه یم د مینې لیونی د مینې جوش لرمه
له دې جوشمنې دنيا زه تر جوشمن داره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

عادل کوچی:
د ستا پشان به کړمـه ړنګه زه لونګه ځواني
په دغو شپو کې مې شهیده یاره ساره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

احسان ځدراڼ:
د وخت عاجلې فیصلې دي مسافره یاره
ګرانه تر ښاره دې د څو ورځو لپاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

انجنر ګومنام:
باغ د ګلونو به له تا نه الهامونه اخلي
وا د ښائست د کلي میره خوږه یاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

مقدس حسن مل:
یادونه دې غمژن دي او زخمونه دې راسپړم
زمونږ د بر کلي د وران ګدر چناره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

جمال الدين بهيج:
زه به ضمیر ته ملامت یمه که در نه شمه
داځل دیدن ته دې لالیه له دې ښاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

عادل کوچی:
له چانه ډار نه لرم نه د چا پروا کوومه
د خدای رضا لپاره زه به آن تر داره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

ګرانو ګډونوالو او شاعرانووروڼو!
او د شعر و ادب مينوالو!

دا چې د مشاعرې رسمي وخت پاې ته رسېدلی دی البته تر سهار (اوه بجو) پورې ګروپ ته راغلي شعرونه به د دې مشاعرې سره په ګډه نشروو
د ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه کوو
هر چېرې چې یاست خوښ، سوکاله او له نېکمرغۍ ډک ژوند ولرئ
الله دې ستاسو او د ټول امت مسلمه د زړه شرعي ارمانونه پوره کړي او لوې څښتن تعالی دي درنه راضي شي او الله دې اسلامي امت د مشکلاتو له ګردابه راوباسي.

اللَّهُمَّ صَل عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى آلِ مُحَمَّدٍ

والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

ستاسو کشر ورور
اسعد دراني
د اونیزې آن لاین مشاعرې کوربه
جمعې مبارکې شپه
16/اپریل/2020ز

زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ↙️↙️
╭•┅═══❁✿✿❁═══┅•╮​
@Ghazal_Garden1 ـ غزل بڼ ـــــ
@AdabiJirga2 ـــ ادبي جرګه ــــــ
www.fb.com/AdabiJirga ــــــ
╰•┅═══❁✿✿❁═══┅•╯


د ازادخېلو د ادبې جرګې اونیزه آن لاین طرحیه مشاعره

د تېرې جمعې په شپه د ازاد خېل ادبې جرګې تر سیوري لاندې اونیزه ان لاین طرحیه مشاعره د ازادخېل ادبې جرګې د ټیلي ګرام په ګروپ کې تر سره شوه چې ګڼو شاعرانو پکې ګډون درلود '
مونږ یې تاسو ته د ازاخېل ادبي جرګې نه په مننې سره ټکي په ټکي نشروو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ګرانو شاعرانو ملګرو!
او د مشاعرې ټولو ګډونوالو!

دا چې د جمعې مبارکه شپه ده او د تېر په څېر د ازاد خېلو د ادبي جرګې لخوا د اونیزې آنلاین طرحیه مشاعرې وخت رارسېدلی دی
د ټولو شاعرانو ملګرو نه هیله مند یم چې د مشاعرې تر اخره به راسره خپل شیرین بیتونه شریک کړئ او د مینه والو تږي زړونه به خړوب کړئ.

ټول شاعران ملګري دا ځل د محترم ورور مهاجر زاهد ساپي صاحب د غزل په دې مطلع

•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•
له ژوند رخصت اخلم ذرې ذرې له داره درځم
نن دسرونو او هډونو تر بازاره درځم
•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•

باندې خپل بیتونه د قافیه او ردیف سره سم راپېل کړئ ـ
په پاکستان کې میشت ملګري د وي پي این نه په استفادې سره د ټیليګرام دغه ګروپ جواین کړئ👇
@AdabiJirga2

اوله برخه
ــــــــــــــ

رفیع الله ریحان:
تاپسې یاره خفه شوی یم تر ښاره درځم
هیچاته نه وایم تنها ستا تر مزاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

غريبه زمـانه:
سپینه پګړۍ د ننګه ډکه مې تړلې په سر
عشقه لمبې به ښکلوم په دغه لاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

قاری انس حمیدي:
نن له زندانه رخصتېږمه طالبه اشنا
ازاده غاړه به ترکلي او خپل ښاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

بلال آزادخېل:
د دې حالاتو له تاوده تاوده تاړاکه چېرته
ستومانه ستړی دې وسیوري ته چناره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

حماد:
درنه به اخلمه کسات د هر مظلوم مسلمان
غلیمه تا پسې له غرونو به تر ښاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

قاری انس حمیدي:
اول پوه نوې غربي غلامه اوس پوهه شوې
چې نن د قطر څخه زه د ارګ په لاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

غريبه زمانه:
له تن مې سرې وینې بهېږي هېڅ توان نه لرمه
زخمي زخمي یم خوږه یاره په کراره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

عاطف لاروی:
د ژوند په ټکنده غرمه کې یم اخستی تندې
نور د کوثر خوږو جامونو ته وه یاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

حماد کابلی:
صبر مې وکړ تورو غرونو کې د څه لپارہ
دا مې د صبر نتیجه ده چې تر ښاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

ریحان رحماني:
ځان مې دنیا او ما فیها قربانوم ستا په دین
خوږه لارښود مدني یاره ستا په لاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

قاري انس حمیدي:
داسې مين يم د خوږې مينې له کوره ځمه
داسې مين يم يو ديدار ته دی تر داره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

حامد ځدراڼ:
ځي قافلې د رڼو اښکو تر ګریوانه زما
هر مازدیګر چې ګران شهیده تر مزاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

غريبه زمانه:
غور پرې وکړه ښه یې وتله ښه سوچ پرې وکړه
که دې خوښېږي زه به نن سره د یاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈

ضرار معسود:
خوږه جانانه زه تورن یم د جهاد په مینه
ځکه ديدن ته دې د شپې په پټه لاره درځم
┈٠•⋆⋆⊰🥀ادبي جرګه🥀⊱⋆⋆•٠┈


د ازاد خېل ادبي جرګې اونیزه انلاین طرحیه مشاعره


د ازادخېل ادبي جرګې مینه والو!
شاعرانو، لیکوالانو او په ټوله نړۍ کې د پښتو په ادب مئینو ملګرو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د ازادخېل ادبي جرګې اوونیزې انلاین طرحیه مشاعرې لپاره ګران ورور #اسعد_دراني صیب کوربه ټاکل شوی دی
ټول ملګري باید د افغانستان په وخت د ماښام اووه بجو پورې د مشاعرې لپاره طرحې راواچوي

طرحه باید د موجوده حالاتو مطابق وي او د شاعر نوم ورسره هم لیکل شوی وي چې د ادبي جرګې د تګلارې په اساس حتمي طرحه د کوربه لخوا انتخابیږي
مشاعره به د جمعې په شپه د پاکستان په وخت اووه نیمې او د افغانستان په وخت ماښام اووه بجې پیلیږي
دا مشاعره تر یو ساعته یعنې تر اتو۸ بجو پورې دوام لري البته غیر رسمي وخت یې تر سهار د اووه بجو پورې دی، که کم ملګري د نیټ ستونزه لري نو تر سهار اووه بجو پورې خپل شعر را استولی شي

زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ او زمونږ د مشاعرې اعلان تر نورو ملګرو هم ورسوئ تر څو نور ملګري هم بې برخې پاتې نشي
↙️↙️
╭•┅══❁✿✿❁══┅•╮​
@Ghazal_Garden1 غزل بڼ ـ
@AdabiJirga2 ادبي جرګه ـــ
www.fb.com/AdabiJirga
╰•┅══❁✿✿❁══┅•╯


دویمه برخه
ــــــــــــــــــ

قاري انس حمیدي:
د کونډو خوېندو یتیمانو ژړاګانې اورم
د دې کفري دولت ظلمو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

زیارمل ذاکر:
خدایه چې کله به رپېږي سپین بیرغ په وطن
دلته دې تورو سرو او شنو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

عادل جان:
د تورخم پوله کې یوه ماشوم په چیغو ژړل
د هغه چیغو او نارو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

پاک استشهاد وردګ:
په بهانه کـې هر وار غواړې د زلـمو ســـــرونه
دا ستا د ناز دغو راتلو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

احسان ځدراڼ:
لکه مـاشـوم سلګۍ کوم لـه ډېره درده یـاره
د یار له غمه څو اهو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

احسان ځدراڼ:
داسې وختونه دي زړګیه پام چې ونه ژاړې
د څو بیننګو پیغورو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

رفیع الله ریحان:
له چا ګیله وکړم اوس زه په هرچا ښه پوهېږم
پردي لا څه چې پښتنو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

رفیع الله ریحان:
داسې حالاتو کې به څنګه زه ژوندون وکړمه
دیتیم اوښکو اسوېلو مې سوری کړی ده زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

طاهر وحدت وردګ:
هله به پای مومې چې شي مې د امسا ضرورت
خدای شته چې دې د هجر شپو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

احسان ځدراڼ:
لکـه منلـګ پــه غرونـو ګـرځمه راګرځــم یــاره
دشهید یار څو یادګارو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

دجانان مینه:
چی به ماښام په دروازه باندې ړنګ بنګ
داخل شو
د شهیـــد یار تصوّرو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

احسان ځدراڼ:
هغـه زلمـی هـغه ځـواني لــه چنار دنګـه ونـه
چې رانه تللی په ازغو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

رفیع الله ریحان:
بندي جانانه ته مې یاد یې هیروی دې نشم
تا پسې یاره اندیښنو مې سوری کړی ده زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

احسان ځدراڼ:
ګریــوان شلیــدلی سـتـرګــې ســرې اوس ګرځوم جانانه
د ستا غمونو او سوچو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

پاک استشهاد وردګ:
څه موده وشوه د اذان ورنه اواز نه راځــي
د اقصی ګونګو منارو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

احسان ځدراڼ:
لکه یوسف غوندې جمال الله (ج) ورکړی یار ته
ځکه حیران یم په کیسو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

عمادالدین شرعي شرعي احمدزی:

ازار د مظلوم مه اخلئ دوخت وحشي چارواکو
د یتیمانو اسوېلو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

فیض صمیم:
لکه انګار هیواد کې لوی شوم لا لوبېږم پکې
وطن کې بلو سرو اورو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

طاهر وحدت وردګ:
چې بیا به کوم یو نازولی زمونږ له څنګ بیلوي
د قربانۍ دې سلسلو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

عادل کوچی:
په یو شهید پسې دڅو خویندو شوې سترګې ړندې
دې پښتنو خویندو ړندو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

ګرانو ګډونوالو او شاعرانووروڼو!
او د شعر و ادب مينوالو!

دا چې د مشاعرې رسمي وخت پاې ته رسېدلی دی البته تر سهار (اوه بجو) پورې ګروپ ته راغلي شعرونه به د دې مشاعرې سره په ګډه نشروو
د ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه کوو
هر چېرې چې یاست خوښ، سوکاله او له نېکمرغۍ ډک ژوند ولرئ
الله دې ستاسو او د ټول امت مسلمه د زړه شرعي ارمانونه پوره کړي او لوې څښتن تعالی دي درنه راضي شي او الله دې اسلامي امت د مشکلاتو له ګردابه راوباسي.

اللَّهُمَّ صَل عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى آلِ مُحَمَّدٍ

والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

ستاسو کشر ورور
ریحان رحماني
د اونیزې آن لاین مشاعرې کوربه
جمعې مبارکې شپه
9/اپریل/2020ز


د ازادخېلو د ادبې جرګې اونیزه آن لاین طرحیه مشاعره

د تېرې جمعې په شپه د ازاد خېل ادبې جرګې تر سیوري لاندې اونیزه ان لاین طرحیه مشاعره د ازادخېل ادبې جرګې د ټیلي ګرام په ګروپ کې تر سره شوه چې ګڼو شاعرانو پکې ګډون درلود '
مونږ یې تاسو ته د ازاخېل ادبي جرګې نه په مننې سره ټکي په ټکي نشروو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ګرانو شاعرانو ملګرو!
او د مشاعرې ټولو ګډونوالو!

دا چې د جمعې مبارکه شپه ده او د تېر په څېر د ازاد خېلو د ادبي جرګې لخوا د اونیزې آنلاین طرحیه مشاعرې وخت رارسېدلی دی
د ټولو شاعرانو ملګرو نه هیله مند یم چې د مشاعرې تر اخره به راسره خپل شیرین بیتونه شریک کړئ او د مینه والو تږي زړونه به خړوب کړئ.

ټول شاعران ملګري دا ځل د محترم ورور عاطف لاروي صاحب د غزل په دې مطلع

•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•
د پښتنو خوېندو سلګو مې سوری کړی دی زړه
دغو یتیمو پرګنو مې سوری کړی دی زړه
•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•

باندې خپل بیتونه د قافیه او ردیف سره سم راپېل کړئ ـ
په پاکستان کې میشت ملګري د وي پي این نه په استفادې سره د ټیليګرام دغه ګروپ جواین کړئ👇
@AdabiJirga2

اوله برخه
ــــــــــــــــ

ښکلی وطن:
د حال په ژبـه خبروم دې مسلمانه وروره
د امت ساندو اسویلو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

طاهر وحدت وردګ:
د استـشهاد په منار دنګه ای شهید لالیـه
دا ستا راپاتې تصویرو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

حماد:
په یو سفر تلو خو یو یو به ستنېده له لارې
بس د یارانو بیلیدو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

یونس خان:
له اوښکو یې جوړ شي دریابونه څپه په څپه
د دې یتیم آه او نارو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

پاک استشهاد وردګ:
چې دوی رپیږي زړه مې هم ورسره سم رپیږي
ستا پر مزار ها بیرغو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

ښکلی وطن:
سلګو نیولي وو پـه تـا پسې یې ډېر وژړل
شهیده ستا وړو بچو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

حامد ځدراڼ:
خدایه انسان په ځای د دې چې عبادت وکړي ستا
انسان وژنه کړي دې کړو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

حماد:
دا انقلاب یې خدایه ته کړه وروستنی انقلاب
د وطن ورانو کنډوالو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

طاهر وحدت وردګ:
درومـــــــې غواړه مدني خــــیرالورا جانانه
پردي عجم کې اوسیدو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

ښکلی وطن:
چه پـه مـزار یې رپـوي رارپـوي بـادونـه
ګوره جهانه دې جنډو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

نیکمل شینواری:
په سره غرمه کې د جانان مزار ته ستړی لاړم
ملګرو ها سختو شېبو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

پاک استشهاد وردګ:
یو نظامي خړه جامه بل دې اینفور او دوربین
بل دې د تور زلفان ولو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

مستغفر شرنوال:
ټوک ټوک زخمي افغانستان به مو چې جوړ شي که نه؟
دغو فکرونو انديښنو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈
پاک استشهاد وردګ:
تل بـه کوشـش کومه زه د انتقام د وار یـې
اخ د شهید لالي وعدو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

مستغفر شرنوال:
خدايه راستون کړه د کلونو مسافر جانان مې
د زنداني یار زولنـو مې سوری کړی ده زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

نیکمل شینواری:
شي چې رایادې د جانان د خولې خوږې خبرې
والله یارانو دا کیسو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

نعت خوان حمیدي:
د هر شهید مزار ته ورشمه سلګۍ و همه
سپېره مزار سپینو جنډو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

ښکلی وطن:
وخـت بـه راځي ثابتـوي بــه د جـانـان خـبرې
وس که پردو ګیلو کیسو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

طاهر وحدت وردګ:
تل پکې نغښتـی وی داستان د رژېدلي طالـب
وحدته ستا دغه شعرو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈

ښکلی وطن:
توره رقیبه دا دې وخت دی ښې چرچکې کوه
بدل به اخلم ستا نخرو مې سوری کړی دی زړه
┈٠•⋆⋆⊰⊰✹❣✿❣✹⊱⊱⋆⋆•٠┈


د ازاد خېل ادبي جرګې اونیزه انلاین طرحیه مشاعره


د ازادخېلو د ادبې جرګې اونیزه آن لاین طرحیه مشاعره

د تېرې جمعې په شپه د ازاد خېل ادبې جرګې تر سیوري لاندې اونیزه ان لاین طرحیه مشاعره د ازادخېل ادبې جرګې د ټیلي ګرام په ګروپ کې تر سره شوه چې ګڼو شاعرانو پکې ګډون درلود '
مونږ یې تاسو ته د ازاخېل ادبي جرګې نه په مننې سره ټکي په ټکي نشروو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ګرانو شاعرانو ملګرو!
او د مشاعرې ټولو ګډونوالو!

دا چې د جمعې مبارکه شپه ده او د تېر په څېر د ازاد خېلو د ادبي جرګې لخوا د اونیزې آنلاین طرحیه مشاعرې وخت رارسېدلی دی
د ټولو شاعرانو ملګرو نه هیله مند یم چې د مشاعرې تر اخره به راسره خپل شیرین بیتونه شریک کړئ او د مینه والو تږي زړونه به خړوب کړئ.

ټول شاعران ملګري دا ځل د محترم ورور حماد مالیار صاحب د غزل په دې مطلع

•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•
ياران وو، خو ليدل مې په خوبونو کې ماران
ساتل مې د لستوڼي په کونجونو کې
ماران
•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•

باندې خپل بیتونه د قافیه او ردیف سره سم راپېل کړئ ـ
په پاکستان کې میشت ملګري د وي پي این نه په استفادې سره د ټیليګرام دغه ګروپ جواین کړئ👇
@AdabiJirga2

ناګار ننګرهاری:
روان چې وي دنیا کې د ابلیس لعین په لار
نو خود به مقرر وي پرې قبرونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

ریحان رحماني:
امام چې دښکلا نه وي او مير دښایستو
اوسېږي نه دیدار ته یې په غرونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

ناګار ننګرهاری:
والله که شي بې لارې په دنیا کې هغه څوک
چې راولي فکرونو کې سوچونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

سعید سباوون:
دا بعضې خلک ښه وي په اخلاق خبرې
کړي
لري بعضې دژبو په سرونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

حامد ځدراڼ:
دا څنګه شول درې مخي څلور مخي انسانان
په بوسو کې اوبه بیایي ګلونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

اسعد دراني:
چې ولې حاضر ندي نن بنډار کې شاعران
هېڅ یاد یې نکړل خلکه په شعرونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

عمرګلاب مومند:
په خوله درته خندا کړي لکه ګل جوړ کړي له ځان
سوچونو کې ماران دي او په زړونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

بلال آزادخېل:
تعبیر یې ملا راکړ د دښمن د مرګ، سهار
د شپې مې و وژلي په خوبونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

حفیظ شېرازي:
یه خدایه چرته یوسو ستا له دې مخلوق پنا
هوارو کې ماران دي، هم په غرونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

سعد:
کافران دي ټول اخته نن په عذاب د کرونا
منتظر ورته دلۍ دلۍ قبرونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

عبدالباسط ماکو:
حیران ولاړ وم شلې پښې دوه لاري کې د ژوند
ښـارونو کـې لـېوان وو او په غـرونو کـې مـاران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

عادل کوچی:
نور نشي ټینګېدلی خاتمـه یې ده نږدې
دښمن تـه طالبان شول سنګرونو ڪې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

احسان ځدراڼ:
چې امر باالمعروف اونهـي عن المنکـر
دې
منلي تر څو نه وو ستا قبرونو کــې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

فیض صمیم:
دردونـه کـړاوونـه بــه زغـمـم پـه لار د خـدای
ځـان سـاتم له عذاب وي دوزخـونــو کـې مـاران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

منیب احساس:
نفرت رانه تر داسې حده کړي ټول رقیبان
ساتي راته مدام خپلو جيبونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

عادل جان:
دوخت په دې پړاو کې به په چا کړو باور
په خوله درسره ښه وي ساتي زړونو کې ماران
┄┅━⋆⋆⋆✶✿🌹✿✶⋆⋆⋆━┅┄

ګرانو ګډونوالو او شاعرانووروڼو!
او د شعر و ادب مينوالو!

دا چې د مشاعرې رسمي وخت پاې ته رسېدلی دی البته تر سهار (اوه بجو) پورې ګروپ ته راغلي شعرونه به د دې مشاعرې سره په ګډه نشروو
د ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه کوو
هر چېرې چې یاست خوښ، سوکاله او له نېکمرغۍ ډک ژوند ولرئ
الله دې ستاسو او د ټول امت مسلمه د زړه شرعي ارمانونه پوره کړي او لوې څښتن تعالی دي درنه راضي شي او الله دې اسلامي امت د مشکلاتو له ګردابه راوباسي.

اللَّهُمَّ صَل عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى آلِ مُحَمَّدٍ

والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

ستاسو کشر ورور
اسعد دراني
د اونیزې آن لاین مشاعرې کوربه
جمعې مبارکې شپه
2/اپریل/2020ز
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ↙️↙️
╭•┅═══❁✿✿❁═══┅•╮
@Ghazal_Garden1 ـ غزل بڼ ـــــ
@AdabiJirga2 ـــ ا دبي جرګه ــــــ
www.fb.com/AdabiJirga ــــــ
╰•┅═══❁✿✿❁═══┅•╯


د ازاد خېل ادبي جرګې اونیزه انلاین طرحیه مشاعره


ګرانو شاعرانو ملګرو!
او د مشاعرې ټولو ګډونوالو!

دا چې د جمعې مبارکه شپه ده او د تېر په څېر د ازاد خېلو د ادبي جرګې لخوا د اونیزې آنلاین طرحیه مشاعرې وخت رارسېدلی دی
د ټولو شاعرانو ملګرو نه هیله مند یم چې د مشاعرې تر اخره به راسره خپل شیرین بیتونه شریک کړئ او د مینه والو تږي زړونه به خړوب کړئ.

ټول شاعران ملګري دا ځل د محترم ورور حماد مالیار صاحب د غزل په دې مطلع

•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•
ياران وو، خو ليدل مې په خوبونو کې ماران
ساتل مې د لستوڼي په کونجونو کې
ماران
حماد مالیار
•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•

باندې خپل بیتونه د قافیه او ردیف سره سم راپېل کړئ ـ
په پاکستان کې میشت ملګري د وي پي این نه په استفادې سره د ټیليګرام دغه ګروپ جواین کړئ👇
@AdabiJirga2


د ازادخېلو د ادبې جرګې اونیزه آن لاین طرحیه مشاعره

د تېرې جمعې په شپه د ازاد خېل ادبې جرګې تر سیوري لاندې اونیزه ان لاین طرحیه مشاعره د ازادخېل ادبې جرګې د ټیلي ګرام په ګروپ کې تر سره شوه چې ګڼو شاعرانو پکې ګډون درلود '
مونږ یې تاسو ته د ازاخېل ادبي جرګې نه په مننې سره ټکي په ټکي نشروو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ګرانو شاعرانو ملګرو!
او د مشاعرې ټولو ګډونوالو!

دا چې د جمعې مبارکه شپه ده او د تېر په څېر د ازاد خېلو د ادبي جرګې لخوا د اونیزې آنلاین طرحیه مشاعرې وخت رارسېدلی دی
د ټولو شاعرانو ملګرو نه هیله مند یم چې د مشاعرې تر اخره به راسره خپل شیرین بیتونه شریک کړئ او د مینه والو تږي زړونه به خړوب کړئ.

ټول شاعران ملګري دا ځل د محترم ورور مهاجر عبدالله مومند صاحب د غزل په دې مطلع

•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•
بمـونه ځـان پـورې تړي ځي تر انګاره زلمي
په سورو اورو ځان سوځوي درب لپاره زلمي
•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•

باندې خپل بیتونه د قافیه او ردیف سره سم راپېل کړئ ـ
په پاکستان کې میشت ملګري د وي پي این نه په استفادې سره د ټیليګرام دغه ګروپ جواین کړئ👇
@AdabiJirga2

حماد:
شول په نېزو تورو سنګار د جنګ ډګر ته درومي
نن به ضرور سر غوڅوي له تور ښاماره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

احمد شاه:
مخکې جنګونه تاروضونه غزاګانې به وې
اوس په فیسبک باندې اخته دي ناکراره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

احمد شاه:
هغه بازار چی وو سنګار په مستو مستو زلمو
اوس کرونا ده هلته نه ورځي له ډاره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

ریحان رحماني:
ځای ورکوه ښه په اخلاص دلته چاپې وي ګرانه
غېږ ته درځي دې هر ماښام ځکه چناره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

احمد مومند:
څوک شهیدان او څوک زخمیان او څوک بندیان د زندان
خدایه راوباسې له دغه ګرد غباره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

اسعد دراني:
لکه غمي یو څو زلمي د یو سفر ملګري
خزان ناځوانه کړل خزان په لاره لاره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

حماد:
ورته حیران یمه ډېر دا په کومه مینه دي مست
نه له زندانه کوي ډار او نه له داره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

حامد ځدراڼ:
ښارونه کلي او ګودر ورته ځای نه ورکوي
لږ یې کرار کړه خپله غېږه کې چناره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

امید رضا:
د انتظار غېږ مې نیولې ورته غلی ناست یم
پرون دي تللي نن راځي په دغه لاره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

احمد شاه:
وي بې سالاره زلمي ښکار د خپلمنځي اختلاف
خدایه ته مکړې په احرار کی بې سالاره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

ریحان رحماني:
د ازادۍ ناوې راتلو ته یې دی کړی سنګار
په خپلو وینو لمبېدلي دي بې شماره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

عادل کوچی:
خړوبوي تنـده تړون کوي ورځي په مینـه
دخدای‌ نصرت دَی چې ځان‌ باسي له خماره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

لیلٰی خوستی:
د باجوړ وزیرستان او د خیبره پورې
اخلي کسات به د مظلوم له دې مکاره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

عادل کوچی :
زړه پرې آباد وو هر محفل باندې رنګین رنګین وو
انقـلاب وخوَړل له مـوږ څخـه بې شماره زلمي
❣•┈┈••✾•🌹•✾••┈┈•❣

ګرانو ګډونوالو او شاعرانووروڼو!
او د شعر و ادب مينوالو!

دا چې د مشاعرې رسمي وخت پاې ته رسېدلی دی البته تر سهار (اوه بجو) پورې ګروپ ته راغلي شعرونه به د دې مشاعرې سره په ګډه نشروو
د ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه کوو
هر چېرې چې یاست خوښ، سوکاله او له نېکمرغۍ ډک ژوند ولرئ
الله دې ستاسو او د ټول امت مسلمه د زړه شرعي ارمانونه پوره کړي او لوې څښتن تعالی دي درنه راضي شي او الله دې اسلامي امت د مشکلاتو له ګردابه راوباسي.

اللَّهُمَّ صَل عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى آلِ مُحَمَّدٍ

والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

ستاسو کشر ورور
ریحان رحماني
د اونیزې آن لاین مشاعرې کوربه
جمعې مبارکې شپه
26/مارچ/2020ز
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ↙️↙️
╭•┅═══❁✿✿❁═══┅•╮
@Ghazal_Garden1 ـ غزل بڼ ـــــ
@AdabiJirga2 ـــ ا دبي جرګه ــــــ
www.fb.com/AdabiJirga ــــــ
╰•┅═══❁✿✿❁═══┅•╯


د ازاد خېل ادبي جرګې اونیزه انلاین طرحیه مشاعره


د ازادخېلو د ادبې جرګې اونیزه آن لاین طرحیه مشاعره

د تېرې جمعې په شپه د ازاد خېل ادبې جرګې تر سیوري لاندې اونیزه ان لاین طرحیه مشاعره د ازادخېل ادبې جرګې د ټیلي ګرام په ګروپ کې تر سره شوه چې ګڼو شاعرانو پکې ګډون درلود '
مونږ یې تاسو ته د ازاخېل ادبي جرګې نه په مننې سره ټکي په ټکي نشروو
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


ګرانو شاعرانو ملګرو!
او د مشاعرې ټولو ګډونوالو!

دا چې د جمعې مبارکه شپه ده او د تېر په څېر د ازاد خېلو د ادبي جرګې لخوا د اونیزې آنلاین طرحیه مشاعرې وخت رارسېدلی دی
د ټولو شاعرانو ملګرو نه هیله مند یم چې د مشاعرې تر اخره به راسره خپل شیرین بیتونه شریک کړئ او د مینه والو تږي زړونه به خړوب کړئ.

ټول شاعران ملګري دا ځل د محترم ورور مهاجر زاهد ساپي صاحب د غزل په دې مطلع

•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•
شپه بوږنوونکې وه سهار داسې بدل غوندې دی
لمر دی لږ تت غوندې غبار داسې بدل غوندې دی
•┈┈┈•❁↷❤️↶❁•┈┈┈•

باندې خپل بیتونه د قافیه او ردیف سره سم راپېل کړئ ـ
په پاکستان کې میشت ملګري د وي پي این نه په استفادې سره د ټیليګرام دغه ګروپ جواین کړئ👇
@AdabiJirga2


ریحان رحماني:
غازي لالیه هر خوا فریب چل او دوکه ده ګوره
دا ځل د ففت جنریشن وار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

حامد ځدراڼ:
اوس پرې ګمان د ارطغرل د ورولۍ مکوه
اوس خاین شوی دی دوندار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

حماد:
ترې غورځېدلي دي څو ستوري اوس هغسې ندی
د زلمو ستورو سپین کتار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

ریحان رحماني:
اوس یې له غېږې کوچېدلي مهاجر طالبان
زمونږ د کلي ړنګ چنار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

ݳبــڕݴݛݳݾـݩݴ:
چی پرې آباد وو غمځپلي دردېدلي زړونه
د خوشحالیو سپین بهار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

اسعد دراني:
وه چې قبوله دې په ښه ډېره خوښۍ غلامي
خیټو نن ولې دې ګفتار داسې بدل غوندې دی
احسان الله احسان ته
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

حماد:
ترې د اذان په ځای راخېږي له درد ډک آهونه
په لمبو سوی دی منار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

عاطف لاروی:
صبا نوروز دی د کورونا وائرس خطر هم شته دی
مزه یې نشته ننګرهار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

خྂاྂلد ؏ُـمـرخྂېྂل:
نه څه سلام نه څه دعا نه څه پښتنه کوي
زه بدل شوې یم که یار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

ریحان رحماني:
کړي په جامه د مسلمان کې دښمني د اسلام
د دې ناپاک پوځ کردار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

حامد ځدراڼ:
بیا پاڅېدلي دي غازیان د نوي جنګ په تکل
بیا یې د سرو سترګو خمار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

اسعد دراني:
هو توجو ورته د خدای د رحمت شوې ده جوړ
زما عاصي زړه ګنهګار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

نعت خوان ابو انس حمیدی:
په غلیمانو یې یو کړې شپه او ورځ ده نن بیا
شم ترینه ځار د طالب وار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

قاري انس حمیدي:
په ماتېرېږې ورځ هفته، او هفته میاشت راباندې
وخت بدل شوی که دا ښار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

عمادالدین شرعي احمدزی:
حالات ښه شوي دي جانان مې اوس لوڅ مخ ګځېږي
تلیفون خلاص دسنګر یار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

مستغفر شرنوال:
په ټول بدن کې دزړګي په سر مې ولږېږي
د یار دمړو ســـترګو ګـــوذار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

امید رضا:
ډیره موده پس یو ځل بیا زه په دې کلي راغلم
ګودر یې ړنګ دی او چنار داسې بدل غوندې دی
•┈•⊰⊰⊰•✦🌹◉🌹✦•⊱⊱⊱•┈•

ګرانو ګډونوالو او شاعرانووروڼو!
او د شعر و ادب مينوالو!

دا چې د مشاعرې رسمي وخت پاې ته رسېدلی دی البته تر سهار (اوه بجو) پورې ګروپ ته راغلي شعرونه به د دې مشاعرې سره په ګډه نشروو
د ټولو ګډونوالو څخه د زړه له کومې مننه کوو
هر چېرې چې یاست خوښ، سوکاله او له نېکمرغۍ ډک ژوند ولرئ
الله دې ستاسو او د ټول امت مسلمه د زړه شرعي ارمانونه پوره کړي او لوې څښتن تعالی دي درنه راضي شي او الله دې اسلامي امت د مشکلاتو له ګردابه راوباسي.

اللَّهُمَّ صَل عَلٰى مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰى آلِ مُحَمَّدٍ

والسلام علیکم ورحمةالله وبرکاته

ستاسو کشر ورور
اسعد دراني
د اونیزې آن لاین مشاعرې کوربه
جمعې مبارکې شپه
19/مارچ/2020ز
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ↙️↙️
╭•┅═══❁✿✿❁═══┅•╮
@Ghazal_Garden1 ـ غزل بڼ ـــــ
@AdabiJirga2 ـــ ا دبي جرګه ــــــ
www.fb.com/AdabiJirga ــــــ
╰•┅═══❁✿✿❁═══┅•╯


د ازاد خېل ادبي جرګې اونیزه انلاین طرحیه مشاعره


غزل
ـــــــ

د بــارود لمبو وھلی کور ته راغی
 دردېدلی نازولی کور ته راغی

ھر اندام چوري چوري زما د يار وو
لکه ګل وو رژېدلی کور ته راغی

له ټپونو نه يې وینې څڅېدلې
په سرو وينو لمبېدلی کور ته راغی

پرې خپه زمونږ د کلي ماشومان وو
په دې لار شهید ښاغلی کور ته راغی

مـحفلونه د یارانو یې ړنګ بنګ شول
ښکلی يار نن غم ځپلی کور ته راغی

عبدالله مومند کتل ورته په ځېر کړل
سوی سکور او سوځېدلی کور ته راغی

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شاعر: مهاجر عبد الله مومند
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زمونږ سره په فیسبوک او ټیلیګرام کې ملګري شئ↙️↙️
╭•┅═══❁✿✿❁═══┅•╮​
@Ghazal_Garden1 ـ غزل بڼ ـــــ
@AdabiJirga2 ـــ ادبي جرګه ــــــ
www.fb.com/AdabiJirga ــــــ
╰•┅═══❁✿✿❁═══┅•╯

Показано 20 последних публикаций.

137

подписчиков
Статистика канала