⛪ 🕌 💒 نعت شریف ⛪ 🕌 💒
په سر سترګـــــو منم ستا هــر سُنت رسول الله
لـــــــــــــرم درسره ډیر زیات محبت رسول الله
نړۍ چه کتابچــه شي او دریاب د قلم رنګ شي
اومت به دې تمام نه کـــــــړي صفت رسول الله
سر مال عمر به ځار کــړم ستا له مینې محترمه
چه تا ســــــــــره پیدا مې شي الفت رسول الله
درودونـــــه سلامونـــه درلېږم له عشق او مینې
له خدای ج غواړم مدام ستا شفاعت رسول الله
تا تیر کـــــــــــــــــړه تکلیفونه زورولې مشرکانو
چه وُ دې کــــــــړ مکې څخه هجرت رسول الله
جهان اسمان ژړل غرونه چینار ستوري خپه وو
چه وکــــــــــــــړ تا له دې دنیا رحلت رسول الله
د لمر له سپینو وړانګــــو نه ما زیات شُکر ادا کړ
له دې وجې چــــــــه یم ستا په اُمت رسول الله
غمجن"بهیر"مدام ستا شفاعت غواړم له خدایه
شفیع مو شې پـه ورځ کې د قیامت رسول الله
د لوی اختر 4 باګرام بلاک ایکو پنجره 15