(دیار مينه بازاري)
انجينر/شاعر/زينت الله حیدري
ستا جفا ګذار راکړی په زړګي ده
یاره مينه خو دې ټـوله بازاري ده
تا د سر کاسه کې وينې د زړه راکړې
ته والله دغه ياري که دښمني ده
ما ویل چې ته به ګل دګلستان یې
خو چې ګورم هر کردار دې د اغزي ده
هېڅ ملحم مې د وفا ليدلی نه ده
یاره ستا په جفا زړه زما زخمي ده
چې را یاد شې اسوېلي باندې زړه یخ کړم
دادې څرنګه بې خونده اشنایي ده
ته که خاندې زه به ژاړمه جانانه
بس زما او ستا همدا رقم یاري ده
په زړګي کې مې ټومبلی هېر مې نه يي
داچې لرې درنه ګرځم مجبوري ده
هره شپه مې ګرېوان لوند درپسې ژاړم
ستا هجران ده ستا فراق او فردېسي ده
دشاعر زينت الله دقلم کرښې
سوړ فرياد د غم ځپلې زندګي ده
@haidari11
انجينر/شاعر/زينت الله حیدري
ستا جفا ګذار راکړی په زړګي ده
یاره مينه خو دې ټـوله بازاري ده
تا د سر کاسه کې وينې د زړه راکړې
ته والله دغه ياري که دښمني ده
ما ویل چې ته به ګل دګلستان یې
خو چې ګورم هر کردار دې د اغزي ده
هېڅ ملحم مې د وفا ليدلی نه ده
یاره ستا په جفا زړه زما زخمي ده
چې را یاد شې اسوېلي باندې زړه یخ کړم
دادې څرنګه بې خونده اشنایي ده
ته که خاندې زه به ژاړمه جانانه
بس زما او ستا همدا رقم یاري ده
په زړګي کې مې ټومبلی هېر مې نه يي
داچې لرې درنه ګرځم مجبوري ده
هره شپه مې ګرېوان لوند درپسې ژاړم
ستا هجران ده ستا فراق او فردېسي ده
دشاعر زينت الله دقلم کرښې
سوړ فرياد د غم ځپلې زندګي ده
@haidari11