،،،،،،،خزان راشي،،،،،،،،
شاعر/ زینت الله حیدري
چې غوټۍ راته ګلان شي خزان راشي
چې رنګينه ګلستان شي خزان راشي
دځوانۍ درشل ته ډير په سخته رسي
ماشومان مو چې ځوانان شي خزان راشي
ملت ټول يې جوړېدو کې وڼډه واخلي
چې مو کلی لږ ودان شي خـزان راشـي
دغفلت خوب يې پوره ، نور سباون وي
چې را ويښ مو افغانان شي خزان راشي
شغالان او ګيدړان چې په ګوڼډو کړي
چې د واک سر کې زمريان شي خزان راشي
ټپوسان په ملا مات، کربوړي ورک شي
چې د ملک فضا بازان شي خزان راشي
په کلو ،کلو له یار څخه جدا وي
چې نېږدې ورته جانان شي خزان راشي
دیو ستړي انتظار شيبه شي لڼډه
چې نيمګړی يې ارمان شي خزان راشي
دکلونو مسافر وي له وطـنه
خوچې خپل ملک ته روان خزان راشي
چې باغبان يې د زړګي په وينو لوی کړي
چې يې باغ يوڅه ودان شي خزان راشي
د ډيوې په لټه ډېرې شپې سبا کړې
خو چې تاو ترې پتنګان شي خزان راشي
يو د يار په عشق کې سم دم ليونۍ وي
چې حاصل ورته خوبان شي خزان راشي
دشاعر زينت الله دقلم کرښې
چې ترې جوړ يوڅه بیان شي خزان راشي
@haidari11
شاعر/ زینت الله حیدري
چې غوټۍ راته ګلان شي خزان راشي
چې رنګينه ګلستان شي خزان راشي
دځوانۍ درشل ته ډير په سخته رسي
ماشومان مو چې ځوانان شي خزان راشي
ملت ټول يې جوړېدو کې وڼډه واخلي
چې مو کلی لږ ودان شي خـزان راشـي
دغفلت خوب يې پوره ، نور سباون وي
چې را ويښ مو افغانان شي خزان راشي
شغالان او ګيدړان چې په ګوڼډو کړي
چې د واک سر کې زمريان شي خزان راشي
ټپوسان په ملا مات، کربوړي ورک شي
چې د ملک فضا بازان شي خزان راشي
په کلو ،کلو له یار څخه جدا وي
چې نېږدې ورته جانان شي خزان راشي
دیو ستړي انتظار شيبه شي لڼډه
چې نيمګړی يې ارمان شي خزان راشي
دکلونو مسافر وي له وطـنه
خوچې خپل ملک ته روان خزان راشي
چې باغبان يې د زړګي په وينو لوی کړي
چې يې باغ يوڅه ودان شي خزان راشي
د ډيوې په لټه ډېرې شپې سبا کړې
خو چې تاو ترې پتنګان شي خزان راشي
يو د يار په عشق کې سم دم ليونۍ وي
چې حاصل ورته خوبان شي خزان راشي
دشاعر زينت الله دقلم کرښې
چې ترې جوړ يوڅه بیان شي خزان راشي
@haidari11