شهیده
د ازادۍ ښکلی سپرلی دی خوته نه یې آشنا
ها کلیوال ماځیګری دی خوته نه یې آشنا
د ازادۍ لمر راختلی پر وطن شهیده
هوسا او خوښ هر یو زړګی دی خوته نه یې آشنا
ورته په اوښکو په ویرونو سبا کړمه شپه
یو مات انځور دې پخوانی دی خوته نه یې آشنا
ژوند مې بې یاره هیڅ مثال هیڅ معنا نه لري
غم یې لا هاغه سې زلمی دی خوته نه یې آشنا
چې د شهید یار په یادو باندې نه مړیږي
عابره زړه خو لیونی دی خوته نه یې آشنا
حماس عابر @hamas_badri