د وحــدت لـمر دې عیـان کړ پر عرب او پر عجم
هر مین زړه به سېراب وو ستا د وصل په زمزم
د وحشت ډېوې دې مړې کړې د حریت څراغ دې بل کړ
تورو شپو لره سپين لمر شوې نه تېارې وې نه ستم
جهان ستا په مخ اوبه شو ژوندون ستا په مخ اوبه شو
ته د ماتو زړو پټۍ شوې د زخمي زړونو مرهم
څه سپېڅلی قیادت وو څه بهار بهار ژوندون وو
نه تیارې وې نه ظلمونه نه ویرونه او نه غم
ستا د وصل به څه کیف وي ستا د حسن د دیدن
چې ماتېږي مدام زړونه دې وصال ته د حرم
ستا د وصل انتظار دی د زړګي په رنځ اخته دی
عابر سوی ستا بلتون دی په زړګي قلم قلم
عابر @hamas_badri