بیا مې ساتلی نم پۀ سترګو ګرېوانۀ اختر ته
څنګه زړۀ ښۀ کړم څنګه وخاندمه زۀ اختر ته
تۀ خو شهید شوې کړې ژمنه دې پوره نکړله
تا خو ویل یاره درځمه به واړۀ اختر ته
ما د شهید جانان پۀ وینو باندی کړی سینګار
نشته له ما سره نکریزي او رانجۀ اختر ته
هغۀ رنځورې هیلې زما درسره هم مړې شؤلې
څنګه خوشحال به وم راتللې به چې تۀ اختر ته
تۀ چې شهید نه وې او تۀ به مې تر څنګ ګرځېدې
لکه بادشاه چې یم خوشحال به وم د غرۀ اختر ته
چې سر ببر څېرې ګرېوان یتمان ګورم چم کې
سم ویلې ګېږمه پۀ تن لکه اوبۀ اختر ته
جوړه جشمان به تورمه پرې ادریس حقیاره
را ټولې کړې مې دي خاورې ستا د پلۀ اختر ته
ادریس حقیار لوګروال