د غم پر ځای مې اوښکې ځي له سترګو د خوښۍ
تۀ څـــومــــره بخـــتوره یـــې اې سپــیــنې ازادۍ
تبریک دې شه دا ستر ویاړ د افغان غیرتي خاورې
ســر کــوبه دې پۀ غېـږه کې شوه نن سپینه ماڼۍ
شمله دې د عضمت واړه جهان ته ور ښکاره کړه
پـــامـــیره لـــه غـــروره کــګه وړه پــۀ سر پګړۍ
له ډېرې مــودې ورکــه د بـــاردو پۀ غــــبار وې
کـــوم دې ننداره نن پۀځیر ځیر باندې سپوږمۍ
راځـــي به هسـکه غــاړه لتا اې د وحشت کوره
باګــــرامه ســـتا به مـــاتې شي ولچکې هتکړۍ
نــور نه به کـړم مــنزل پۀ تروګمـیو کې د شاړو
اوس بلــه بــه ســاتـمــه تــر ســهـاره ډېوه ګۍ
پۀ فکر کې مې نـــوي ژونـد ته داسې اراده دی
رمــه چـې راســـره وي غـــږوم غره کې شپېلۍ
نور نه به وي زما د شعر لمــن کې دردمن توري
پلو کـې د غزل راوړم ادریــس حقیار مــستۍ