غزل
دخفګان توره تاریکه وه بیخي ښه نه ومه
څومره درناکه مرحله وه بیخي ښه نه ومه
درد مي دزړۀ هنداره ماته او زره زره کړه
دلیوني هجر صحنه وه بیخي ښه نه ومه
کلي کي لر اوبر هزار ځــلي را وګرځیده
دشهادت دي اوازه وه بیخي ښه نه ومه
راغلم مزار ته مي دأوښکو څاڅکي وشیندلې
نه ومه شوې جنازه وه بیخي ښه نه ومه
په تورو زلفویې پراته وه دســـــنګر ګردونه
نوره یي مړه دژوند ډیوه وه بیخي ښه نه ومه
بس په سینه به مي نیولی وو تصویر دلالي
زړۀ کي مي بله سره لمبه وه بیخي ښه نه ومه
دیادوغشي أوریده درمل عرفانه په ما
له خپل قسمته مي ګیله وه بیخي ښه نه ومه
درمل عرفان
دخفګان توره تاریکه وه بیخي ښه نه ومه
څومره درناکه مرحله وه بیخي ښه نه ومه
درد مي دزړۀ هنداره ماته او زره زره کړه
دلیوني هجر صحنه وه بیخي ښه نه ومه
کلي کي لر اوبر هزار ځــلي را وګرځیده
دشهادت دي اوازه وه بیخي ښه نه ومه
راغلم مزار ته مي دأوښکو څاڅکي وشیندلې
نه ومه شوې جنازه وه بیخي ښه نه ومه
په تورو زلفویې پراته وه دســـــنګر ګردونه
نوره یي مړه دژوند ډیوه وه بیخي ښه نه ومه
بس په سینه به مي نیولی وو تصویر دلالي
زړۀ کي مي بله سره لمبه وه بیخي ښه نه ومه
دیادوغشي أوریده درمل عرفانه په ما
له خپل قسمته مي ګیله وه بیخي ښه نه ومه
درمل عرفان