سول الله صلی الله عليه وسلم حديث نقل کړی دی چې فرمايي:
«يا معشر الناس! اتقوا الزني، فإن فيه ست خصال: ثلاث في الدنيا وثلاث في الآخرة، أما التي في الدنيا، فيذهب البهاء ويورث الفقر وينقص العمر، وأما التي في الآخرة: فسخط الله سبحانه وتعالي، وسوء الحساب وعذاب النار:
ای ډلې د خلکو!
د زنا څخه ځان وساتئ؛ ځکه په هغه کې شپږ خصلتونه دي. درې په دنيا کې او درې په آخرت کې، هغه چې په دنيا کې دي دا دي
-زنا د انسان اعتبار او جمال له منځه وړي.
-فقر را منځته کوي او عمر کموي.
او کوم چې په آخرت کې دي هغه دا دي: د الله قهر او عضب، بد حساب او د دوزخ عذاب دي.
زناکار به د اور په تنور کې پراته وي:
الله (جل جلا له) خپل نبی صلی الله عليه وسلم ته په خوب کې د وحې په وسيله د زناکارو حال ښايي چې:
-فَانْطَلَقْنَا إِلَى ثَقْبٍ مِثْلِ التَّنُّورِ، أَعْلاهُ ضَيِّقٌ وَأَسْفَلُهُ وَاسِعٌ، يَتَوَقَّدُ تَحْتَهُ نَارًا، فَإِذَا اقْتَرَبَ ارْتَفَعُوا، حَتَّى كَادَ أَنْ يَخْرُجُوا، فَإِذَا خَمَدَتْ رَجَعُوا فِيهَا، وَفِيهَا رِجَالٌ وَنِسَاءٌ عُرَاةٌ … وَالَّذِي رَأَيْتَهُ فِي الثَّقْبِ فَهُمُ الزُّنَاةُ (البخاري: ۱۳۸۶)
ژباړه:
-د يوه خندق له څنګ څخه تير شوو چې، د تنور په شان وو، خوله يې تنګه او داخل يې ډير پراخه وو، د هغه د لاندې حصه کې اور بل وو، په دغه خندق کې ځنې لپ لغړ نارينه او ښځې وو، کله به چې اور لمبه ووهله هغوی به پورته شول داسې چې، نږدې وو له خندق څخه ووځي او کله به چې اور مړ شو دوی به د لاندې تلل. ومې پوښتل دا څوک دي؟ (پريښتو) راته وويل: کوم کسان دې چې لوڅ په خندق کې وليدل زناکاران وو.
۲- په پټه او ښکاره له الله تعالی څخه وېريدل او دا په نظر کې ساتل چې، د ذرې ذرې حساب به راسره کيږي او هر چا چې تقوی اختيار کړه الله تعالی هغه ته د ټولو مشکلاتو او فتنو څخه د وتلو لارې آسانه کوي.
لقوله سبحانه وتعالی:
وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (الطلاق)
ژباړه: او څوک چې د الله تعالی تقوی اختيار کړي، الله به ورته له ټولو مشکلاتو څخه د وتلو لارې آسانه کړي.
۳- د حرام نظر څخه د سترګو ساتل:
د بيګانه ښځو څخه د نظر ساتل، فاحش فلم او سريال، سينما او نورو څخه ډډه کول.
۴- د ښو کسانو سره ملګرتيا:
۵- د نکاح کول:
رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلامي امت ځوانانو ته داسې ارشاد فرمايي:
-يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ.
(رواه البخاري: ۵۰۶۵ ومسلم: ۱۴۰۰)
ژباړه:
-ای ځوانانو! له تاسې څخه چې، هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي؛ ځکه نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي او که څوک د ازدواج توان نه لري روژه دې ونيسي؛ ځکه روژه شهوت کنترولوي. (روژه خپله د صبر تمرين دی).
۶- د صبر اختيارول:
که څوک د نکاح وس نه لري؛ نو هغه به د شهواتو مخه په روژه نيولو او صبر کولو سره وکړي.
الله جل جلاله فرمايي:
«وَلْيَسْتَعْفِفْ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ» (النور: ۳۳)
ژباړه:
-او څوک چې د نکاح (اسباب) ونه مومي هغوی بايد پاک لمني غوره کړي، تر دې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن کړي.
۷- د بې کارۍ او فراغت څخه ځان ساتل:
د انسان ژوند څو شميرلې ورځې او شپې دي، چې ددې ژوند څخه مقصد د الله سبحانه وتعالی امتحان دی چې، څوک ښه عمل کوي او څوک بد، مؤمن بايد خپل وخت په عبادت، ذکر، تلاوت، درس مطالعه، مشروع کار او کسب باندې تير کړي، که چېرې بې کاري غوره کړي؛ نو د دنيا او آخرت د نقصان سره مخ کيږي.
پوهان وايي: چې د بې کاره سړي مغز د شيطان دوکان وي، کله چې سړی بې کاره شي حتماً به يې شيطان په يوه فتنه اخته کوي.
ځان وساتئ له زيات فراغت او په شهوتونو کې فکر کولو څخه؛ ځکه داسې کول د ځوانانو هلاکت دی، ټول خير او ښېګنې له مينځه وړي بلکي داسې کول يو دروازه ده له دروازو د شر او فتنو څخه؛ نو بې کاري او فراغت د ځوانانو لپاره تر ټولو ستره فتنه ده.
يوه غوښتنه:
ستاسو هر لائک . گمینټ. او له ملکرو سره شریک کول له موږ سره مرسته کوی چی تر ډیر خلک کو د معلومات ورسی او الله تعاله به تاسو ته اجرء درګړی (مننه)