لاندې خویونه په ځان کې پیدا کول د نبي کریم ﷺ سره د مینې اظهار دی راځئ چې خپل ځان کې یې راولو.
زمونږ خوږ پیغمبر ﷺ به:
۱ - پر لار باندې يې په ارامۍ او عزت تګ کاوه.
۲ - د تګ په وخت کې يې قدمونه پر مځکه نه کشول.
۳ -نظر يې کښته اچاوه او مځکې ته يې کتل .
۴ - ﻫﺮ څوک چې به يې ليده سلام به يې وراچاوه او چا دده تر مخه سلام ندى وراچولى.
۵ -کله چې به يې چاته لاس په لاس کې ورکړى ژر به يې د هغه لاس نه خوشي کاوه.
۶ -د خلکو سره يې داسې ژوند کاوه چې هرچا به فکر کاوه چه د هغه حضرت هغه نژدې کس دى .
۷ - ﻫيچاته به يې د سترګو تر بيخو نه کتل او مخامخ به يې ورته کتل.
۸ - هيچاته به يې برګ برګ نه کتل .
۹ -چې کله به يې اشاره کوله په لاس به يې اشاره کوله نه په وريځو او سترګو .
۱۰- اوږده مهال يې پټه خوله (ﺳﮑﻮت) درلود د اړتيا پرته يې خبره نه کوله.
۱۱- ﻫﺮکله چې به يې د چا سره خبرې کولې د هغه خبرو ته يې ډير غوږ نيوى.
۱۲- د هر چا سره چې به يې خبرې کولې په بشپړ ډول به يې سينه ورګرځوله او مخامخ به ورته کښينستى.
۱۳-د هر چا سره چې به کښينستى تر څو چه هغه به د ولاړيدو اراده نه وه کړي هغه ﺣﻀﺮﺕ نه ولاړيدى.
۱۴- د الله ﷻ د يادولو پرته نه په مجلس کې کښينستلى او نه ځينې ولاړ شوى دى .
۱۵- مجلس ته د داخليدو په وخت کې د مجلس په ﺁﺧﺮ او دروازى ته نژدې کښينستى نه د مجلس په منځ کي .
۱۶- په ﻣﺠﻠﺲ کې به يې ځانته ځاى نه ځانګړى کاوه او منعه يې ځينى کوله .
۱۷- هيڅکله يې د خلکو په حضور کې ﺗﮑﻴﻪ نه کوله.
۱۸- ﺍﮐﺜﺮه ناسته به يي په قبله وه.
۱۹- که به دده په مخکې دده ناخوښه کار پيښ شو ده به ﻧﺎﺩﻳﺪﻩ نيوى .
۲۰- که به د چا څخه ﺧﻄﺎ ﺻﺎﺩﺭه شوه هغه يې نه نقلوله .
۲۱- د چا څخه يې په خبرو کې غچ نه اخيستى .
۲۲- هيڅکله يې د چا سره جنګ او جګړې نه کولې .
۲۳- هيڅکله ېي د چا خبرې نه پريکولې ﻣﮕﺮ که يې ﻟﻐﻮ اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حرف نه واى ويلي.
۲۴- د سوال ځواب يې څو ځله تکرار کوى ترڅو په جواب کې يې اوريدونکى شکمن نشي.
۲۵- تر هر څه زياته يې وصيله رحمي پر ځاى کوله .
۲۶- د غريبانو سره يې زياته ناسته او ولاړه درلوده او ډوډۍ بٙه يې هم ورسره خوړله.
۲۷- د ﺑﻨﺪﮔﺎنو اﻭ ﻏﻼﻣﺎنو بلنه يې هم منله.
۲۸- ﻫﺪﻳﻪ يې ﻗﺒﻮلوله که څه هم به د شيدو يو جام وو.
https://t.me/islamicmalomat22