جاویدآشنا


Гео и язык канала: не указан, не указан
Категория: не указана


وخت په وخت له نویو ترانو او شعرونو سره

Связанные каналы

Гео и язык канала
не указан, не указан
Категория
не указана
Статистика
Фильтр публикаций


Репост из: أسیرأنس حقانی
د قدرمن أسیر أنس حقاني حفظه الله نوی رالیږل شوی شعر
👇👇👇

په خپلو ژمنو وفادار یمه نیمګری نه یم
زولنو زه د ژوند په خوند پوه کړمه ستړی نه یم

واه! د وصال په تکل عمر لنډوم د هجر
ژوندی ضمیر لرم، ژوندي یم، خلکو مړی نه یم

منم چې زه به د وخت تور یاغي سیلاب کې ګیر یم
لا هم د غره په څیر ولاړ یم، لا یې وړی نه یم

زه د ایمان په اور پوخ شوی فولادي ځنځیر یم
دنیا مې ځکه غوڅولی نشي پړی نه یم

شکر ښه بخت د پلار نیکه نه په میراث راپاتي
خدای مې ملګری دی هیڅ چاته یې ټیټ کړی نه یم

د آزادۍ د لیلا مینه به انس پالمه
د بې احساسه زړه سړی بې ننګ وګړی نه یم


شاعر، جاویدآشنا

چه رنگارنگ چه زیبا رنگ افغانستان میهنه من
شوم قربان از این دشتهای سبزوار وطنه من
.
زلیل شد درتو اهریمن
پا به فرار از تو دشمن
نام وننگه توشد بلند
زنده باد برتو ای وطن
ای آریانا ای خراسان هستی وجود وتنه من
.
داری مردمانه ننگین
بی شک تو ای نازنین
هرجا سنگر هرجا غزا
گلگون کردن تورا رنگین
پسرانه تو ابراهیم میشکنن بت شکنه من
.
مثله خورشیدیی درخشان
تابنده هستی بر جهان
شکننده یی شبها
شبه ظلمها را شکنان
جامه آزادی را نوش کن آباد شوی مسکنه من
.
در قیادته یک امیر
ودریک راه ویک مسیر
ادامه می دهیم جهاد
درهرزمان به هرتقدیر
صف رامتحد میسازیم به خونه جان خویشتنه من
.
صفتهایی تو بی شمار
کردهم چندتا را اظهار
"جاوید" یاده تورا کردم
اندر این نظم و اشعار
برای تو می نویسد به قلمه حسنه من


په فارسی ژبه باندي نوې ترانه
📋... افغانستان میهن من ..

🎤 خواننده: جاویدآشنا
🖊 شاعر : جاویدآشنا
@jalilahmadjavid


Репост из: ملا فقیر محمد درویش
Видео недоступно для предпросмотра
Смотреть в Telegram


عمره تا یوه افسانه او یو داستان پرې اېښۍ
غږ: طالب العلم شاه ګل انقلابي
شاعر: جاویدآشنا






د ملګرو په ډېروغوښتنو سره می
د محترم مولوي محمدأمین حیدري صاحب په زړه پوري پخوانی شعر ووایی
الله دی وکړی چې ستاسو هم خوښ شي👇👇👇


Репост из: AlemarahPashto
سراج خپرندویه اداره
د روان جهادي بهیر هنداره

رابطه
أمین مجاهد
@sirajadare2
+923095026024
+989027928907

https://t.me/sirajadare


د اسلامي امارت د ترانه خوانانو او شاعرانو لپاره لارښوونې
ښکاره خبره او ثابت حقیقت دی چې د امریکایي یرغل په مقابل کې د روان جهاد یوه عمده برخه تبلیغاتي سنګر یا په خاص ډول د ترانه خوانۍ برخه ده، چې اولس ته د جهاد او قیام فکر ورکوي، ویده احساسات پاروي، د مجاهدینو مورال لوړوي او د دښمن په روحیه تر غشو او مرمیو هم ډیر اثر لري.
ترانه ویونکي او شاعران په ادبي برخه کې د اسلامي امارت او روان جهاد استازي ګڼل کیږي. له همدې امله زموږ مؤمن اولس دوی ته په ډیر درنښت قائل دی، نو بناء ترانه ویونکو او شاعرانو ته هم په کار ده چې په دې برخه کې داسې کردار ترسره کړي او خپل ورځنی چلند او تعامل داسې برابر کړي چې د جهاد او امارت له حیثیت سره موافق وي.
اول ــ هغه ترانه خوانان او شاعران چې د اسلامي امارت او مجاهدینو په عنوان ترانې وایي او په همدې نوم پیژندل شوي وي باید له لاندې کارونو څخه ځان وساتي.
۱ــ د ګوډاګي رژیم په غونډو، مشاعرو او هره نوع مجالسو کې ګډون کول.
۲ــ د ګوډاګي رژیم راډیوګانو ته ورتګ، په پروګرامونو کې یې ګډون او په ژوندۍ بڼه ترانې ورته ویل یا ورسره مرکې کول.
۳ــ د ګوډاګي رژیم له مربوطو کسانو او رسمي چارواکو سره روابط او انډیوالي پالل، ورتلل او ورسره لیدلو څخه ډډه وشي.
دوهم ــ د ګوډاګي رژیم د چارواکو له مجالسو پرته په نورو شخصي مجالسو، میلمستیاوو او مراسمو کې مشاعرې ترسره کول باک نه لري. خو دغه مشاعرې باید په ښه سنګین انداز ترسره شي او خدای مکړه داسې څه په کې ونه ویل شي چې د مجاهد له شان سره مناسب نه وي.
دریم ــ له طنزي، مسخره یي اشعارو جوړولو او ویلو څخه باید ځان وساتل شي.
څلورم ــ په فیسبوک باندې لایف نشرات هم باید په ډیر احتیاط ترسره شي ځکه دغه نشرات د زرګونو خلکو لخوا لیدل کیږي نو شاعران او ترانه خوانان وروڼه باید د اسلامي امارت یو ښه تصویر وړاندې کړي.
پنځم ــ له لوړو مواردو نو علاوه مهمه خبره دا ده چې په اشعارو او ترانو کې باید اسلامي، جهادي او ملي مفاهیم بیان شي، د اسلام، شریعت، جهاد او دغه ډول نورو عظیمو موضوعاتو په اړه اشعار ولیکل شي په بې ارزښته موضوعاتو باید وخت ونه لګول شي.
شپږم ــ شاعران دې کوښښ وکړي چې له جهاد او نظامي موضوعاتو نه علاوه په اخلاقي، اجتماعي، علمي او اصلاحي موضوعاتو هم اشعار ولیکي. تر څو په ترانه خوانۍ کې تنوع پیدا شي او د هر چا د ذوق موافق اشعار وویل شي او ورسره د اوریدونکو د اصلاح سبب هم وګرځي. ان شاءالله تعالی
د اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمیسیون
۲۶/۸/۱۴۴۰هـ ق
۱۱/۲/۱۳۹۸هـ ش ــ 2019/5/1م


د عشق کعبې آلبوم څخه
📋د ماتو تعبیرونو ټوټې
🎤 ویونکی : جاویدآشنا
🖊 شاعر : سید درمل آغا
@jalilahmadjavid




دیکلومه
شپې تیروم دلته په شمار جانانه
شاعر: أسیر أنس حقاني حفظه الله
ویونکی: جاویدآشنا






د ستر رهبر عالي قدر أمیرالمؤمنین ملامحمد عُمر(مجاهد) رحمه الله په یاد کي

عُمره تا یوه أفســـــانه او یو داستان پرایښئ
عُمره ستر نوم دي ملــت ته د أفغان پرایښئ
.
عُمره خدائ دي وبښه عُمره هېر مـــو نه یې
عُمره تاچي په یادګار یو سپین کاروان پرایښئ
.
عُمره ته هم د عُمر په څېر یو ســـتر عُمر وې
ستر عدالت دي لر او بر پـــر خُراسان پرایښئ
.
عُمره تا په خپل رحــلت باندي غمجن کړه ټوله
عُمره تـــا پــــــاته یــتیم افغانستان پرایښئ
.
عُمره دلته اوس وحــشت تر داسی حد راغلئ
په بـمبــــاریو کی شهید شهید قُرآن پرایښئ
.
عُمره خدای زده چي مَلکي به حالات در وړي
ستا شاګردانو ستردښمن ډېرحیران پرایښئ

عُمره کـاش جاویدآشنا دي هم دیدن کړی وای
اوس یې زړګئ په دغه هېله او أرمان پرایښئ

جاویدآشنا
👇👇👇👇
@jalilahmadjavid






📋...ځیني دردونه ځينی خلکو ته ..

🎤 ویونکی : جاویدآشنا

🖊 شاعر : سید درمل

@jalilahmadjavid



Показано 20 последних публикаций.

668

подписчиков
Статистика канала